حضرت ابراهيم

د ﷲ  له خوا د ابراهيم ازمويښت

تر دې پېښو څه موده وروسته، خدای ﷻ له ابراهيم ﵇ څخه امتحان واخيست او کيسه يې داسې ده: خدای ﷻ ورته وفرمايل: ای ابراهيمه!

ابراهيم ﵇ وويل: زه حاضر يم!

ﷲ ﷻ وفرمايل: ته خپل يوازېنی وارث او نازولی زوی درسره روان کړه او د موريا ځمکې ته ولاړ شه. هلته به زه يو غر دروښيم او پر هغه غره باندې به ته خپل زوی قرباني کړې.

په بل سبا ابراهيم ﵇ سهار وختي راپاڅېد. خپل خر يې زين کړ. د قربانۍ د سوځولو لپاره يې يو څه لرګي مات کړل او پر خره يې بار کړل. بيا يې له دوو نوکرانو او خپل زوی سره د موريا ځمکې ته حرکت وکړ. له درېيو ورځو مزل وروسته يې له لرې هغه غر وليد، چې ﷲ ﷻ ورته په نښه کړی و. نوکرانو ته يې وويل، چې تاسې همدلته له خره سره پاتې شئ. زه او زوی مې غره ته پورته کېږو، ﷲ ﷻ ته قرباني ادا کوو او بيا راځو.

ابراهيم ﵇ د سوند لرګي خپل زوی ته ورپه اوږو کړل. پخپله يې د اور بلولو مواد او چاړه راواخيستله او روان شول. په لاره کې زوی خپل پلار ﵇ ته وويل: ای پلار جانه!

ابراهيم ﵇ وويل: هو، زويه، درته غوږ مې دی.

ده ﵇ وويل: موږ د سوځېدونکې قربانۍ لپاره د اور بلولو مواد او لرګي لرو، مګر د قربانۍ څاروی چېرې دی؟

ابراهيم ﵇ وفرمايل: زويه! ﷲ تعالی به يې پخپله آماده کړي.

بيا دوی خپل تګ ته دوام ورکړ.

کله چې هغه ټاکلي ځای ته ورسېدل، چې ﷲ ﷻ ورته په نښه کړی و، ابراهيم ﵇ يو څو ډبرې يوه د بلې پر سر کېښودلې، تر څو د قربانۍ د وړاندې کولو لپاره يو ځای جوړ کړي. خپل زوی ﵇ يې ټينګ وتاړه او پر قربانګاه يې د لرګيو د پاسه څملاوه. بيا يې چاړه راواخيسته، چې حلال يې کړي. ناڅاپه د آسمان له خوا يوې ملايکې پرې غږ وکړ: ابراهيم! ای ابراهيمه!

هغه ﵇ وويل: لبيک! زه حاضر يم.

الهي غږ پرې وشو: هلک ته لاس مه وراوږدوه، چې حلال يې کړې! په هېڅ ډول ضرر مه وررسوه. اوس ما ته ثابته شوه، چې ته له ما څخه وېرېږې، دا ځکه چې خپل يوازېنی وارث او نازولی زوی دې هم له ما څخه ونه سپماوه.

له دې وروسته ابراهيم ﵇ سر راپورته کړ، ګوري چې هلته نږدې يو مږ دی، چې ښکرونه يې په يوه ګڼ بوټي کې نښتي دي. مږ يې راواخيست او د خپل زوی پر ځای يې قرباني کړ. بيا يې هغه غر د «ﷲ ﷻ هر څه آماده کوي» په نوم ونوماوه او تر ننه پورې خلک وايي، «پر دغه غره ﷲ ﷻ هر څه آماده کوي.»

ملايکې يو ځل بيا د آسمان له خوا ابراهيم ﵇ ته وفرمايل: ای ابراهيمه! دا د ﷲ ﷻ فرمان واوره: تا زما فرمانبرداري وکړه او خپل زوی او يوازېنی وارث دې له ما ونه سپماوه. نو په خپل ذات مې دې قسم وي، چې زه به دې په خپلو برکتونو باندې ونازوم. ستا نسل به دومره ډېر کړم، لکه د آسمان ستوري او د سمندر د غاړې رېګ. ستا نسل به پر خپلو دښمنانو برلاسي او کاميابي حاصلوي او ستا د نسل په وسيله به د دنيا ټول قومونه برکت پيدا کوي، دا ځکه چې تا زما امر ومانه.

بيا ابراهيم ﵇ او زوی يې له غره راښکته شول او له نوکرانو سره بېرته بير شبع ته ولاړل. ابراهيم ﵇ هلته خپل ژوند ته دوام ورکړ.

 << مخکې  |  وروسته >> 

 فهرست