حضرت يوسف ﵇
يوسف ﵇ د مصر واکمن ټاکل کېږي
د پاچا او ټولو درباريانو د يوسف ﵇ وړانديز خوښ شو. پاچا درباريانو ته وويل: تر دې سړي به ښه کس څوک وي چې دا کار وکړي؟ د هغه په وجود کې د خدای ﷻ حکمت دی.
بيا پاچا يوسف ﵇ ته مخ ورواړاوه او ورته يې وويل: دا چې خدای تا ته زما د خوبونو تعبير درښودلی دی، نو معلومه خبره ده چې تا غوندې بل پوه او هوښيار انسان نشته. په دې خاطر زه د خپل حکومت اداره تا ته سپارم. زما ټول رعيت به ستا امر ته تابع وي. رتبه به دې تر هر چا لوړه وي، پرته له ما څخه چې د پاچا په حيث به پر تخت ناست يم.
پاچا زياته کړه: زه دې اوس په رسمي ډول د مصر د واکمن په توګه ټاکم.
په دې خاطر يې د مُهر ګتمۍ وکښله او يوسف ﵇ ته يې ورپه ګوته کړه. ښايسته قيمتي کالي يې ورواغوستل او د سرو زرو امېل يې ورپه غاړه کړ. د پاچاهۍ دويمه درجه د آس ګاډۍ يې په خدمت کې ورکړه او هر ځای ته به چې يوسف ﵇ تله، خلکو ته به دغه اعلان کېده، چې دا تر پاچا وروسته دويم کس دی. د احترام لپاره ورته په زنګنو شئ!
په دې ډول پاچا يوسف ﵇ پر ټول مصر دويم کس مقرر کړ او ويې ويل: که څه هم زه پاچا يم، خو په ټول مصر کې به ستا د امر او اجازې پرته څوک لاس يا پښه نه ښوروي.
پاچا پر يوسف ﵇ مصري نوم «صفنات فعنيح» کېښود او د «اسنات» په نوم يوه مصرۍ پېغله يې ورته نکاح کړه. د هغې پلار «فوتي فارَع» په اون ښار کې د معبد مشر و. د يوسف ﵇ مبارک عمر دېرش کاله و، چې د پاچا په دربار کې يې دنده پيل کړه. له درباره راووت او د مصر په ټوله ځمکه کې وګرځېد.
تر اوو کلونو پورې د ځمکې حاصلات ډېر وو. په دې کلونو کې يوسف ﵇ د حاصلاتو راټولول اداره کړل او په ښارونو کې يې د شاوخوا کښتونو له حاصلاتو څخه دومره ډېره غله ذخيره کړه، چې د ساحل د رېګو په شان له حسابه وتلې وه او خلک يې په اندازه کولو ستړي شول.
د کاختۍ د کلونو تر راتلو مخکې يوسف ﵇ ته له خپلې ښځې اسنات څخه دوه زامن پيدا شول. د خپل مشر زوی نوم يې «مناشِه*» کېښود او ويې فرمايل: د دغه زوی په راکولو سره ﷲ ﷻ زما د پلار د کورنۍ ټولې ترخې تجربې او د ژوند تېر شوي تکليفونه راڅخه هېر کړي دي.
د کشر زوی نوم يې «افرايم**» کېښود او ويې فرمايل: په دغه خاوره کې چې زه له دومره کړاوونو سره لاس او ګرېوان وم، ﷲ ﷻ راباندې مهربانه شو او د زړه مېوه يې راپه برخه کړه.
کله چې په مصر کې د پرېمانۍ اووه کلونه پای ته ورسېدل، لکه څنګه چې يوسف ﵇ فرمايلي وو، نو د کاختۍ اووه کلونه پيل شول. دا کاختي يوازې په مصر کې نه وه، بلکې شاوخوا هېوادونه هم پرې اخته شوي وو، خو په مصر کې خوراکي توکي پرېمانه وو. کله چې د مصر پر خلکو لوږه زور شوه، له پاچا څخه يې د خوراک غوښتنه وکړه. پاچا ورته وويل: يوسف ته ورشئ! هر څه چې يې درته وويل، هماغسې وکړئ!
کله چې کاختۍ ټوله ځمکه ځپلې وه، يوسف ﵇ ګدامونه پرانيستل او پر خلکو يې د غلو پلورل پيل کړل. له ډېرو هېوادونو څخه خلک راتلل، چې له يوسف ﵇ څخه غلې واخلي، ځکه چې په ټولو ځايونو کې سخته کاختي خپره شوې وه.
* په عبري ژبه کې د مناشِه لغت د هېرولو لغت ته نږدې معنی لري.
** په عبري ژبه کې د افرايم لغت د ميوه لرونکي لغت ته نږدې معنی لري.