حضرت داود 

ابشالوم له خپل پلار داود  سره پخلا کېږي

دلته سرسالار يوآب ته اندازه وشوه چې د پاچا زړه له ابشالوم سره ديدن غواړي. نو يوآب جشور ته ولاړ او ابشالوم يې بېرته يروشلم ته راووست. داود پاچا حکم وکړ چې ابشالوم دې خپل کور ته ولاړ شي، خو هېڅکله دې زما حضور ته نه راځي!

نو ابشالوم خپل کور ته ولاړ او له داود پاچا سره يې هېڅ ونه ليدل.

ابشالوم ډېر ښايسته و. خلکو ويل چې په ټول اسراييل کې يې ساری نشته. له سره تر پايه يې په ښايست کې کوم عيب نه و. څڼې يې درلودې او يو کال وروسته چې به ورباندې درنې شوې، نو کمې به يې کړې. بيا چې به يې وېښتان وتلل، وزن به يې تقريباً دوه کيلو شو. د هغه درې زامن او يوه لور وه. پر لور يې د تامار نوم ايښی و او هغه هم ډېره ښايسته وه.

ابشالوم په يروشلم کې دوه کاله تېر کړل، چې په دې دوو کلونو کې يې له پاچا سره هېڅ ونه ليدل. بيا يې يوآب راوغوښت تر څو هغه د ده او د پاچا تر منځ منځګړيتوب وکړي، خو يوآب له ورتللو څخه ډډه وکړه. ابشالوم يو ځل بيا راوغوښت، خو هغه بيا هم انکار وکړ. بالاخره ابشالوم خپلو نوکرانو ته وويل: زما د کروندې تر څنګ د يوآب کرونده پرته ده، چې اوربشې يې پکې کرلې دي. تاسې ولاړ شئ او کروندې ته يې اور ورواچوئ.

نوکرانو هم د ابشالوم امر پر ځای کړ او د يوآب کروندې ته يې اور ورواچاوه.

يوآب ابشالوم ته ورغی او ويې ويل: ستا نوکرانو ولې زما کروندې ته اور ورواچاوه؟

ابشالوم ورته وويل: ما ته راغوښتی وې، خو نه راتلې. اوس پاچا ته له دې پيغام سره ورشه: پاچا صاحب! که تاسې له ما سره ليدنه نه غوښتلای، نو له جشور څخه مو ولې راغوښتم؟ ښه به دا وه چې زه هلته پاتې شوی وای. اوس مې خپل حضور ته دروغواړئ. که مو په ما کې کوم جرم وليد، نو وژلای مې شئ.

يوآب هم د ابشالوم پيغام داود ﵇ ته ورورساوه. هغه ﵇ ابشالوم خپل حضور ته وروغوښت. دی ورغی. د پاچا پښو ته ورولوېد او پاچا ښکل کړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست