حضرت موسی ﵇
بني اسراييل ناشکري کوي او خدای ﷻ دوی ته سزا ورکوي
بيا ډېر ژر داسې وشول چې بني اسراييلو د ﷲ ﷻ په وړاندې له خپلو کړاوونو څخه شکايتونه پيل کړل. د دې شکايتونو په اورېدو سره ﷲ ﷻ ورته په قهر شو او اور يې ورباندې رانازل کړ او هغه سيمه چې د خېمو پر شاوخوا کې وه، ټوله وسوځېده. قوم چې دا حال وليد، نو د نجات لپاره يې موسی ﵇ ته زارۍ او نارې پيل کړې. موسی ﵇ د دوی په حق کې ﷲ ﷻ ته د رحم دعا وکړه او اور مړ شو.
يا ربه، ته زموږ د نسل – نسل مل او ساتونکی يې!
چې غرونه لا نه وو پيدا، د نړۍ له پيدايښت څخه مخکې
له ازله تر ابده يوازې ته وې خدايه او ته به يې خدايه
ته انسان بېرته خاورې کوې او فرمايې
«بني آدمو، بېرته خاورې شئ!»
ستا په نظر کې زر کاله د يوې ورځې غوندې تېرېږي
يا د شپې د يوې برخې غوندې
ته انسان داسې له منځه وړې، لکه خوب چې تېرېږي
انسان د وښو په څېر دی، چې سهار راشين شي او تر و تازه وي
ماښام کې مړاوی او وچ شي
ځکه چې ستا له غصې څخه موږ ختمېږو
ستا قهر موږ ډاروي
زموږ ګناهونه نه درڅخه پټېږي
حتی پټ ګناهونه مو هم درته ښکاره دي
ستا قهر زموږ د ژوند څرخ دروي
زموږ ټول ژوند لکه يو آه داسې تېرېږي
تر اويا کلونو ژوند کولای شو
که تکړه واوسو، نو تر اتيا کلونو به عمر وکړو
خو زموږ غوره کال هم له سختيو او تکليفونو ډک وي
ژر تېرېږي او موږ داسې ځو لکه مرغۍ چې والوزي
ستا د قهر له زوره څوک خبر دي؟
ستا په غضب څوک پوهېږي
تر څو له تا داسې وېره ولري چې ستا له شان سره ښايي؟
د دې درک راوښيه، چې زموږ د ژوند ورځې په شمېر دي
تر څو له پوهې ډک زړونه تر لاسه کړو
يا ﷲ، پر موږ بيا د پېرزوينې نظر وکړه
تر کومه به پر موږ په قهر يې؟
پر خپلو بنده ګانو ورحمېږه
زموږ زړونه هر سهار په خپلو ښېګڼو باندې خواږه کړه
تر څو د ښادۍ زمزمې وکړو او د ژوند تر پايه مو خوشحالۍ په برخه وي
موږ چې تا څومره وخت په مصيبت کې اچولي وو او کړاوونه مو تېر کړي دي
هغومره وخت موږ ته راحت راکړه
خپلو بنده ګانو ته دې لوی – لوی کارونه راښکاره کړه
زموږ اولادونو ته خپل شان او شوکت وښيه
ستا پېرزوينه دې تل پر موږ وي
زموږ په هرې چارې کې برکت واچوه
زموږ هر کار کامياب کړه
له دې وروسته داسې وشول چې له قافلې سره د روانو پرديو کسانو د ښو خوړو اشتها او هوس پيدا شو. بيا بني اسراييلو هم په ژړغوني غږ وويل: څوک به موږ ته غوښه راکړي چې ويې خورو؟ د ماهي څه خوندوره غوښه وه، چې موږ به په مصر کې مفته خوړله او هم هغه خټکي، هندواڼې، ګندنه، پياز او هوږه! دلته يوازېنی خوراک منّ دی. زړونه مو ځينې ماړه شوي دي.
موسی ﵇ د بني اسراييلو دغه ژړا او نارې واورېدې، چې د خپلو خېمو په مخکې يې کولې. ﷲ ﷻ خلکو ته خورا ډېر په قهر شو او موسی ﵇ هم ناراضه شو او ﷲ ﷻ ته يې عرض وکړ: يا رب! تا خپل نوکر په څه ډول مصيبت باندې اخته کړی دی؟ آيا پر ما باندې ستا د پېرزوينې نظر نشته، چې دا ټول خلک دې زما په غاړه کې راواچول؟ آيا دا ټول خلک ما نړۍ ته راوړي دي، چې راته وايې، لکه څنګه چې يوه دايه تي رودونکی ماشوم په غېږ کې اخلي، په هماغه ډول يې هغې ځمکې ته يوسه چې ما يې د ورکولو قسم د دوی نيکونو ته کړی و؟ اوس دوی ټول راته ژړا او نارې وهي او وايي چې موږ ته غوښه راکړه. زه د دوی ټولو لپاره غوښه له کومه کړم؟ زه په يوازې ځان د دې ټولو خلکو بار پر ځان نه شم وړلای. دا بار زما تر وس دروند دی. که ته له ما سره داسې چلند کوې، نو ښه به دا وي چې همدا اوس مې مړ کړې. که پر ما دې د پېرزوينې نظر وي، نو مړ مې کړه چې له دې تکليفه خلاص شم!
ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: د بني اسراييلو له مشرانو او رهبرانو څخه اويا کسان انتخاب کړه او زما د حضور ځای خېمة ﷲ ته يې راوله. زه به هلته خپله تجلا ښکاره کړم او له تا سره به همکلامه شم او پر دوی باندې به هم هغه روح او قدرت نازل کړم، کوم چې مې پر تا باندې نازل کړی دی، تر څو د خلکو د مشرۍ مسووليت ته، چې دروند بار دی اوږه ورکړي او ته په دې چارو کې يوازې پاتې نه شې. خلکو ته ووايه چې خپل ځانونه پاک کړي او د سبا لپاره تياری ونيسي، ځکه سبا به دوی ته د خوراک لپاره غوښه رانازله کړم. د دوی ژړاګانې او نارې ما ته رسېدلي دي، چې ويل يې: څوک به دلته موږ ته غوښه راکړي؟ زموږ حال خو په مصر کې ښه و! اوس زه تاسې ته غوښه درکوم او تاسې به يې وخورئ. خو نه يوازي يوه ورځ يا دوې يا پنځه يا لس او يا شل ورځې، بلکې پوره يوه مياشت به غوښه وخورئ. دومره غوښه به وخورئ چې خوا به مو ځينې وګرځي او ترې بېزاره به شئ. دا ځکه چې تاسې له ﷲ ﷻ څخه منکر شوي ياست، هغه خدای چې حضور يې ستاسې تر منځ دی. تاسې دا ګيله ورته کړې ده، چې کاشکې موږ مصر نه وای پرې ايښی!
موسی ﵇ عرض وکړ: يا ربه! په دې قافلې کې له ښځو او ماشومانو پرته شپږ لکه سړي دي او ته فرمايې: زه به ټول قوم ته د پوره يوې مياشتې غوښه برابره کړم. که موږ خپلې ټولې رمې او څاروي هم حلال کړو، نو د دې خلکو لپاره به بس نه شي! د دوی لپاره به د سمندر ټول ماهيان هم کافي نه وي!
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: آيا زما د قدرت لاس کمزوری شوی دی؟ ډېر ژر به وګورې، چې زما دا خبره رښتيا کېږي او که نه!
بيا موسی ﵇ له خېمة ﷲ څخه راووت او الهي پيغام يې خلکو ته ورساوه. له قومي مشرانو څخه يې اويا کسان وټاکل او د خېمة ﷲ په شاوخوا کې يې ودرول. په دې وخت کې د ﷲ ﷻ حضور د ورېځې په منځ کې تجلا وکړه او پر خېمة ﷲ رانازل شو، له موسی ﵇ سره همکلامه شو او پر هغو اويا مشرانو يې هغه روح او قدرت رانازل کړ، چې پر موسی ﵇ يې نازل کړی و. پر دوی باندې چې الهي روح او قدرت رانازل شو، له دې سره د دوی ژبې په الهام شوو پيغامونو ګويانې شوې، خو تر دې وروسته دا پېښه بيا تکرار نه شوه.
له هغو ټاکل شوو مشرانو څخه دوه کسان اِلداد او مېداد له خېمو سره پاتې شوي وو. الهي روح او قدرت پر دوی هم رانازل شو او په الهام شوو پيغامونو سره يې ژبې ګويانې شوې. د دې په لېدو سره يو ځوان موسی ﵇ ته په منډه ورغی او ويې ويل: اِلداد او مېداد له خېمو سره الهام شوي پيغامونه وايي!
د دې په اورېدو سره يوشع بن نون، چې له ځوانۍ څخه د موسی ﵇ مرستيال و، وويل: ای زما مشره، هغوی له دې کار څخه منع کړه!
موسی ﵇ وفرمايل: آيا ته زما لپاره بخيلي کوې؟ کاش ﷲ ﷻ ټول بني اسراييل همداسې په خپل روح او قدرت مشرف کړي.
له دې وروسته موسی ﵇ ټول بني اسراييلي مشران له خپل ځان سره بېرته خېمو ته راوستل.
د ﷲ ﷻ په امر د سمندرګي له لورې يو باد راوالوت او له ځانه سره يې مړزان راوړل او د خېمو په شاوخوا کې پر ځمکه ولوېدل. د ځمکې پر سر تر څلورو لويشتو امبار پورې مړزان پراته وو او د خېمو په شاوخوا کې د يوې ورځې پلي مزل په اندازه ځمکه په مړزانو باندې فرش شوې وه. ټولو خلکو په همدې ورځ او شپه او په بله ورځ باندې مړزان راټولول. د مړزانو غوښه يې دباندې کېښودله چې وچه شي. چا چې کم ټول کړي وو، له هغوی سره هم لس غټې ټوکرۍ مړزان وو. په داسې حال کې چې دوی دا غوښه خوړله، نو ﷲ ﷻ ډېر ورته په قهر شو او په سخته بلا يې اخته کړل. په همدې اساس دا سيمه «د حريصو هديره» يادېده. ځکه چې په دې ځای کې هغه خلک ښخ شول، چې غوښه يې غوښتې وه.