حضرت شموييل ﵇
طالوت بني اسراييلو ته له ظالم پاچا څخه نجات ورکوي
په دې زمانه کې د عمونيانو پاچا ناحاش د بني اسراييلو د جاد او روبين پر ټبرونو باندې ډېر سخت ظلمونه پيل کړل. له هغوی څخه يې د هر کس ښۍ سترګه وکښله او څوک يې پرېنښودل چې بني اسراييلو ته نجات ورکړي. په پای کې له دې دوو ټبرونو څخه داسې څوک نه و پاتې چې ښۍ سترګه يې ناحاش نه وي ځينې کښلې، پرته له اووه زره کسانو څخه چې په تېښته بريالي شوي وو او د جلعاد په ځمکه کې يې يابيش ښار ته پناه وړې وه.
بيا ناحاش خپل لښکر راوايست او د يابيش پر خوا وخوځېدل. د يابيش اوسېدونکو له ناحاش څخه غوښتنه وکړه چې جنابه! له موږ سره د سولې تړون وکړئ او موږ به ستاسې خدمت کوو!
ناحاش ورته وويل: سمه ده! خو په يوه شرط. هغه دا چې ستاسې د هر يوه ښۍ سترګه به وباسم! دا به د ټولو بني اسراييلو لپاره يو لوی پېغور وي!
د يابيش مشرانو ورته وويل: موږ ته اووه ورځې وخت راکړئ! د بني اسراييلو د ځمکې ګوټ – ګوټ ته به د مرستې پيغام واستوو. که څوک زموږ مرستې ته رانه غلل، نو ستاسې شرط به ومنو.
قاصدان ولېږل شول او جبعې ښار ته هم راغلل، چېرې چې طالوت اوسېد. کله چې يې خلکو ته دغه پيغام ورساوه، نو د ښار خلکو په لوړ آواز چيغې او ژړاوې پيل کړې. په دغه وخت کې طالوت له پټيو څخه له خپلو غوايانو سره راغی. له خلکو يې پوښتنه وکړه چې تاسې ولې ژاړئ؟
خلکو ورته د يابيش په اړه د قاصدانو پيغام بيان کړ. طالوت چې دغه پيغام واورېد، د ﷲ ﷻ روح په ډېر قوت سره ورباندې رانازل شو او ډېر په قهر شو. دوه غوايان يې راواخيستل او ټوټې – ټوټې يې کړل. بيا يې قاصدانو ته وويل: دا ټوټې د بني اسراييلو ټولو کلو او ښارونو ته وروړئ او ورته وواياست: که څوک له طالوت او شموييل ﵇ سره جنګ ته ونه ووت، د غوايانو انجام به يې همدغسې وي!
قاصدانو چې بني اسراييلو ته د طالوت پيغام ورساوه، د ﷲ ﷻ وېره پر خلکو خپره شوه او په يوه غږ د جنګ لپاره راووتل. طالوت دغه ټول کسان د بازِق په ښار کې د جنګ لپاره راټول کړل. د اسراييل له شمالي ټبرونو څخه درې سوه زره سړي راغلل او له جنوب څخه، يعنې د يهودا له ټبر څخه، دېرش زره کسان راغلل.
بيا طالوت د قاصدانو په لاس د يابيش اوسېدونکو ته پيغام ورولېږه، چې سبا به موږ له سرې غرمې مخکې تاسې ته نجات درکړی وي.
د يابيش اوسېدونکو چې دا پيغام واورېد، ډېر خوشحاله شول. عمونيانو ته يې خبر ورواستاوه چې سبا موږ ستاسې مخې ته حاضرېږو. بيا هماغسې چلند راسره وکړئ، چې تاسې يې ښه بولئ.
په بل سهار تر سپېدو مخکې طالوت د بني اسراييلو جنګيالي په درېيو ډلو ووېشل او پر عمونيانو يې ناپامه حمله وکړه. تر غرمې يې ډېر عمونيان ووژل او کوم کسان چې ژوندي پاتې وو، داسې يې خواره واره کړل چې دوه کسه يې په يوه ځای کې نه ليدل کېدل.
تر دې کاميابۍ وروسته خلکو شموييل ﵇ ته وويل: هغه رذيلان چېرې دي چې د طالوت د پاچاهۍ مخالف وو. موږ ته يې راوسپارئ چې ويې وژنو!
طالوت وويل: نه! نن به هېڅوک نه اعداموو، ځکه ﷲ تعالی نن پر خپلو دښمنانو بريالي کړي يو!
بيا شموييل ﵇ خلکو ته وويل: راځئ چې جلجال ته ولاړ شو او له طالوت پاچا سره يو ځل بيا بيعت وکړو.
خلک هم جلجال ته ولاړل او د خدای ﷻ په وړاندې يې يو ځل بيا له طالوت پاچا سره بيعت وکړ. بيا يې ﷲ ﷻ ته د سولې نذرانې وړاندې کړې. له دې وروسته طالوت او ټولو بني اسراييلو جشن او خوشحالۍ وکړې.