حضرت يوسف

د يوسف وروڼه خپل کشر ورور بنيامين مصر ته بيايي

وخت تېرېده، خو کاختي او لوږه لا هم په خپل زور کې وه. کله چې له مصر څخه راوړل شوې غلې خلاصې شوې، يعقوب ﵇ خپلو زامنو ته وفرمايل: تاسې بيا مصر ته ولاړ شئ او نورې غلې راوړئ.

يهودا وويل: پلار جانه! د مصر واکمن موږ ته په جديت سره ويلي وو، چې بل ځل راتلئ، نو خپل کشر ورور به مو حتماً درسره راولئ! کنه نو بيا به مو په خپل حضور کې پرې نه ږدم. که چېرې بنيامين راسره ولېږئ، نو موږ به مصر ته ولاړ شو او غلې به واخلو، خو که يې راسره ونه لېږئ، نو موږ نه ځو، ځکه د مصر د واکمن خبره واضح وه، چې پرته له خپل کشر ورور څخه مه راځئ.

يعقوب ﵇ وفرمايل: تاسې ولې د مصر واکمن ته وويل چې زموږ يو بل ورور هم شته؟ زه مو ولې له تشويش او مشکل سره مخامخ کړم؟

زامنو يې وويل: د مصر واکمن له موږ څخه د کورنۍ په اړه خاصې پوښتنې کولې، چې پلار مو ژوندی دی؟ بل ورور مو شته او که نه؟ نو موږ يې پوښتنو ته ځوابونه ورکول. څه خبر وو چې هغه به موږ ته وايي چې کشر ورور مو دلته راولئ.

بيا يهودا وويل: پلار جانه! اوس بنيامين له موږ سره ولېږئ. که نه، نو تاسې، موږ او زموږ ماشومان به له لوږې مړه شو. زه ضمانت کوم، چې بنيامين به بېرته جوړ او روغ درته راولم. که مې بېرته په خير رانه وست، نو ټول عمر به ستاسې مجرم يم. که تاسې وختي بنيامين له موږ سره لېږلی وای، نو اوس به موږ دوه ځله مصر ته تللي او راغلي وای.

يعقوب ﵇ وفرمايل: که بله چاره نه وي، نو بيا سمه ده. درسره ولاړ دې شي، مګر د سوغات په ډول د وطن ښه شيان لکه ملهم، شات، عطر، خوشبويي، پسته او بادام د مصر واکمن ته درسره يوسئ. دا ځل دوه چنده پيسې درسره يوسئ، ځکه هغه پيسې چې بېرته درکړل شوي دي، د مصر واکمن ته يې ورکړئ. کېدای شي هغوی غلط شوي وي. اوس خپل ورور بنيامين درسره واخلئ او ولاړ شئ. خدای تعالی دې د مصر د واکمن زړه درباندې نرم او مهربانه کړي، چې شمعون او بنيامين بېرته له تاسې سره يو ځای راولېږي، خو که دا د ﷲ ﷻ رضا نه وه، نو د زامنو په بېلتون کې به سوځېږم.

له دې وروسته دوی تحفې او دوه برابره پيسې له ځان سره واخيستې او له خپل کشر ورور بنيامين سره مصر ته روان شول. هلته په رسېدو سره مستقيم يوسف ﵇ ته ورغلل. کله چې يوسف ﵇ له دوی سره بنيامين وليد، نو خپل ناظر ته يې وفرمايل: دغه کسان زما کور ته بوزه او يو څاروی هم ورته حلال کړه. دوی غرمه زما مېلمانه دي.

ناظر هم د يوسف ﵇ له امر سره سم دوی کور ته بوتلل، خو کله چې دوی پوه شول، چې د مصر د واکمن کور ته ځي، نو ډېر ووېرېدل او يو بل ته يې سره وويل: د هغو پيسو په خاطر به مو ونيسي، چې زموږ په جوالونو کې بېرته ايښودل شوې وې. موږ به غلامان کړي او خره به مو هم قبضه کړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست