حضرت موسی

د ږلۍ عذاب

له دې وروسته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: سهار وختي فرعون ته ورشه او ورته ووايه چې د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ فرمايلي دي: زما منتخب قوم پرېږده چې ولاړ شي زما عبادت وکړي. دا ځل به زه پر تا او ستا پر درباريانو او خلکو باندې خپل عذابونه په پوره شدت سره نازل کړم. بيا به پوه شې چې په نړۍ کې زما ساری او سيال نشته! که مې غوښتي وای، په خپل قدرتمن لاس به مې ته او ستا خلک په يوه عذاب سره نېست او نابود کړي وای، خو تاسې مې د دې لپاره ژوندي پرې ايښي ياست، چې تاسې ته خپل قدرت دروښيم او په ټوله ځمکه کې خپل نوم او شان وځلوم. خو اوس هم ته زما په منتخب قوم غرور کوې او دوی ته د تلو اجازه نه ورکوې. ګوره، سبا به داسې سخته ږلۍ ووروم، چې ساری به يې د مصر په تاريخ کې هېڅکله نه وي تېر شوی. په دې خاطر خپلو کسانو ته امر وکړه، چې څاروي او خلک دې له بيرون څخه دننه راولي. که کوم انسان او يا حيوان دباندې پاتې شي، نو تر ږلۍ لاندې به مړ شي.

د دې خبرې په اورېدو سره د فرعون د ځينو درباريانو په زړونو کې د الهي پيغام وېره پيدا شوه او دوی ژر خپل مزدوران او حيوانات کورونو ته دننه کړل، خو نورو درباريانو الهي پيغام ته غاړه کېنښودله او خپل مزدوران او حيوانات يې دباندې پرېښودل.

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: لکړه دې د آسمان خوا ته ونيسه، تر څو په ټول مصر کې پر انسانانو، حيواناتو او بوټو ږلۍ وورېږي.

موسی ﵇ هم لکړه د آسمان خوا ته ونيوله او ﷲ ﷻ پر مصر باندې تالنده، ږلۍ او برښنا رانازله کړه. ږلۍ له برښنا سره ګډه په ډېر شدت ورېدله، چې د مصر په تاريخ کې داسې طوفان نه و پېښ شوی. دباندې ټول انسانان، حيوانات او بوټي ږلۍ ووهل. ونې يې هم ټوټه ټوټه کړې. يوازېنی ځای چې له ږلۍ څخه خوندي و، د ګوشن سيمه وه، چې بني اسراييل پکې مېشت وو.

فرعون موسی او هارون ﵇ ځان ته وروغوښتل او ورته ويې ويل: دا ځل منم چې ګناهکار يم. ﷲ پر حق دی، زه او قوم مې پر غلطه يو. موږ نور دغه وحشتناکه تالنده او ږلۍ نه شو زغملای. ژر ﷲ ﷻ ته دعا وکړئ، چې دغه بلا مو له سره لرې کړي. بيا به تاسې پرېږدم چې ولاړ شئ او نور به مو نه راګرځوم.

موسی ﵇ وفرمايل: سمه ده، زه چې له ښاره ووزم، ﷲ ﷻ ته به د دعا لاسونه پورته کړم او خدای ﷻ به ږلۍ او تالنده پای ته ورسوي. بيا به ته پوه شې چې د ځمکې مالک ﷲ ﷻ دی! خو ما ته معلومه ده چې لا تر اوسه پورې ته او ستا درباريان له خدای ﷻ څخه نه وېرېږئ.

لنډه دا چې موسی ﵇ د فرعون له درباره رخصت شو. کله چې له ښاره ووت، نو د طوفان د خلاصېدو لپاره يې ﷲ ﷻ ته د دعا لاسونه پورته کړل او ږلۍ، تالنده او باران ټول بند شول. کله چې فرعون وليدل چې طوفان خلاص شوی دی، نو د خپلو درباريانو په موافقې سره يې دا ځل هم د ګناه لاره خوښه کړه او سرکښي يې وکړه. زړه يې سخت شو او لکه څنګه چې ﷲ ﷻ له پيله فرمايلي وو، بني اسراييلو ته يې د تلو اجازه ورنه کړه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست