حضرت يوسف

له يعقوب  ‌سره د خدای ﷻ عهد

يوه ورځ اسحاق ﵇ يعقوب ﵇ ته دعا وکړه او ويې فرمايل: زويه! ته به په هېڅ ډول له يوې کنعانۍ نجلۍ سره واده نه کوې، بلکې په بين النهرين کې د خپلې مور له خوا نيکه بتوييل کور ته ولاړ شه او د خپل ماما لابان يوه لور ځان ته واده کړه. ﷲ تعالی دې برکت درپه نصيب کړي او ډېر اولادونه دې درپه برخه کړي. ﷲ ﷻ دې ستا نسل دومره ډېر کړي، چې ډېر قومونه ترې رامنځ ته شي. د برکت هغه وعده چې ﷲ ﷻ له ابراهيم ﵇ سره کړې وه، ته او ستا نسل دې يې وارثان وګرځي. دغه ځمکه چې ته پکې اوس د مهاجرت ژوند تېروې، خاوند يې شې، ځکه ﷲ ﷻ دغه ځمکه ابراهيم ﵇ ته ورکړې ده.

د اسحاق ﵇ له لارښوونې سره سم يعقوب ﵇ له بير شبع څخه حرکت وکړ او حَران ته روان شو. سفر يې کاوه تر څو چې لمر ولوېد. بيا يې د لوز په نوم يو ځای کې واړول. يوه ډبره يې راواخيسته، تر سر يې لاندې کړه او ويده شو. په خوب کې يې يوه زينه وليده، چې پښې يې پر ځمکه وې او سر يې تر آسمانه رسېده او ملايکې ورباندې ښکته او پورته کېدې. ﷲ تعالی يې پر سر حضور درلود او فرمايل يې: زه ﷲ يم، ستا د نيکه ابراهيم او ستا د پلار اسحاق خدای. دغه د کنعان ځمکه چې ته ورباندې پروت يې، تا او ستا نسل ته يې درکوم. ستاسې نسل به دومره ډېر وي لکه د ځمکې خاورې. شمال، جنوب، شرق، غرب څلورو خواوو ته به خپرېږي. ستا او ستا د نسل په وسيله به د نړۍ ټول قومونه برکت پيدا کوي. په ياد يې ساته چې زه له تا سره يم. هر چېرې چې ځې، زه دې حافظ او ساتونکی يم. يوه ورځ به دې بېرته دغې ځمکې ته راولم. تر څو چې مې دغه وعده نه وي تر سره کړي، خپله ملګرتيا نه درسره پرې کوم.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست