حضرت يوسف

د يعقوب پيدايښت

دا د ابراهيم ﵇ د زوی اسحاق ﵇ د اولادې کيسه ده. اسحاق ﵇ په څلوېښت کلنۍ کې له رفقې سره واده کړی و، چې هغه د بتوييل لور او لابان خور وه. رفقه نه حامله کېده. نو اسحاق ﵇ يې په حق کې ﷲ ﷻ ته دعا وکړه. دعا يې قبوله شوه او رفقې حمل واخيست. د حمل په دوران کې يې احساس کړل، چې په نس کې يې دوه ماشومان دي او يو او بل ټېله کوي. هغې له ځان سره وويل: دا حالات ولې راباندې راغلي دي؟ نو په دې اړه يې د ﷲ سبحان و تعالی دربار ته دعا وکړه.

ﷲ ﷻ ورته الهام وکړ:

«ستا په نس کې د دوو قومونو مشران دي.
يو له بله به بېل شي.
يو به يې تر بل زورور وي.
مشر به د کشر خدمت وکړي.»

کله چې د رفقې د حمل موده پوره شوه، نو غبرګوني ماشومان يې پيدا شول. لومړی زوی چې يې وزېږېد، تک سور و او پر ټول بدن يې وېښتان وو. نو د ده نوم يې عيص* کېښود. بيا يې دويم زوی په داسې حالت کې وزېږېد، چې د مخکې پيدا شوي زوی، عيص پونده يې ټينګه نيولې وه. نو د ده نوم يې يعقوب* کېښود. د دغو زامنو د پيدايښت پر مهال اسحاق ﵇ شپېته کلن و.

کله چې دواړه هلکان غټ شول، عيص ښکاري شو، چې تل به په صحرا کې ګرځېد، مګر يعقوب ﵇ آرام خوی درلود او دا يې خوښېدل، چې د خېمې په شاو خوا کې پاتې شي.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست