حضرت ابراهيم

د اسحاق  د پيدايښت زېری

د مَمري بلوطو ونو ته ورڅېرمه ﷲ ﷻ ابراهيم ﵇ يو ځل بيا په خپل ديدار مشرف کړ او کيسه يې داسې ده:

يوه ورځ د ټکندې غرمې پر مهال ابراهيم ﵇ د خپلې خېمې په خوله کې ناست و. سترګې يې پورته کړې، ګوري درې کسان ولاړ دي. نو سمدستي له ځايه راپورته شو، د دوی د هرکلي لپاره يې ورمنډه کړه او د تعظيم سر يې ورته ټيټ کړ. د دوی مشر ته يې وويل: ای صاحبه! که تاسې ما ته په نېک نظر ګورئ، نو له خپل خدمتګار سره دلته پاتې شئ او د دې ونې سيوري ته آرام وکړئ. زه به د پښو پرېمينځلو لپاره اوبه درته راوړم. بيا به لږه ډوډۍ درته راوړم، چې ويې خورئ او د سفر د دوام توانايي پيدا کړئ. زما لپاره ستاسې راتګ ډېر د افتخار ځای دی. ما خپل نوکر وګڼئ.

دوی ورته وويل: سمه ده. څه چې دې وويل، هماغسې وکړه.

ابراهيم ﵇ په تېزۍ سره خېمې ته ولاړ او بي بي ساره ته يې وويل: ای ښځې، ژر شه! له ښو اوړو څخه درې غټې پيمانې اوړه راواخله. ويې اغږه او ډوډۍ پخې کړه.

بيا ابراهيم ﵇ خپلې رمې ته ورمنډه کړه او يو چاغ او تازه خوسکی يې ځينې خوښ کړ او يو نوکر ته يې ورکړ، تر څو په بېړه يې پوخ کړي. کله چې خوراک تيار شو، ابراهيم ﵇ مستې، شيدې او د خوسکي پخه شوې غوښه راوړه او د مېلمنو مخې ته يې کېښوده. مېلمنو خوراک پيل کړ او ابراهيم ﵇ يې خوا ته تر ونې لاندې ولاړ و.

مېلمنو له ابراهيم ﵇ څخه پوښتنه وکړه، چې ستا ښځه ساره چېرې ده؟

ابراهيم ﵇ وويل: په خېمه کې ده.

د مېلمنو مشر وويل: راتلونکی کال دا وخت به بيا ستاسې خوا ته راشم او ساره به يو زوی وزېږوي.

دلته بي بي ساره د خېمې د دروازې شا ته وه او دغه ټولې خبرې يې اورېدې. په دې وخت کې ابراهيم ﵇ او ساره ﵂ دواړه زاړه شوي وو او ساره ﵂ د دې نه وه، چې اولاد راوړي. هغې چې دغه زېری واورېد، له ځان سره يې وخندل او ويې ويل: زه زړه بوډۍ يم. خاوند مې هم بوډا شوی دی، نو زما به چېرې د زوی خوند تر خولې شي!

په دغه وخت کې ﷲ تعالی ابراهيم ﵇ ته وفرمايل: ای ابراهيمه، ساره ولې وخندل او په شکمن زړه سره يې ولې وويل، چې «زه بوډۍ يم. آيا کېدای شي په دې عمر د اولاد خاونده شم؟» هېڅ داسې کار نشته چې د قادر ذات په وس پوره نه وي! لکه څرنګه چې مې مخکې وفرمايل، راتلونکی کال دا وخت به بيرته راشم او ساره به يو زوی وزېږوي.

ساره وېرېدلې وه، نو منکره شوه او ويې ويل: ما نه دي خندلي.

ﷲ تعالی وفرمايل: نه! تا وخندل.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست