حضرت موسی

خدای  په سينا غره کې خپله تجلا ښکاره کوي

بني اسراييلو له رفيديم څخه حرکت وکړ، تلل ـ تلل تر څو چې له مصره تر وتلو وروسته د درېيمې مياشتې په لومړي تاريخ د سينا صحرا ته ورسېدل. هلته يې د سينا غره مخې ته خېمې ووهلې.

موسی ﵇ غره ته وخوت تر څو له خدای ﷻ سره ملاقات وکړي. هلته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! ټولو بني اسراييلو ته زما دا فرمان واوروه: تاسې ټولو په خپلو سترګو وليدل چې ما مصريان په څه حال کړل. ما تاسې له مصره دلته خپل حضور ته داسې راوستلي ياست، لکه يو عقاب چې د خپلو پياوړو وزرونو په قوت سره خپل بچيان په پنجو کې وړي. اوس که تاسې زما کلام ته غوږ کېږدئ او له ما سره کړی عهد او تړون عملي کړئ، نو تاسې به د نړۍ له ټولو قومونو څخه زما منتخب او نازولی قوم واوسئ. که څه هم د نړۍ د ټولو قومونو مالک زه يم، خو تاسې به زما د منتخب قوم په حيث پر ځمکه امامت وکړئ او يو سپېڅلی قوم به ياست.

موسی ﵇ هم له غره څخه راښکته شو. د بني اسراييلو مشران يې ځان ته راوغوښتل او الهي فرمان يې ټکي په ټکي ورته بيان کړ. بني اسراييلو ټولو په يوه غږ وويل: څه چې ﷲ ﷻ فرمايلي دي، موږ به يې پر ځای کوو.

نو موسی ﵇ بېرته غره ته ولاړ، تر څو له ﷲ ﷻ سره ملاقات وکړي او دغه د بني اسراييلو خبره ورته ورسوي. ﷲ ﷻ وفرمايل: زه به د خپل ذات تجلا په يوه ګڼه ورېځ کې درښکاره کړم او د هغې له پردې څخه به له تا سره همکلامه شم. په دې ترتيب به ټول قوم زما او ستا خبرې واوري او تل به درباندې يقين وکړي.

بيا موسی ﵇ د خلکو خبرې ﷲ ﷻ ته ورسولې. ﷲ ﷻ وفرمايل: اوس لاندې ولاړ شه او خلکو ته ووايه چې نن او سبا د ځان پاکولو مراسم تر سره کړي او خپل کالي هم ومينځي. بايد تر درېيمې ورځې پورې چمتو شي، ځکه چې په هغه ورځ به زه د خلکو مخې ته پر سينا غره د خپل ذات تجلا ښکاره کړم. د غره په شاوخوا کې د حدودو ليکه وټاکه او خلکو ته ووايه، چې هېڅوک غره ته د ختلو او يا نږدې کېدو کوښښ ونه کړي. که څوک له دې حدودو تېر شي، سزا به يې مرګ وي. که کوم څوک يا کوم حيوان تر دې حدودو تېر شي، نو تاسې بايد لاس ورنه وړئ، بلکې په ډبرو او يا په غشو بايد وويشتل شي، تر څو مړ شي. بيا چې کله د مږ د ښکر دروند آواز وغږول شي، هغه به د دې نښه وي، چې خلک د غره لمنې ته تشريف وړلای شي.

موسی ﵇ هم بېرته له غره راښکته شو او خلکو ته يې د ځان پاکولو حکم ورساوه. د دې حکم وروسته دوی ځانونه پاک کړل او خپل کالي يې پرېمينځل. موسی ﵇ ورته وفرمايل: د درېيمې ورځې لپاره تياری ونيسئ او تر هغه وخته خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ.

د درېيمې ورځې په سهار د تالندې او برښنا غږونه پورته شول او پر غره يوه ګڼه ورېځ خپره شوه. بيا د مږ د ښکر په واسطه ډېر دروند آواز وغږول شو او ټول خلک له وېرې په رېږدېدو شول. موسی ﵇ خلک د خېمو له مخې څخه روان کړل، تر څو د خدای ﷻ په حضور کې حاضر شي او د غره په لمن کې ودرېدل. ناڅاپه د سينا پر غره باندې اور نازل شو او له منځه يې الهي تجلا راښکاره شوه. د اور له امله داسې دودونه پورته شول، لکه له بټۍ څخه چې پورته کېږي. ورپسې غر ډېر سخت په لړزېدو شو. په داسې حال کې چې د مږ د ښکر غږ وار په وار لوړېده، موسی ﵇ له خپل رب ﷲ ﷻ سره په خبرو پيل وکړ او ﷲ ﷻ په درانه آواز ځواب ورکاوه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست