حضرت يوسف

يوسف خپل وروڼه آزمايي

له ډوډۍ وروسته يوسف ﵇ خپل ناظر ته وفرمايل: د دوی جوالونه له غلو دومره ډک کړه، څومره چې وړلای شي او د هر يوه پيسې چې د غلو دانو په بدل کې يې راکړي دي، د جوالونو په خوله کې ورته کېږده او د کشر ورور د جوال په خوله کې له پيسو سره زما د سپينو زرو خاص جام هم کېږده.

ناظر هم د يوسف ﵇ امر پر ځای کړ.

سهار وختي د يوسف ﵇ وروڼو خپل بارونه پر خرو وتړل او د کور پر لور يې حرکت وکړ، خو له ښار څخه لا ډېر لرې نه وو تللي، چې يوسف ﵇ خپل ناظر ته وفرمايل: ژر په دوی پسې ورشه. کله چې ورورسېدې، ورته ووايه چې تاسې ولې د ښو په بدل کې بد راسره وکړل؟ زما د بادار د سپينو زرو هغه خاص جام مو ولې غلا کړی دی، چې هغه پرې څښاک کوي او فال پرې ګوري؟ تاسې ډېر لوی جرم کړی دی!

ناظر هم ورپسې ولاړ. کله چې ورورسېد، څه چې يوسف ﵇ ورته فرمايلي وو، هماغه خبرې يې ورته وکړې.

د يوسف ﵇ وروڼو وويل: زموږ بادار ولې داسې خبرې کوي؟ خدای دې نه کړي، چې موږ دې داسې کار تر سره کړو! هغه بل ځل مو په خپلو جوالونو کې هغه پيسې پيدا کړې، چې د غلو په بدل کې مو ورکړې وې، د هغې لپاره له کنعان څخه بېرته راغلو او واکمن ته مو په صداقت سره بېرته ورکړې. نو موږ به ولې ستا د بادار له کوره سپين يا سره زر پټوو؟ اوس که دې د هر چا په بار کې دغه جام پيدا کړ، هغه مړ کړه او موږ دا نور به د بادار غلامان شو.

ناظر وويل: سمه ده! خو زه به يوازې هغه کس غلام کړم چې جام يې غلا کړی وي او تاسې نور آزاد خپلو کورونو ته تلای شئ.

دوی خپل جوالونه سمدستي له خرو څخه راښکته او خلاص کړل. بيا ناظر له مشر څخه نيولی تر کشر پورې د ټولو وروڼو د جوالونو تلاشي او پلټنه پيل کړه او جام يې د بنيامين په جوال کې پيدا کړ. نورو وروڼو چې دغه حال وليد، نو له ډېره غمه يې خپل ګرېوانونه څيرې کړل. بيا يې جوالونه پر خرو بار کړل او له ناظر سره بېرته ښار ته وګرځېدل.

کله چې يهودا او نور وروڼه يې ورسېدل، يوسف ﵇ لا په کور کې و. نو دوی د ده ﵇ په وړاندې د تعظيم سجده وکړه. يوسف ﵇ وفرمايل: تاسې ولې دا کار راسره وکړ؟ آيا نه پوهېدئ چې زما غوندې سړی د فال له لارې پټ پټ کارونه ښکاره کولای شي.

يهودا وويل: ای زما مشره! موږ تاسې ته څه ځواب ووايو؟ څنګه خپله بې ګناهي ثابته کړو؟ خدای ﷻ اوس موږ ته د خپلو ګناهونو سزا راکوي. يوازې هغه څوک نه چې په جوال کې يې ستاسې جام پيدا شوی، بلکې موږ ټول به له نن څخه وروسته ستاسې غلامان يو.

يوسف ﵇ وفرمايل: نه! هېڅکله به داسې بې انصافي ونه کړم. يوازې هغه د جام غل به زما غلام وي. تاسې نور به په خير سره بېرته خپل پلار ته ولاړ شئ.

يهودا ورمخکې شو او زارۍ يې ورته وکړې: صاحبه، وبخښئ. زه پوهېږم تاسې د پاچا په څېر واک او اختيار لرئ، خو بيا هم هيله کوم، چې راباندې په قهر نه شئ. اجازه راکړئ چې يو څه ووايم. په لومړي ځل چې موږ راغلي وو، تاسې پوښتنه راڅخه وکړه، چې پلار مو ژوندی دی؟ کوم بل ورور لرئ؟ موږ په ځواب کې وويل، هو، سپينږيری پلار مو ژوندی دی او يو بل کشر ناسکه ورور هم لرو، چې د پلار د زړښت د وخت وروستنی زوی دی. د ده يو سکه ورور و، خو هغه مړ شوی دی او دی اوس د خپلې مور آخري نښه ده. ځکه پر پلار ډېر ګران دی. تاسې وويل: خپل کشر ورور مو دلته راولئ چې زه يې ووينم، خو موږ درته وويل، چې هغه نه شو راوستلای، ځکه پلار به يې د بېلتون طاقت ونه لري او ورپسې مړ به شي. خو تاسې په جديت سره وويل چې بې له خپل کشر ورور څخه بيا مصر ته رانه شئ! نو موږ خپل پلار ستاسې خدمتګار ته ورغلو او ستاسې امر مو ورته بيان کړ. کله چې دويم وار پلار راته وويل چې بيا مصر ته ولاړ شئ او غلې راوړئ، نو موږ ورته وويل: پرته له کشر وروره نه شو تلای. که دی راسره نه وي، د مصر واکمن به مو خپل حضور ته پرې نه ږدي. پلار راته وويل: تاسې پوهېږئ چې زما د ښځې راحيلې دوه زامن وو. يو يې مړ شوی دی. بې له شکه چې يوه وحشي حيوان به خوړلی وي او تر ننه يې درک نه دی معلوم شوی. اوس تاسې غواړئ چې د هغه ورور هم راڅخه واخلئ؟ که کوم ضرر ورپېښ شي، نو زه به يې ونه شم زغملای او په دې سپينږيرتوب کې به له ډېره غمه مړ شم.

صاحبه! اوس له خپل کشر ورور پرته خپل پلار ته نه شم ورتلای، ځکه د پلار ساه مې د ده په وجود پورې تړلې ده. که پرته له ده ورشو او پلار مو وويني چې دی راسره نشته، نو له ډېره غمه به مړ شي. ما مې پلار ته د دې ضمانت کړی دی، که مې کشر ورور بېرته درته رانه وست، نو د تل لپاره به يې ګناه زما پر غاړه وي. نو ای باداره! زه عذر او زارۍ درته کوم چې د بنيامين پر ځای ما خپل غلام کړئ او دی خوشې کړئ، چې له نورو وروڼو سره مې بېرته کور ته ستون شي. که دی راسره نه وي، نو څنګه خپل پلار ته ورشم؟ له ډېره غمه به يې زړه وچوي او دا په خپلو سترګو نه شم ليدلای.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست