حضرت موسی

د خدای  له خوا موسی ته د معجزو ورکول

موسی ﵇ بيا عرض وکړ: يا خدايه! که بني اسراييلو زما خبره ونه منله او ما ته يې غوږ ونه نيو او ويې ويل: ته ﷲ ﷻ په خپل ملاقات نه يې مشرف کړی، نو بيا څه وکړم؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! په لاس کې دې څه شی لرې؟

موسی ﵇ وويل: لکړه.

ﷲ ﷻ وفرمايل: پر ځمکه يې وغورځوه!

موسی ﵇ هم لکړه پر ځمکه وغورځوله او په مار بدله شوه. موسی ﵇ له وېرې څخه شا ته منډه کړه.

ﷲ ﷻ وفرمايل: لاس وراوږد کړه او مار تر لکۍ ونيسه. موسی ﵇ هم لاس وروغځاوه، تر لکۍ يې ونيو او مار د ده ﵇ په لاس کې بېرته په لکړه بدل شو. ﷲ ﷻ وفرمايل: دغه معجزه به خلکو ته ښکاره کړې، تر څو هغوی يقين درباندې وکړي چې ته ﷲ رب العزت د دوی د نيکونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب په شان په خپل ديدار مشرف کړی يې.

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: لاس دې په تخرګ کې دننه کړه.

موسی ﵇ هم لاس په تخرګ کې دننه کړ. کله چې يې راوايست، د لاس پوستکي يې مرض پيدا کړی و او د واورو په شان تک سپين اوښتی و. بيا ﷲ ﷻ وفرمايل: لاس دې بيا په تخرګ کې دننه کړه!

موسی ﵇ خپل لاس بيا په تخرګ کې دننه کړ. دا ځل چې يې راوايست، روغ رمټ شوی و.

ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! که دوی د لکړې په معجزې ستا خبره ونه منله او غوږ يې درته ونه نيو، نو په دغې دويمې معجزې سره به ستا په خبره اعتماد وکړي، خو که يې بيا هم په دغو دوو معجزو يقين ونه کړ او ستا خبره يې ونه منله، نو د نيل له سيند څخه يو څه اوبه راواخله او پر ځمکه يې توی کړه. کله چې اوبه پر ځمکه توی شي، نو په وينو به بدلې شي.

موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته عرض وکړ: يا ربه! زه روانه او فصيحه ژبه نه لرم! دا استعداد مې مخکې هم نه درلود او باوجود د دې چې له تا سره همکلامه شوی يم، خو اوس يې هم نه لرم. د خبرو په وخت کې زما خوله او ژبه کمزورې وي.

ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! د انسان ژبه چا جوړه کړې ده؟ که يو څوک د خبرو کولو، اورېدلو او يا د ليدلو توان لري، که يې نه لري، دا ټول د چا کارونه دي؟ آيا زما په واک کې نه دي؟ نو مصر ته ولاړ شه. د خبرو په وخت کې به زه له تا سره مل او ملګری يم او تا ته به دروښيم چې څه شی بايد ووايې.

خو موسی ﵇ بيا هم عرض وکړ: يا زما ربه! هيله کوم. زما پر ځای بل څوک ولېږه.

د موسی ﵇ له دغې خبرې سره ﷲ ﷻ په قهر شو او ورته ويې فرمايل: ستا ورور هارون د فصيحې ژبې خاوند دی او اوس دې ليدو ته راروان دی او په ليدو به دې ډېر خوشحاله شي. د مصر په سفر کې به هغه له ځان سره ملګری کړې او دغه ټولې خبرې به ورته ووايې. زه به ستا او د هارون مل او ملګری يم او تاسې دواړو ته به دروښيم چې بايد څه کارونه وکړئ. هارون به د خلکو په مخ کې ستا وياند وي او خلکو ته به ستا خبرې داسې رسوي، لکه پيغمبر چې زما خبرې رسوي. دا لکړه به هم په لاس کې درسره يوسې او هغه درکړل شوې معجزې به پرې ښکاره کړې.

له دې وروسته موسی ﵇ بېرته خپل خسر يترون ته ورغی او ورته يې وويل: خسر جانه! که ستا اجازه وي، نو زه به بېرته مصر ته ولاړ شم او د خپلو خپلوانو احوال به واخلم چې ژوندي دي او که نه.

يترون ورته وويل: په خير ولاړ شې.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست