حضرت داود ﵇
داود ﵇ د طالوت پر مرګ وير کوي
لکه مخکې چې يادونه وشوه، داود ﵇ د عماليقيانو تر ماتولو وروسته صِقلغ کلي ته راغی. دلته په درېيمه ورځ يو سړی د طالوت له لښکرګاه څخه راورسېد، چې ګرېوان يې څيرې و او پر سر يې خاورې باد وې. د تعظيم لپاره د داود ﵇ پښو ته ورټيټ شو. داود ﵇ پوښتنه ځينې وکړه: ته له کوم ځايه راغلی يې؟
سړي وويل: جنابه، د بني اسراييلو له لښکرګاه څخه راتښتېدلی يم.
داود ﵇ وفرمايل: راته ووايه، جنګ څنګه شو؟
سړي وويل: بني اسراييل د جنګ له ميدانه تښتېدلي دي او ګڼ شمېر عسکر يې وژل شوي دي. د مړو په جمله کې طالوت پاچا او د هغه زوی يوناتان هم شامل دي.
د دې پيغام په اورېدو سره داود ﵇ او نورو ټولو حاضرينو له ډېره غمه خپل ګرېوانونه څيرې کړل. د طالوت پاچا، يوناتان او نورو ټولو وژل شوو بني اسراييلو وروڼو لپاره يې ماتم پيل کړ. په زار زار يې وژړل او تر ماښامه يې په ماتم کې له خوراکه ډډه وکړه.
داود ﵇ د طالوت پاچا او يوناتان په ياد کې د خواشينۍ او غم دا شعر ووايه:
ای اسراييله! ستا فخر په لوړو کې وژل شوی پروت دی!
افسوس! غښتلي قهرمانان له پښو اچول شوي دي.
دا خبر په جات کې مه اعلانوئ!
اشقلون کې يې مه ډنډوره کوئ!
که نه، د فيليستينيانو نجونې به خوشحاله شي،
د بت پرستانو لوڼې به غرور وکړي.
ای د جِلبوع غرونو! پر تاسې دې نه پرخه، نه باران اوري!
نه دې پر تاسې کومه غله راشنه کېږي چې په نذرانو کې دې لايق وي!
ځکه ستا پر څوکو د اتلانو سپر لوېدلی،
د خدای د انتخاب شوي طالوت سپر نور له کاره وتلی
د دښمنانو له وينو او د زورورو جنګياليو له غوښې،
د يوناتان غشي او د طالوت توره نه خطا کېده
طالوت او يوناتان په ژوندونې ښايسته او عزيز وو
په مرګ هم له يو او بله بېل نه شول
دوی تر باز ګړندي وو،
تر زمري قوي وو
ای د بني اسراييلو لوڼو! پر طالوت وژاړئ!
هغه خو تاسې په شانداره سرو جامو پټولئ
او ستاسې کالي يې په طلايي ګاڼو پوښل
افسوس! قهرمانان له پښو اچول شوي دي!
يوناتان په لوړو کې وژل شوی پروت دی!
ای يوناتانه وروره! په تا پسې زړه چاودی يم!
ته پر ما څومره ګران وې!
ستا مينه راسره بې حده وه!
د ښځې تر مينې لا زياته وه!
افسوس! قهرمانان له پښو اچول شوي دي!
وسلې يې لوټل شوي، مړه پراته دي!