حضرت داود ﵇
داود ﵇ د جات د پاچا په دربار کې ځان په امان کې ساتي
هغه ورځ داود ﵇ د طالوت پاچا له وېرې له هغه ځايه فيليستيني ښار جات ته ولاړ، تر څو د اخيش پاچا په دربار کې پنا پيدا کړي. د اخيش پاچا درباريان د داود ﵇ له شتون څخه ناراضه شول او پاچا ته يې وويل: آيا دا هماغه داود نه دی، څوک چې په ټوله ځمکه کې د قدرت څښتن دی؟ د چا په وړاندې چې خلک ډېر تعظيم کوي او په نڅا او سندرو کې وايي: «طالوت په زرهاوو وژلي دي، خو داود په لسهاوو زره وژلي»؟
داود ﵇ چې دا خبرې واورېدې، نو پر ځان ووېرېد چې اخيش پاچا به له ما سره څه چلند کوي؟ نو يې ځان په لېونتوب واچاوه. پر دروازو يې نوکان ولګول او خپلې ناړې يې په ږيره وبهولې. د دې حال په ليدلو سره اخيش پاچا خپلو درباريانو ته وويل: تاسې ولې دغه لېونی راوستی دی؟ آيا زموږ لېونيان لږ وو چې تاسې دا هم راته راووست؟ آيا په خپل کور کې دی د مېلمه په توګه قبول کړم؟