حضرت ابراهيم ﵇
ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ ته د برکت ژمنه ورکوي
دغه کیسه د ابراهيم ﵇ ده، چې په لومړيو کې يې نوم «اِبرام» و. د اِبرام ﵇ پلار تارَخ نومېد. د اِبرام ﵇ دوه وروڼه وو، چې ناحور او هاران نومېدل. هاران د لوط ﵇ پلار و. تارَخ لا ژوندی و، چې هاران د خپل پلرني ټاټوبي په اورِ کلده نامې ځای کې وفات شو. ناحور له مِلکا نومې يوې نجلۍ سره واده وکړ او اِبرام ﵇ له سارای نومې يوې نجلۍ سره واده وکړ. خو سارای وچه وه، اولاد يې نه کېده. تارَخ خپل زوی اِبرام ﵇، خپله نږور سارای او خپل لمسی لوط ﵇ د اورِ کلده له ښاره د کنعان ځمکې خوا ته روان کړل، خو هلته ونه رسېدل او په لاره کې د حَران په ښار کې استوګن شول. تارَخ په دوه سوه پنځه کلنۍ کې وفات شو.
يوه ورځ ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ ته وفرمايل: ای اِبرامه! له دې وطنه ولاړ شه. د خپل پلار کورنۍ او ټول خپلوان پرېږده او هغه ځای ته روان شه، چې زه يې درښيم. زه به له تا څخه يو لوی قوم جوړ کړم. برکتونه به درباندې نازل کړم او ستا نوم به لوړ کړم، تر څو ته د نورو لپاره د برکت سرچينه وګرځې. هر هغه څوک چې ستا خير غواړي، پر هغه به زما برکت او پېرزوينه وي، خو هر هغه څوک چې تا ته په سپکه سترګه وګوري، پر هغه به زما لعنت وي. د دنيا ټول قومونه به ستا په وسيله برکت تر لاسه کړي.
اِبرام ﵇ هم د ﷲ ﷻ له امر سره سم له حَرانه هجرت وکړ او د ده خپل وراره لوط ﵇ هم ورسره ولاړ. له حَران څخه د تګ په وخت کې د اِبرام ﵇ مبارک عمر پنځه اويا کاله و. خپله ښځه سارای، خپل ورواره لوط ﵇ او ټول هغه نوکران او مالونه چې په حَران کې يې تر لاسه کړي وو، د کنعان پر لوري يې روان کړل. تلل – تلل، تر څو کنعان ته ورسېدل. هلته د شکيم په نوم ځای ته ولاړل او د موره د لوی بلوط تر څنګ يې واړول. هغه وخت په دې ځمکه کې کنعانيان مېشت وو. خو ﷲ ﷻ اِبرام ﵇ په خپل ديدار مشرف کړ او ورته ويې فرمايل، چې ای اِبرامه، دا ځمکه به زه ستا نسل او اولادې ته ورکړم.
د دې ديدار په شکرانه کې اِبرام ﵇ همالته ﷲ ﷻ ته د قربانۍ د وړاندې کولو يو ځای جوړ کړ.
بيا يې له شکيم څخه کډې بار کړې او هغې غرنۍ سيمې ته وکوچېد، چې د بيت ايل کلي په ختيځ کې پرته وه. هلته يې په داسې ځای کې خېمه ووهله، چې غربي خوا ته يې بيت ايل او شرقي خوا ته يې عای کلی پروت و. په دغه ځای کې يې هم د قربانۍ د وړاندې کولو يو ځای جوړ کړ او د ﷲ ﷻ عبادت يې ادا کړ. له دې وروسته اِبرام ﵇ بيا کډې بار کړې او په جنوبي کنعان کې يې له پرله پسې دمو سره کوچ کاوه.