حضرت نوح 

يو ځل بيا د انسانانو له خوا د خدای  حکم ردول

له فالج مخکې د نړۍ ټولو انسانانو په يوه ژبه خبرې کولې. بيا داسې وشول، چې خلکو کډې بار کړې. تلل – تلل تر څو په ختيځ کې د شِنعار په سيمې يوې اوارې ځمکې ته ورسېدل او هلته يې استوګنه اختيار کړه. دغو خلکو په خپلو کې سره مشوره وکړه او ويې ويل، چې راځئ دلته يو لوی ښار جوړ کړو او يو داسې جګ منار پکې ودروو، چې سر يې تر آسمانونو ورسېږي، تر څو ځان ته نوم او نښان پيدا کړو، همدا به موږ له تيت او پرک کېدو څخه خوندي وساتي. د دې کار لپاره به خښتې جوړې کړو او په اور کې به يې پخې کړو. (په دې ترتيب دوی د ډبرو پر ځای له خښتو او د خټو پر ځای يې له قيره کار واخيست.)

ﷲ ﷻ د دې ښار او د دوی جوړېدونکي منار په طرف نظر واچاوه، او ويې فرمايل: دوی د يو قوم او د يوې ژبې خلک دي او په داسې کارونو يې لاس پورې کړی دی. که يې مخه ونه نيسم، نو په راتلونکي کې به هر هغه کار چې زړه يې وغواړي، تر سره کړي. نو زه به د دوی په ژبه کې ګډوډي واچوم، تر څو د يو بل په خبرو باندې پوه نه شي.

په دې ډول ﷲ ﷻ دا خلک له دې ځای څخه د ځمکې پر مخ خواره واره کړل او د دوی د ښار جوړولو دا نقشه يې له خاورو سره خاورې کړه. په همدې خاطر دغه ښار د بابل (ګډوډ) په نوم ياد شو، ځکه چې هلته ﷲ ﷻ د خلکو په ژبه کې ګډوډي رامنځ ته کړه او د ځمکې پر مخ يې خواره واره کړل.

له دې وروسته د بابل په سيمه کې د نمرود سلطنت ټينګ شو، چې مشهور ښارونه يې ايريخ او اکَد وو. له هغه ځايه يې خپله واکمني شمال خوا ته پراخه کړه او هلته يې د نينَوا لوی ښار آباد کړ.

لنډه دا چې له طوفانه وروسته د نوح ﵇ له نسله ټول قومونه په ځمکه کې خپاره شول. له دوی څخه يې هر قوم په خپله – خپله ژبه خبرې کولې. ډېر کلونه وروسته د سام له اولادې څخه ابراهيم ﵇ نړۍ ته مبارکې سترګې پرانيستې، چې وروسته د مومنانو د پلار (ابوالمومنين) او د ﷲ ﷻ د دوست (خليل ﷲ) لقبونه ورکړل شول.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست