حضرت داود 

داود  خپل کسان د ابشالوم پر وړاندې جنګ ته راباسي

داود ﵇ خپل ټول کسان صف بندي کړل، سالاران او د ټوليو مشران يې مقرر کړل. ټول لښکر يې په درېيو ډلو کې تقسيم کړ. يوه ډله د سرسالار يوآب تر مشرۍ لاندې وه. بله ډله د يوآب د ورور ابيشای بن صرويه تر مشرۍ لاندې وه او درېيمه ډله د اِتای جاتي تر مشرۍ لاندې وه. بيا داود ﵇ وفرمايل: زه خپله له تاسې سره جنګ ته ځم.

عسکرو وويل: صاحبه، تاسې بايد له موږ سره جنګ ته ولاړ نه شئ! که موږ ماتې وخورو، حتی که نيم شمېر مو هم ووژل شي، دښمن يې څه پروا لري؟ مګر ستاسې قدر او قيمت زموږ له لس زرو کسانو سره برابر دی، نو ښه به دا وي چې تاسې دلته په ښار کې پاتې شئ او که ضرورت يې پېښ شو، موږ ته مرسته راواستوئ.

داود ﵇ ورته وفرمايل: څه چې تاسې غوره ګڼئ، هماغسې به وکړم.

دی ﵇ د ښار له دروازې سره ودرېد او کتل يې چې لښکر ډله – ډله له ښاره وزي. په دغه وخت کې يې سالارانو يوآب، ابيشای او اِتای ته وفرمايل: زما په خاطر له ځوان ابشالوم سره نرم چلند وکړئ.

د پاچا دغه حکم ټولو عسکرو واورېد.

د داود ﵇ لښکر د ابشالوم د لښکر مقابلې ته ورووت او د افرايم په ځنګله کې د دواړو خواوو تر منځ جنګ ونښت. جنګ په ځنګله کې پراختيا پيدا کړه. د داود ﵇ قواوو د ابشالوم عسکرو ته ماتې ورکړه او درنه مرګ ژوبله يې ورواړوله. شل زره کسان يې ووژل، خو د ابشالوم تر دې لا زيات شمېر عسکر د ځنګله د شته خطراتو له کبله مړه شول.

د جنګ په جريان کې ابشالوم ناڅاپه د داود ﵇ له څو تنو افرادو سره مخامخ شو. پر خپله کچره يې د تېښتې هڅه وکړه. د يوې غټې ونې لاندې تېرېده، چې د سر وېښتان يې په ښاخونو کې بند شول. کچره يې مخکې ولاړه او ابشالوم په هوا کې راځوړند پاتې شو.

د داود ﵇ يوه عسکر دا پېښه وليدله، نو سرسالار يوآب ته ورغی او ورته ويې ويل، چې ابشالوم مې په داسې حالت کې وليد چې له يوې غټې ونې څخه راځوړند و!

يوآب ورته وويل: ابشالوم چې دې په داسې حالت کې وليد، نو ولې دې مړ نه کړ؟ که دې دا کار کړی وای، نو په انعام کې به مې د سپينو زرو لس سکې او يو کمربند درکړی و.

عسکر وويل: که تاسې د سپينو زرو زر سکې هم راکړې وای، د پاچا زوی مې نه واژه، ځکه موږ ټولو واورېدل چې پاچا صاحب تاسې، سالار ابيشای او سالار اِتای ته وويل: زما په خاطر ځوان ابشالوم ته ضرر مه رسوئ. که مې د پاچا له حکم څخه سرغوړونه کړې وای او زوی مې يې وژلی وای، بالاخره پاچا صاحب به خبر شوی وای. هغه وخت به تاسې هم زما ملاتړ نه و کړی.

يوآب وويل: بس! نور له تا سره وخت نه ضايع کوم!

له دې وروسته يې درې نيزې راواخيستې او ابشالوم ته ورغی. هغه لا ژوندی و او په غټه ونه کې راځوړند و. يوآب هغه درې واړه نيزې د ابشالوم په سينه کې ورښخې کړې. بيا د يوآب لس تنه وسله وړونکي عسکر د ابشالوم پر شاوخوا راتاو شول او وارونه يې پرې وکړل تر څو يې وواژه.

تر دې وروسته يوآب د مږ ښکر وغږاوه، چې په اورېدلو سره يې د داود ﵇ عسکرو د ابشالوم د عسکرو تعقيب پرېښود او بېرته راغلل. د ابشالوم مړی يې د ځنګله په يوه ژوره کنده کې ورواچاوه او په ډبرو يې پټ کړ. د ابشالوم پاتې عسکر له ميدانه وتښتېدل او خپلو کورونو ته ولاړل. د امام صادوق زوی اخيمعص سرسالار يوآب ته وويل: که ستاسې اجازه وي، زه به په منډه ولاړ شم او پاچا صاحب ته به خبر ورکړم چې ﷲ تعالی تاسې ته د دښمنانو له لاسه نجات درکړی دی.

يوآب وويل: نه! دا د غم خبر به نن هغه ﵇ ته نه وررسوې. کوم بل وخت به اجازه درکړم چې قاصد شې، خو نن نه، ځکه چې د پاچا صاحب زوی مړ شوی دی.

بيا يوآب يوه حبشي عسکر ته وويل: پاچا ته ورشه! څه چې دې ليدلي دي، ورته يې ووايه.

حبشي يوآب ته د تعظيم لپاره سر ټيټ کړ او بيا په منډه روان شو.

اخيمعص يو ځل بيا له يوآب څخه غوښتنه وکړه چې که هر څه راپېښېږي، زه يې د نتيجې پروا نه لرم. هيله کوم، ما ته هم د خبر وړلو اجازه راکړئ.

يوآب ورته وويل: هلکه، ته ولې ولاړ شې؟ د دې خبر په بدل کې به درته هېڅ انعام نه وي.

اخيمعص وويل: که هر څه راپېښېږي، زه غواړم وريې وړم.

په پای کې يوآب وويل: سمه ده. ورشه.

اخيمعص هم په منډه روان شو. د اُردن د درې لاره يې په مخه راواخيسته، چې اسانه لاره وه او له حبشي مخکې محنايم ته ورسېد.

دغه وخت داود ﵇ د ښار د دېوال د بيروني او دروني دروازو تر منځ ناست و. يو پيره دار د دېوال سر ته ختلی و. څارنه يې کوله. ګوري چې يو شخص په منډه راروان دی. داود ﵇ ته يې ورناره کړه او پرې خبر يې کړ. ده ﵇ وفرمايل: که هغه يوازې وي، خامخا به له کوم ښه خبر سره راغلی وي.

لحظه په لحظه هغه شخص رانږدې کېده.

لږ موده وروسته پيره دار ګوري، چې يو بل کس هم په منډه راروان دی. نو يې ناره کړه: يو بل شخص هم يوازې په منډه راروان دی!

داود ﵇ وفرمايل: هغه به هم له کوم خبر سره راغلی وي.

پيره دار وويل: د لومړي شخص منډه د اخيمعص بن صادوق په څېر ده!

داود ﵇ وفرمايل: ښه سړی دی. نو له ښه خبر سره به راغلی وي.

دروازې ته په رسېدو سره اخيمعص پاچا ته ورناره کړه: السلام عليکم! بيا يې هغه ﵇ ته د تعظيم لپاره تندی پر ځمکه ولګاوه او ويې ويل: پاچا صاحب، ستاسې رب ﷲ ﷻ ته دې حمد وي! خدای ﷻ پر باغيانو بری راپه برخه کړی دی!

داود ﵇ وپوښتل: د ځوان ابشالوم څه حال دی؟ سلامت دی؟

اخيمعص په ځواب کې وويل: کله چې سرسالار يوآب ما ته امر راکړ چې ستاسې خدمت ته راشم، لوی شور او زوږ جوړ و، خو نه پوهېدم چې علت يې څه و.

داود ﵇ ورته وفرمايل: لږ آخوا ودرېږه او منتظر واوسه.

اخيمعص هم يوې خوا ته ودرېد. لږه شېبه وروسته حبشي هم راورسېد او ويې ويل: پاچا صاحب! زېری مې درباندې چې ﷲ تعالی نن تاسې ته د باغيانو له لاسه نجات درکړی دی!

داود ﵇ وپوښتل: د ځوان ابشالوم څه حال دی؟ سلامت دی؟

حبشي په ځواب کې وويل: خدای دې د پاچا صاحب د ټولو دښمنانو او مخالفينو انجام داسې کړي، لکه څرنګه انجام چې د ابشالوم شو.

د دې خبرې په اورېدو سره داود ﵇ ډېر خفه شو. له دروازې پورته بالاخانې ته وخوت. په زار – زار يې ژړل او ويل يې: ابشالومه! زما زويه! ابشالومه! زما بچيه! کاشکې ستا پر ځای زه مړ شوی وای! ابشالومه! زما زويکه! زما بچيه!

  << مخکې  |  وروسته >> 

 فهرست