حضرت شموييل ﵇

بني اسراييل له شموييل  څخه يو پاچا غواړي

وخت تېرېده، د شموييل ﵇ عمر زيات شو او په زاړه عمر کې يې خپل دوه زامن يوييل او ابياه مقرر کړل، چې پر بني اسراييلو فيصلې وکړي. هغوی د بير شبع په کلي کې د خلکو فيصلې کولې، مګر د خپل پلار پر قدم باندې يې قدم نه و ايښی او د پيسو وږي وو. رشوتونه به يې خوړل او د خلکو په حق کې به يې بې انصافي کوله.

د دې مشکلاتو له کبله د بني اسراييلو ټول مشران په راما کې سره راټول شول او شموييل ﵇ ته يې وويل: وګوره، ته اوس زوړ شوی يې او زامنو دې ستا پر قدم باندې قدم نه دی ايښی. نو ښه به دا وي چې پر موږ باندې د نورو ټولو قومونو په څېر يو پاچا وټاکې چې حکم او فيصلې راباندې وکړي.

د دې غوښتنې په اورېدو سره شموييل ﵇ ډېر خفه او ناراضه شو. نو د دې موضوع په اړه يې ﷲ ﷻ ته د لارښوونې تر لاسه کولو لپاره دعا وکړه. خدای ﷻ ورته وفرمايل: ای شموييله! د خلکو غوښتنه قبوله کړه. دوی اصلاً ته نه يې رد کړی، بلکې زه يې رد کړی يم. نه غواړي چې زه يې پاچا واوسم. له هغه وخته راهيسي چې مې دوی له مصره راوايستل، له ما څخه يې مخ اړولی دی او په نورو خدايانو پسې تللي دي. اوس له تا سره هماغسې چلند کوي، لکه له ما سره چې يې کړی دی. نو غوښتنه يې قبوله کړه، مګر خبرداری ورکړه، چې د پاچاهانو حکومت به ورباندې څومره مشکلات راولي.

شموييل ﵇ هم د ﷲ ﷻ له لارښوونې سره سم ټول فرمانونه بني اسراييلو ته ورسول او ويې فرمايل: د پاچا حکومت به پر تاسې باندې داسې وي: په زوره به مو زامن بېګاروي. ځينې به پر آسونو او ځينې په جنګي ګاډيو کې د خدمت لپاره مقرروي. ځينې به د ګاډيو مخې ته منډې وهي. ځينې به د لښکر پر وړو او غټو ډلو باندې منصبداران مقرر شي. ځينې به يې په پټيو کې ځمکې يوې کوي. ځينې به فصلونه رېبي او ځينې نور به د پاچا لپاره وسلې او د ګاډيو توکي جوړوي. پاچا به مو لوڼې په زور بېګاروي، چې عطرونه ورته جوړ کړي، خواړه تيار کړي او ډوډۍ ورته پخه کړي. پاچا به مو کروندې او د انګورو او زيتونو باغونه قبضه کوي او خپلو درباريانو ته به يې ورکوي. د انګورو او غله جاتو له حاصلاتو څخه به مو لسمه برخه درڅخه اخلي او پر خپلو درباريانو او وزيرانو به يې وېشي. نارينه او ښځينه نوکران به درڅخه بيايي. خره او څاروي به مو هم د خپلې ګټې لپاره په زوره درڅخه اخلي. له رمو څخه به مو لسمه برخه اخلي او تاسې به د پاچا غلامان ياست. هغه وخت به تاسې ﷲ تعالی ته نارې وکړئ، چې يا ﷲ! موږ له دې پاچا څخه چې په خپله مو ځان ته ټاکلی دی، خلاص کړه! خو ﷲ تعالی به له تاسې سره مرسته ونه کړي.

سره له دې هم خلکو د شموييل ﵇ خبرو ته هېڅ غوږ کېنښود او ويې ويل: نه! يو پاچا غواړو چې حکومت راباندې وکړي. بيا به زموږ قوم د نورو قومونو په څېر وي. پاچا به راباندې حکم او فيصلې کوي او په جنګ کې به مو مخکښ او رهبر وي!

شموييل ﵇ يو ځل بيا ﷲ ﷻ ته په دعا شو او د خلکو د غوښتنې په اړه يې لارښوونه ځينې وغوښته. ﷲ تعالی ورته وفرمايل: د خلکو غوښتنه قبوله کړه او يو پاچا پرې مقرر کړه!

شموييل ﵇ هم دغه حکم ومانه. بيا يې خلکو ته وفرمايل: اوس تاسې خپلو کلو ته ولاړ شئ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست