حضرت داود ﵇
داود ﵇ يرغمل شوو کورنيو ته نجات ورکوي
په دغه وخت کې چې داود ﵇ له خپلو کسانو سره صِقلغ ته راروان و، عماليقيان د بني اسراييلو تر جنوبي سرحد وراوښتي وو او ځای – ځای يې حملې پيل کړې وې. په دې لړ کې يې صِقلغ ته اور اچولی و او د کلي ټولې ښځې او ماشومان يې اسيران نيولي وو. څوک يې نه وو وژلي، بلکې ټول يې له ځان سره بېولي وو. داود ﵇ او کسان يې تر درېيو ورځو مزل وروسته صِقلغ ته راورسېدل. ګوري چې کلی په اور کې سوځېدلی او ښځې او ماشومان يې نشته. د داود ﵇ دوې ښځې اخينوعم او ابيجايل هم په بېول شويو اسيرانو کې وې. نو داود ﵇ او کسانو يې په زار – زار ژړا پيل کړه تر څو د اوښکو چينې يې وچې شوې. د خپلو زامنو او لوڼو په غم کې د خلکو زړونه په چاودېدو شول. نو په دې فکر کې شول، چې داود ﵇ سنګسار کړي. د دې له امله د داود ﵇ زړه ډېر ناکرار شو، خو له خپل رب ﷲ ﷻ څخه يې ډاډ او قوت واخيست.
پس له هغه داود ﵇ له امام ابياتار څخه د امامت خاصه جامه راوغوښتله، تر څو الهي لارښوونه تر لاسه کړي. امام ابياتار هم چپنه ورته راوړه. داود ﵇ ﷲ ﷻ ته عرض وکړ: يا ﷲ! د لوټمارانو په ډلې پسې ورشم که نه؟ آيا دوی به رالاندې کړم؟
ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: په دوی پسې ورشه! يقيناً رالاندې به يې کړې او هغه څه چې درڅخه وړي يې دي، هغه ټول به بېرته تر لاسه کړې!
داود ﵇ او شپږ سوه کسان يې هم په عماليقيانو پسې ورروان شول، خو کله چې د بِسور ويالې ته ورسېدل، دوه سوه کسان يې ستړي شوي وو، چې له ويالې څخه نه شول اوښتلای. نو داود ﵇ دوی پر هغه ځای پرېښودل او له نورو څلور سوو کسانو سره مخ ته روان شو.
په صحرا کې د داود ﵇ کسان پر يوه مصري سړي ورپېښ شول او هغه يې داود ﵇ ته ورووست. دغه کس درې شپې او ورځې ډوډۍ نه وه خوړلې او اوبه يې هم نه وې څښلې. نو دوی څه ډوډۍ او اوبه ورته راوړې. دوه چکۍ مميز او يوه چکۍ اينځر يې هم ورته ورکړل. ده وخوړل او بدن يې طاقت پيدا کړ.
بيا داود ﵇ پوښتنه ځينې وکړه: ستا بادار څوک دی او د کوم ځای يې؟
سړي وويل: زه مصری يم او د يوه عماليقي غلام يم. بادار مې زه پر همدغه صحرا کې پرېښودلم او ولاړ، ځکه چې درې ورځې مريض وم. موږ د کريتيو، د بني يهودا او بني کاليب په ځمکو کې لوټمار بريدونه تر سره کړي وو او د صِقلغ کلی مو هم په اور سوځولی و.
داود ﵇ ورته وويل: دغو لوټمارانو ته مې وروستلای شې؟
سړي وويل: په يوه شرط به دې ورولم او هغه دا چې په خدای به قسم کوې چې نه به مې وژنې او نه به مې د خپل بادار په لاس ورکوې.
داود ﵇ ورسره ومنله او مصري سړي هغه ﵇ د عماليقيانو ځای ته ورووست. هلته ګوري، چې عماليقيان ځای – ځای په خوراک او څښاک اخته دي او په هغو لوټل شوو مالونو باندې خوشحالۍ کوي، چې د فيليستينيانو او د بني يهودا له ځمکو څخه يې تر لاسه کړي وو. داود ﵇ او کسانو يې د سپېدو په وخت کې پر عماليقيانو باندې حمله وکړه او تر ماښامه يې مرګ او ژوبله ورواړوله. پرته له څلور سوو کسانو څخه چې په اوښانو سپاره په تېښته بريالي شول، نور ټول عماليقيان ووژل شول. داود ﵇ د خپلو دوو ښځو په شمول ټول هغه څه چې عماليقيانو ترې لوټ کړي وو، بېرته تر لاسه کړل. له بنديانو څخه يو څوک هم کم نه و، نه ووړ نه زوړ، نه د چا زوی، نه د چا لور. ټول لوټل شوي مالونه او څاروي يې هم په خپل تصرف کې واخيستل او تر خپلو نورو حيواناتو مخکې يې پر لاره روان کړل. خلکو ويل: دا د غنيمت مال د داود ﵇ دی!
کله چې داود ﵇ او کسان يې هغو دوه سوو کسانو ته چې د ستړيا له وجې د بِسور له ويالې سره پاتې شوي وو، بېرته راغلل، هغوی د دوی هرکلي ته راووتل. داود ﵇ رامخ ته شو او سلام يې ورته وکړ. خو ځينو بخيلو کسانو داود ﵇ ته وويل: دوی له موږ سره جنګ ته نه وو تللي، نو د غنيمت له مال څخه به برخه نه اخلي! يوازې ورته د دوی خپلې ښځې او ماشومان ورکړئ او بيا يې رخصت کړئ!
داود ﵇ ورته وفرمايل: ای زما وروڼو! دا تاسې څه واياست؟ ﷲ ﷻ و چې زموږ ساتنه يې وکړه او زموږ لاس يې پر لوټمارانو باندې بر کړ. نو د ﷲ ﷻ لخوا پر راکړل شوو نعمتونو باندې داسې فکرونه مه کوئ! ستاسې دا خبره د منلو وړ نه ده. په جنګ کې يوازې جنګ کوونکي د غنيمت په مال کې برخه نه لري، بلکې هغه کسان يې هم لري چې سامانونه ساتي. نو دغه کسان به هم په غنيمت کې برخه واخلي.
داود ﵇ د غنيمت وېشلو دا طريقه د بني اسراييلو قانون وګرځاوه، چې تر ننه پورې هم چلېږي.
کله چې داود ﵇ صِقلغ ته ورسېد، نو د غنيمت برخې يې سره ووېشلې او د بني يهودا مشرانو ته يې له دې پيغام سره ولېږلې: دا تحفه له هغو مالونو څخه ده چې د ﷲ ﷻ دښمنانو په غنيمت کې راڅخه چور کړي وو.