حضرت شموييل ﵇

بي بي حنه کوچنی شموييل خدای ﷻ ته وقف کوي

څه موده وروسته القانه له خپلې کورنۍ سره شيلوه ته روانېد، چې ﷲ ﷻ ته خپله کلنۍ قرباني وکړي او خپل نذر پوره کړي. خو حنه له دوی سره نه ولاړه او خپل خاوند ته يې وويل: کله چې مې زوی له تي څخه بېل شي، هغه وخت به يې خېمة ﷲ ته يوسم تر څو د تل لپاره هلته پاتې شي.

القانه وويل: سمه ده ښځې، چې هر څنګه يې ښه بولې. دا کوچنی درسره وساته تر څو له تي څخه بېل شي. خدای ﷻ دې تا ته د خپلې کړې ژمنې د پوره کولو توفيق درکړي.

لنډه دا چې حنه په کور کې پاتې شوه. خپل زوی ته يې شيدې ورکولې، تر څو چې له تي څخه بېل شو.

کله چې کوچنی له تي څخه بېل شو، نو القانه او حنې ماشوم شيلوه ته يووړ. د قربانۍ او نذر لپاره يې يو درې کلن خوسکی، يوه بوجۍ اوړه او يو مشک د انګورو اوبه هم له ځان سره يووړې. خوسکی يې قرباني کړ او بيا يې خپل زوی امام عيلي ته ورووړ. حنې ورته وويل: وبخښئ صاحبه! آيا زه مو په ياد يم؟ ستاسې په سر مې دې قسم وي، چې زه هماغه ښځه يم چې څو کاله مخکې همدلته ستاسې په حضور کې ولاړه وم او ﷲ ﷻ ته مې دعا کوله. هغه ورځ مې له خدايه ﷻ زوی وغوښت. خدای ﷻ زما غوښتنه قبوله کړه او دا مې زوی دی. اوس يې خدای ﷻ ته ورسپارم تر څو خپل ټول عمر د ﷲ ﷻ په لاره کې مصرف کړي.

بيا دوی ﷲ ﷻ ته عبادت وکړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست