حضرت شموييل ﵇

فيليستينيان د عهد صندوق بېرته بني اسراييلو ته سپاري

د عهد صندوق د فيليستينيانو په ځمکه کې اووه مياشتې پاتې شو. بالاخره فيليستينيانو خپل ديني مشران او فالبينان راوغوښتل او پوښتنه يې ځينې وکړه، چې له دې صندوق سره څه وکړو؟ راته وواياست چې څنګه يې بېرته خپل اصلي ځای ته ورولېږو.

دوی وويل: که د دې صندوق بېرته ورلېږل غواړئ، نو خالي يې مه ورلېږئ، بلکې د خپلې تېروتنې د جبرانېدو لپاره يوه نذرانه هم ورسره ورولېږئ. بيا به تاسې شفا پيدا کړئ او پوه به شئ چې خدای تاسې په دې بلا ولې اخته کړئ.

خلکو پوښتنه وکړه: د خپلې تېروتنې د جبرانېدو لپاره څه ډول نذرانه ورولېږو؟

دوی وويل: په دغه عذاب نه يوازې عام خلک اخته شوي، بلکې د فيليستينيانو پنځه لوی مشران هم پرې اخته شوي دي. نو د نذرانې لپاره له سرو زرو څخه د پنځو دانو او پنځو مږو شکلونه جوړ کړئ. دغه شيان به د بني اسراييلو د خدای د تعظيم لپاره وړاندې کړئ. ګوندې دا عذاب له موږ، زموږ له خدايانو او زموږ له ځمکې څخه لرې کړي. تاسې د فرعون او مصريانو په څېر خپل زړونه مه سختوئ! آيا په ياد مو نه دي چې خدای پر هغوی باندې سخت عذابونه نازل کړل، تر څو راضي شول بني اسراييل له خپل وطنه رخصت کړي؟ نو تاسې يوه نوې ګاډۍ جوړه کړئ. بيا دوې لنګې شوې غواګانې پيدا کړئ، چې تر اوسه يې په غاړه کې جغ نه وي اچول شوی او ګاډۍ ته يې وروتړئ. بچيان يې ځينې بېل کړئ او په کور کې يې ترې ستانه کړئ. بيا د عهد صندوق پر ګاډۍ بار کړئ او تر څنګ يې يوه صندوقچه کېږدئ، چې پکې به مو د خپلې تېروتنې د جبرانېدو لپاره هغه له سرو زرو څخه جوړ شوي شيان ايښي وي. له دې وروسته ګاډۍ ته حرکت ورکړئ. بيا به وګورو چې غواګانې پر کومې خوا ځي. که زموږ د ځمکې تر پولې واوښتلې او د بني اسراييلو کلي بيت شمش خوا ته روانې شوې، نو پوه به شو چې پر موږ باندې د دغه لوی عذاب نازلول د بني اسراييلو د خدای کار دی. خو که غواګانې بلې خوا ته روانې شوې، نو پوه به شو چې د خدای کار نه و او دغه مصيبت تصادفي راباندې راغلی دی.

فيليستينيانو هم هماغسې وکړل، څرنګه چې ديني مشرانو او فالبينانو مشوره ورکړې وه. دوې لنګې غواوې يې يوې ګاډۍ ته وروتړلې او بچيان يې په کور کې ترې ستانه کړل. پر ګاډۍ يې د عهد صندوق او د نذرانې صندوقچه بار کړه. بيا غواوې مستقيم د بيت شمش خوا ته روانې شوې. که څه هم په خپلو بچيانو پسې يې رمباړې وهلې، خو يوه خوا هم وانه وښتلې. د فيليستينيانو مشرانو ګاډۍ د بيت شمش کلي تر پولې پورې تعقيب کړه.

د بيت شمش اوسېدونکو په دره کې د غنمو لوونه کول، چې ناڅاپه يې د عهد صندوق تر سترګو شو. ډېر خوشحاله شول. غواګانې د يوشع نامي سړي کروندې ته ولاړې او د يوې غټې ډبرې تر څنګ ودرېدې. خلک راغلل، د ګاډۍ لرګي يې مات کړل، غواګانې يې په شکرانه کې حلالې کړې او غوښه يې ﷲ تعالی ته وسوځوله. د لاوي له ټبر څخه يو څو کسانو د عهد صندوق او د نذرانې صندوقچه د هغې ډبرې پر سر کېښودل او په هغه ورځ د بيت شمش اوسېدونکو ﷲ تعالی ته ډېرې سوځېدلې قربانۍ وړاندې کړې. د فيليستينيانو پنځو لويو مشرانو دا ټول کارونه له لرې څخه ننداره کړل. بيا په هماغه ورځ بېرته د عقرون ښار ته ستانه شول.

هغه پنځه د سرو زرو دانې د هر فيليستيني لوی مشر پر سر په نذرانه کې رالېږل شوې وې. يعنې د اشدود، غزې، اشقلون، جات او عقرون د ښارونو د مشرانو پر سر. د سرو زرو پنځه مږې د هغو پنځو فيليستيني ښارونو پر سر جوړې شوې وې، چې هغه پنځه لوی مشران پرې حاکمان وو. په بيت شمش کې هغه غټه ډبره چې د عهد صندوق پرې ايښودل شوی و، اوس هم د يوشع په کرونده کې پرته ده او د دغو ټولو پېښو يادګار دی.

هلته د بيت شمش اويا اوسېدونکو دا جرات وکړ، چې د عهد په صندوق کې دننه وګوري. نو ﷲ ﷻ ورباندې په قهر شو او ويې وژل. د دې پېښې له کبله خلکو ډېر ماتم وکړ او ويې ويل: څوک دا طاقت لري چې د دې پاک خدای ﷲ ﷻ په حضور کې ودرېږي؟ موږ دا سپېڅلی صندوق چېرته استولای شو؟

په پای کې خلکو د يعاريم کلي ته دا پيغام ورواستاوه چې فيليستينيانو د عهد صندوق بېرته رالېږلی دی. نو تاسې راشئ او يو يې سئ!

د يعاريم اوسېدونکي هم راغلل او د عهد صندوق يې خپل کلي ته يووړ. هلته يې د ابيناداب نامي سړي کور ته راووړ، چې پر يوې غونډۍ پروت و. د ابيناداب زوی ايلعازر يې د دې مقدسې وظيفې لپاره مقرر کړ، تر څو د عهد د صندوق خدمت وکړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست