حضرت موسی ﵇
له مصر څخه د بني اسراييلو هجرت
فرعون موسی او هارون ﵇ وروغوښتل او ورته ويې ويل: تاسې ژر له مصره ووزئ او بني اسراييل هم درسره بوزئ! تاسې غوښتل چې ولاړ شئ، نو ځئ او د ﷲ عبادت وکړئ! خپل مالونه او څاروي هم درسره روان کړئ، خو تر وتلو مخکې ما ته د رحمت دعا وکړئ!
ټولو مصريانو بني اسراييلو ته ټينګار وکړ، چې تاسې بايد ژر تر ژره له مصره ولاړ شئ! که نه، موږ به ټول مړه شو!
د تګ په وخت کې بني اسراييلو لا اوړو ته تومنه نه وه وراچولې. نو لانده شوي اوړه يې په ښانَکونو کې واچول. دغه ښانَکونه يې په خپلو چپنو کې وپېچل او په شا يې کړل. د موسی ﵇ له لارښوونې سره سم يې له خپلو مصري ګاونډيانو څخه قيمتي کالي او د سرو او سپينو ګاڼې وغوښتلې. ﷲ ﷻ مصريان پر بني اسراييلو مهربانه کړل او هغوی هم ورته غوښتل شوي شيان ورکړل. په دې ډول بني اسراييلو مصريان له خپلو شتمنيو څخه خلاص کړل.
لنډه دا چې په هغه شپه بني اسراييلو له رامسِس ښار څخه د سُکوت ښار پر لور حرکت وکړ. په دې کاروان کې له ښځو او ماشومانو څخه پرته تقريباً شپږ لکه سړي وو، چې پر پښو روان وو. دوی مالونه او څاروي هم له ځان سره روان کړل او ګڼ شمېر داسې خلک هم په کاروان کې ورګډ شول، چې بني اسراييل نه وو. په لاره کې يې له هغو پتيرو اوړو څخه ډوډۍ پخې کړې، چې له مصر څخه يې د وتلو په وخت کې په بېړه له ځانه سره اخيستې وې. دوی په داسې عجله له مصره وتلي وو، چې دومره وخت يې نه درلود، تر څو د ځان لپاره خوراکي توکي برابر کړي.
په هغه وخت کې بني اسراييلو په مصر کې څلور سوه دېرش کاله تېر کړي وو. د څلور سوه دېرشم کال په وروستۍ ورځ د بني اسراييلو ټول ټبرونه له مصره ووتل. هغه شپه ﷲ ﷻ بني اسراييل تر خپلې ساتنې لاندې ونيول او له مصر څخه يې وايستل. نو ځکه بني اسراييل هر کال نسل په نسل دا الهي نجات په ياد ساتي.