حضرت آدم ﵇
د قابيل نسل
قابيل چې له خپلې ښځې سره يو ځای شو، نو ښځه يې حامله شوه او يو زوی يې دنيا ته راووړ او نوم يې پرې خنوخ کېښود. قابيل يو ښار آباد کړ او د خپل زوی خنوخ نوم يې پرې کېښود. د خنوخ يو زوی و، چې نوم يې يَرد و. د يَرد زوی مَحوياييل، د مَحوياييل زوی مَتوشالح او د مَتوشالح زوی لامِک و. لامِک دوې مېرمنې وکړې، چې د يوې نوم عَدا او د بلې صِلا وه. عَدا يو زوی وزېږاوه او نوم يې يابال پرې کېښود. يابال لومړی کس و، چې په خېمو کې اوسېد او مالداري يې دود کړه. د ده ورور يوبال لومړی کس و، چې د چنګ او شپېلۍ الې يې غږولې. د لامِک بلې ښځې صِلا هم يو زوی وزېږاوه او نوم يې توبال قابيل پرې کېښود. هغه له زيړو (برونزو) او اوسپنو څخه سامان آلات جوړول.
يوه ورځ لامِک په کبر سره خپلو مېرمنو ته وويل: ای عَدا او صِلا! زما خبره واورئ! او ښه غوږ ورته کېږدئ! که کوم سړي او يا کوم هلک زه زخمي کړم، هغه به ووژنم! که د قابيل د وژلو سزا اووه واره زياته او بدتره ده، نو زما د وژلو سزا به اووه اويا برابره زياته او بدتره وي!
همدارنګه د بي بي حوا او آدم ﵇ نسل مخ په خپرېدو و، مګر له دې سره سره يې انساني اخلاق د ټيټوالي په لور روان وو.