حضرت يوسف ﵇
يوسف ﵇ خپلو وروڼو ته ځان ورپېژني
کله چې يهودا خپلې خبرې خلاصې کړې، نو په يوسف ﵇ کې نور طاقت نه و پاتې چې ځان له دوی څخه پټ وساتي. نوکرانو ته يې امر وکړ چې ووزئ! هغوی هم سمدستي ووتل. په دې وخت کې يوسف ﵇ په ژړا شو او په دومره لوړ غږ يې ژړل چې دباندې شاوخوا خلکو يې هم ژړا اورېدله. دا خبر ډېر ژر د مصر پاچا ته ورسېد.
يوسف ﵇ خپلو وروڼو ته وفرمايل: زه يوسف يم! آيا زما پلار په رښتيا ژوندی دی؟
وروڼه يې په دغه خبره هک حيران شول او له ډېرې وېرې او وارخطايۍ څخه يې د پوښتنې ځواب ورنه کړ.
بيا يوسف ﵇ وفرمايل: رانږدې شئ!
دوی هم ورنږدې شول او هغه ﵇ ورته وفرمايل: زه په رښتيا ستاسې ورور يوسف يم، چې په هغو سوداګرو مو خرڅ کړی وم چې مصر ته راتلل، خو تاسې بې غمه اوسئ او په دغه کړنه مو مه خفه کېږئ. دا چې زه مو خرڅ کړم او په مصر کې غلام شوم، دا د خدای ﷻ رضا او غوښتنه وه. خدای ﷻ زه دې ځای ته راواستولم، تر څو ستاسې او د ټولو خلکو ژوند وژغورم. تر اوسه پورې د کاختۍ دوه کاله تېر شوي دي، خو پنځه کلونه نور لا پاتې دي، چې په هغه کې به هېڅ ډول کښت او زراعت نه کېږي. زه ﷲ ﷻ له تاسې څخه مخکې دې ځای ته راولېږلم، تر څو د ځمکې پر مخ ستاسې نسل وساتم او لوی نجات درکړم. دا تاسې نه، بلکې خدای ﷻ و، چې زه يې دلته راواستولم او د مصر د پاچا سلاکار، د ده د کور سرپرست او د ټول مصر واکمن يې وګرځولم.
اوس تاسې ژر پلار جان ته ورشئ او ورته وواياست چې ستا زوی يوسف ژوندی دی او وايي: خدای ﷻ زه د ټول مصر واکمن ګرځولی يم. نو بې له ځنډه مصر ته راشئ! تاسې به له خپلو بچيانو، لمسيانو، رمو او مالونو سره ما ته نږدې دلته په ګوشن سيمه کې اوسېږئ. زه به ستاسې ساتنه او پالنه کوم، ځکه چې د کاختۍ پنځه کاله لا نور هم پاتې دي. په دې ډول به تاسې او ستاسې اهل او عيال له نېستۍ سره مخامخ نه شي.
يوسف ﵇ خپلو وروڼو ته زياته کړه: تاسې ټولو د بنيامين په ګډون ولېدل، چې زه په خپله يوسف يم، چې له تاسې سره خبرې کوم. ورشئ پلار مې په دغه شان او شوکت خبر کړئ، چې زه يې په مصر کې لرم. هغه څه چې مو دلته وليدل، په هغو يې خبر کړئ او ژر يې ما ته راولئ.
بيا يوسف ﵇ خپل سکه ورور بنيامين په غېږ کې ونيو او دواړو وروڼو ډېر سره وژړل. دا نور وروڼه يې هم ښکل کړل او له سترګو يې اوښکې وبهېدې. له دې وروسته وروڼو يې د خبرو کولو جرات پيدا کړ او له يوسف ﵇ سره يې خبرې پيل کړې.
د يوسف ﵇ د وروڼو د رارسېدو خبر د پاچا دربار ته ورسېد. د دې خبر په اورېدو پاچا او درباريان يې ټول خوشحاله شول. پاچا يوسف ﵇ ته وويل: وروڼو ته دې ووايه چې خپل خره بار کړي او ژر کنعان ته ولاړ شي، خپل پلار او خپلې کورنۍ مصر ته راولي. د مصر تر ټولو ښېرازه ځمکه به ورکړم او دوی به د هغې ځمکې له ښو ښو حاصلاتو څخه ګټه واخلي.
بيا پاچا يوسف ﵇ ته وويل: له وروڼو سره دې د مصر څو ګاډۍ هم ولېږه چې پلار، عيال او بچيان پکې راولي. ورته ووايه، که مو په کنعان کې کوم مال او شيان پرېښودل، نو هېڅ فکر پرې مه خرابوئ، ځکه زه به د ټول مصر ښه ښه شيان ستاسې په خدمت کې درکړم.
د يوسف ﵇ وروڼو د پاچا له خبرو سره سم سفر ته تياری ونيو. يوسف ﵇ د آس ګاډۍ او نور د سفر توکي وربرابر کړل. هر يوه ورور ته يې په تحفه کې يوه يوه جوړه جامې ورکړې، مګر بنيامين ته يې پنځه جوړې جامې او د سپينو زرو درې سوه سکې هم ورکړې. بيا يې لس خره د مصر د ښو ښو شيانو په تحفو بار کړل او پر لسو نورو خرو يې غلې او خوراکي توکي بار کړل، تر څو پلار يې د مصر په سفر کې ترې ګټه واخلي.
بيا يوسف ﵇ له خپلو وروڼو سره مخه ښه وکړه او ويې فرمايل: پام کوئ چې په لاره کې جنجالونه ونه کړئ.
لنډه دا چې د يوسف ﵇ وروڼه له مصره کنعان ته ولاړل. کله چې کور ته ورسېدل، نو خپل پلار ته يې وويل، چې يوسف ژوندی دی او پر مصر باندې واکمني کوي!
د دې په اورېدو سره د يعقوب ﵇ زړه ټکان وخوړ او د دوی په خبرو يې باور ونه شو، خو کله چې دوی د يوسف ﵇ پيغام ورته واوراوه او د ده سترګې پر هغو ګاډيو ولګېدې چې يوسف ﵇ رالېږلې وې، نو روح يې تازه شو او سم پر حال راغی. ويې فرمايل: بس! که زما زوی ژوندی وي، نو ورځم چې تر مرګ د مخه مې سترګې پرې روښانه شي.