حضرت داود 

په هجرت کې له داود  سره نور کسان يو ځای کېږي

له دې وروسته داود﵇ له جات څخه د عدولام ښار ته ولاړ او هلته يې په يوه غار کې پنا واخيسته.

دا چې داود﵇ د اخیش پاچا له درباره په امان راووت، نو داسې یې د خدایﷻ حمد و ثنا ادا کړه:

زه به هر مهال د ﷲﷻ ستاينه او صفت کوم!
حمد او ثنا به يې تل زما پر شونډو جاري وي

زما فخر او ناز پر ﷲﷻ دی!
د دې په اورېدو سره دې ناتوان او بې وسه کسان خوشحالي وکړي

راځئ! له ما سره د ﷲﷻ لويي پر ځای کړئ!
راځئ! چې په ګډه سره يې د نوم عظمت بيان کړو!

ما له ﷲﷻ څخه دعا وغوښته
خدایﷻ زما دعا راقبوله کړه
او له ټولو هغو کسانو يې خلاص کړم، چې ترې وېرېدم

څوک چې ﷲﷻ ته د توکل مخ ورواړوي
څېره به يې روښانه او نوراني وي
او پر مخ به يې هېڅ ډول توروالی نه وي

زه ناتوانه وم، چې الهي دربار ته مې فرياد وکړ
ﷻ زما ناره واورېده
او له ټولو ستونزو او سختيو يې نجات راکړ

څوک چې له خدايهﷻ وېرېږي،
د هغه د ساتنې لپاره ﷲﷻ خپلې ملايکې ماموروي

په شاوخوا کې يې پيره کوي
او له هرې خوا نجات ورکوي

راشئ! او د ﷲﷻ د ښېګڼې خوند وڅکئ
وګورئ! څومره ښه ذات دی!
نېکمرغه هغه څوک دي، چې خدایﷻ ته پنا وړي

ای د خدایﷻ پاکو بنده ګانو، له ﷲﷻ څخه ووېرېږئ!
ځکه هغه خلک چې له خدایﷻ څخه وېرېږي، هغوی اړ او محتاج نه وي

ځوان او تکړه زمريان هم کله کله نېستي او لوږه ګالي،
خو خدایﷻ ته رجوع کوونکي به د هېڅ ډول نعمت کمی احساس نه کړي

ای ځوانانو، واورئ!
زه به دروښيم چې له ﷲﷻ وېره څنګه وکړئ

آيا په تاسې کې څوک غواړي خوشبخته ژوند ولري
او د ژوند ورځې یې ښې تېرې شي؟

نو له بدو ژبه وساتئ
او له دروغو ځان وساتئ

شر پرېږدئ، خير او ښېګڼه وکړئ
د سولې غوښتونکي واوسه او ورته هلې ځلې وکړئ

ﷻ پر صادقانو د مهربانۍ نظر کوي
او د دوی د مرستې ناره اوري

خو ﷲﷻ له بدکارانو څخه مخ اړوي
او د دوی نوم او نښان د ځمکې له مخې ورکوي

صالحين چې الهي دربار ته غږ وکړي، ﷲﷻ يې غږ اوري
او له ټولو ستونزو او سختيو نجات ورکوي

ﷻ عاجزينو ته نږدې دی
او غم ځپلي روح ته نجات ورپه برخه کوي

د صالح انسان ستونزې ډېر وي
مګر ﷲﷻ یې ټولې ورخلاصوي

ټول هډوکي يې سالم ساتي
یو یې هم نه پرېږدي چې مات شي

بدکاران به په خپلې بدۍ ووژل شي
او له صادقينو څخه کرکه کوونکي به مجازات شي

ﷻ د خپلو پاکو بندګانو ژوند ساتي
او ﷲﷻ ته پناه وړونکي کسان نه مجازاتېږي

کله چې د داود﵇ پلار، وروڼه او د کورنۍ غړي خبر شول چې دی په غار کې دی، نو ورغلل. بيا څلور سوه کسان نور هم ورسره ملګري شول، چې دا خلک يا په مشکل کې ګير وو يا پوروړي وو او يا له ژوند څخه ناراضه وو. نو داود﵇ د دوی سالار شو. بيا داود﵇ خپل مور او پلار د موآب ځمکې ته بوتلل او په مصفه ښار کې يې د موآب پاچا ته وويل: پاچا صاحب! تر څو چې زما سرنوشت معلوم نه شي چې ﷲﷻ راسره څه کوي، نو اجازه راکړه چې مور او پلار مې دلته ستاسې په پنا کې واوسېږي. پاچا هم اجازه ورکړه. نو تر هغې چې داود﵇ په غار کې پنا اخيستې وه، مور او پلار يې د موآب د پاچا په پنا کې اوسېدل. تر دې وروسته جاد نبي﵇ داود﵇ ته وفرمايل: الهي فرمان دی چې ته د عدولام غار پرېږدې او د يهودا ټبر ځمکې ته ولاړ شې. داود﵇ هم د يهودا ټبر په ځمکه کې د حارث ځنګله ته ولاړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست