حضرت داود ﵇
د طالوت پاچا وفات
بلخوا په يزرعيل کې فيليستينيانو له بني اسراييلو سره جګړه کوله. زيات شمېر بني اسراييل د جِلبوع په غره کې ووژل شول او نور وتښتېدل. فيليستينيان په طالوت او د هغه په زامنو پسې شول، چې په پای کې يې د هغه درې زامن يوناتان، ابيناداب او ملکيشوع ووژل. د طالوت په شاوخوا کې جنګ ډېر تود شو. په دې لړ کې فيليستيني غشي ويشتونکو طالوت وويشت او ډېر سخت يې ټپي کړ. طالوت خپل د وسلو وړونکي ته وويل: خپله توره دې راوباسه او زما تر سينې يې تېره کړه. که نه، دا نجس فيليستينيان به راشي او په بې عزتۍ سره به مې له تورې تېر کړي.
خو د وسلو وړونکی له دې کار څخه ډېر سخت ووېرېد او انکار يې وکړ. نو طالوت پاچا خپله توره راواخيسته او ځان يې ورباندې وغورځاوه. د وسلو وړونکي چې طالوت مړ وليد، نو ده هم ځان پر خپله توره وغورځاوه او د طالوت تر څنګ مړ شو. لنډه دا چې په هغه ورځ طالوت پاچا، د هغه درې زامن او د وسلو وړونکی يې ټول مړه شول.
د يزرعيل د درې آخوا بني اسراييل او د اُردن سيند آخوا بني اسراييل چې خبر شول د بني اسراييلو لښکر تښتېدلی دی او طالوت پاچا او زامن يې مړه شوي دي، نو هغوی خپل کلي پرېښودل او وتښتېدل. بيا فيليستينيان راغلل او هغه خالي کلي يې لاندې کړل.
بله ورځ چې فيليستينيان د جنګ ميدان ته راغلل تر څو له مړيو څخه د غنيمت مال راټول کړي، د طالوت او د هغه د درېيو زامنو جسدونه يې په جِلبوع غره کې پيدا کړل. نو د طالوت سر يې له تن څخه جدا کړ او زغره يې ځينې وايستله. بيا يې قاصدان ولېږل چې د خپلو خدايانو په عبادتځي او په ټوله فيليستيني ځمکه کې د بري اعلان وکړي. د طالوت زغره يې د عشتاروت په معبد کې کېښودله او د هغه بې سره مړی يې د بيت شان ښار پر دروازه راوځړاوه.
کله چې د يابيش جلعاد اوسېدونکي خبر شول، چې فيليستينيانو د طالوت پاچا له جسد سره څه کړي دي، نو ټولو زړورو کسانو د بيت شان پر خوا حرکت پيل کړ او ټوله شپه يې مزل وکړ، تر څو هلته ورسېدل. د طالوت او د هغه د زامنو جسدونه يې د ښار له دروازې څخه راښکته کړل. بېرته يې يابيش ته يووړل او هلته يې وسوځول. هډوکي يې په يابيش کې تر يوې ونې لاندې خاورو ته وسپارل او اووه شپې ورځې يې په ماتم کې له خوراکه ډډه وکړه.