حضرت نوح ﵇
د طوفان پای ته رسېدل
خدای ﷻ پر نوح او په کښتۍ کې ورسره نورو مخلوقاتو باندې پېرزوينه وکړه. د ځمکې لاندې چينې يې بندې کړې، باران يې ودراوه او يو باد يې راوالوزاوه، تر څو اوبه په وچېدو شي. اوبه کرار – کرار کمېدې، تر څو په يو سل او پنځوسمه ورځ کښتۍ د آرارات په غرونو کې د يوه غره پر سر ودرېده. له دې وروسته اوبه نورې هم په کمېدو شوې، تر څو د لسمې مياشتې په لومړۍ نېټه د غرونو څوکې څرګندې شوې.
څلويښت ورځې وروسته نوح ﵇ د کښتۍ کړکۍ خلاصه کړه او يو کارغه يې دباندې خوشې کړ. کارغه يوه خوا بله خوا الوت، تر څو چې اوبه د ځمکې پر سر وې کارغه دغه کار ته دوام ورکړ. بيا نوح ﵇ يوه کوتره خوشې کړه. هغه هم يوه خوا بله خوا والوته، تر څو وګوري، چې اوبه وچې شوي دي او که نه، خو څرنګه چې لا اوبه د ځمکې پر سر وې، کوترې د کېناستو لپاره کومه وچه ځمکه پيدا نه کړه. بېرته کښتۍ ته راستنه شوه. نوح ﵇ لاس وراوږد کړ او کښتۍ ته يې دننه کړه. له اووه ورځې انتظار وروسته يې يو ځل بيا کوتره خوشې کړه. دا ځل کوتره د ماښام پر مهال په داسې حال کې راستنه شوه، چې په مښوکه کې يې د زيتونو شنه پاڼه رااخيستې وه. د دې په ليدلو سره نوح ﵇ پوه شو، چې اوبه ډېرې ټيټې شوې دي. نو له يوې هفتې انتظار وروسته نوح ﵇ يو ځل بيا کوتره خوشې کړه، خو دا ځل بېرته رانه غله.
د لومړۍ مياشتې په لومړۍ نېټه، چې نوح ﵇ شپږ سوه يو کلن و، اوبه د ځمکې له مخه وچې شوې وې. کله چې نوح ﵇ د کښتۍ سر لوڅ کړ، ګوري چې د ځمکې سطحه وچه شوې ده. د دويمې مياشتې، تر اووه ويشتمې نېټې پورې ځمکه په بشپړه توګه وچه شوې وه.
په دغه وخت کې ﷲ ﷻ نوح ﵇ ته وفرمايل: ای نوحه! اوس ته له خپلې کورنۍ سره له کښتۍ ښکته شه. همدارنګه الوتونکي، ځمکني حيوانات او خزندې هم درسره وباسه، تر څو پر ځمکه د مثل توليد وکړي او نسل زيات کړي.
نوح ﵇ هم له خپلې ښځې، زامنو او نږورګانو سره له کښتۍ راکوز شو. له هغه ﵇ سره يو ځای ټول ځمکني حيوانات، الوتونکي او خزندې د خپل نوع په ترتيب سره راووتل.