حضرت داود ﵇
په لاره کې داود ﵇ له صيبا او شمعي سره مخ کېږي
کله چې داود ﵇ د غره له سره واووښت، ګوري چې د مريبعل نوکر صيبا د ده ﵇ د ليدو په تمه دی. له هغه سره دوه زين کړي خره وو، چې پر هغو باندې دوه سوه ډوډۍ، سل واښکي مميز، سل چکۍ اينځر او د ميو يو ژی بار وو. داود پاچا صيبا ته وفرمايل: ای صيبا، دا ټول شيان دې ولې راوړي دي؟
صيبا وويل: دا خره ستاسې د کورنۍ د سپرلۍ لپاره دي. ډوډۍ او مېوې ستاسې د عسکرو د خوراک لپاره دي او می د هغو کسانو د تازه کېدو لپاره دی چې په بيابان کې له ستړيا څخه بې سېکه شي.
داود ﵇ پوښتنه ځينې وکړه: ستا د مرحوم مالک لمسی مريبعل چېرې دی؟
صيبا په ځواب کې وويل: هغه په يروشلم کې په دې ګومان پاتې شوی دی چې ويل يې، نن به بني اسراييل زما د نيکه طالوت پاچاهي ما ته په لاس راکړي.
داود ﵇ وفرمايل: د مريبعل ټول جايدادونه او هستي تا ته درکوم.
صيبا وويل: پاچا صاحب، د تعظيم لپاره مو پښو ته درټيټېږم. خدای ﷻ دې ما تل ستاسې په نظر کې وساتي.
بيا داود ﵇ خپل تګ ته ادامه ورکړه. کله چې د بحوريم کلي ته ورسېد، ناڅاپه يو سړی له کلي څخه راووت او داود ﵇ ته يې پوچ او رد پيل کړل. د دې سړي نوم شمعي بن جيرا و، چې دی او طالوت له يوه ټبر څخه وو. شمعي د داود ﵇ او ورسره کسانو او عسکرو پر خوا ډبرې وروغورځولې او په ښکنځلو يې ويل: ځه – ځه! له دې ځايه لرې شه! قاتل او رذيله! تا د طالوت پاچا د کورنۍ وينه تويه کړې ده. نو اوس ﷲ ﷻ د هغې وينې بدل درڅخه اخلي! د طالوت پر تخت دې قبضه وکړه، نو ﷲ ﷻ د پاچاهۍ واګې درڅخه اخيستې او ستا زوی ابشالوم ته يې ورکړې دي! اوس به دې سرنوشت له مصيبتونو او بدبختيو ډک وي، ځکه ته قاتل يې!
د دې توهينونو په اورېده سره د داود ﵇ خوريي ابيشای ته ډېر قهر ورغی او ويې ويل: دې مردار سپي ځان ته څه ويلي دي، چې زما مالک ته سپکې او سپورې وايي! پاچا صاحب، اجازه راکړئ چې سر يې ورقلم کړم!
داود ﵇ ابيشای او يوآب ته وفرمايل: ای زما خوريونو! په دې کې ستاسې رايه نه وه په کار! که د ﷲ ﷻ اراده وي چې دغه کس دې ښکنځل راته وکړي، نو څوک يې مخه نه شي نيولای.
بيا داود ﵇ ابيشای او نورو ټولو کسانو ته وفرمايل: کله چې مې خپل زوی زما د وژلو په تلاش کې وي، نو دا د بنيامين د ټبر کس به خامخا تر هغه لا زيات له ما سره د مخالفت لپاره دلايل لري. که د ده په دې کار کې د ﷲ ﷻ رضا وي، نو پرې يې ږدئ چې بد رد راته ووايي. ګوندې ﷲ ﷻ زما پر دا تريخ حال د رحم نظر وکړي او د دې ښکنځلو له خاطره خير او برکت راکړي.
داود پاچا او کسانو يې خپلې لارې ته ادامه ورکړه. شمعي د غونډۍ پر څنډه هغه مقابله لاره په مخه راواخيسته. سپکې سپورې يې ورته ويلې، ډبرې يې ورغورځولې او دوړې يې هوا ته بادولې. بالاخره داود ﵇ او کسان يې ستړي ستومانه د اُردن سيند ته ورسېدل. نو يې هلته آرام وکړ تر څو خپله ستړيا وباسي.
د خپل زوی او د دښمنانو د بغاوت پر وخت داود ﵇ دا دعا وکړه:
يا ﷲ! زما دښمنان څومره ډېر شوي!
او ډېر کسان زما پر ضد راپورته شوي!
ډېری يې په ما ملنډې وهي او وايي:
وګورئ! خدای به ده ته نجات ورنه کړي
مګر يا ﷲ ته د سپر په څېر زما ساتنه کوې
ته يې چې ما ته عزت راکوې او زما ټيټ شوی سر راپورته کوې
په لوړ غږ مې ﷲ ﷻ ته د مرستې ناره وکړه
او زما دعا يې له بيت المقدس څخه قبوله کړه
په ډاډه زړه د شپې پرېوزم، ويده کېږم او سهار له خيره راويښېږم
ځکه چې ﷲ ﷻ زما ملاتړ او ساتونکی دی
که زرګونه دښمنان هم راباندې حمله وکړي
له هغوی څخه به نه وېرېږم
يا ﷲ، زما د مرستې لپاره يو څه وکړه!
يا خدايه! ما وژغوره!
بې شکه چې ته به زما ټول دښمنان پر مخ ووهې
او غاښونه به یې ورمات کړې
يا ﷲ! نجات ستا له طرفه دی
ته پر خپل منتخب شوي قوم برکتونه وروې