حضرت داود ﵇
د حضرت داود ﵇ دعاګانې، حمدونه او ښايسته خبرې
مصيبت کې د مرستې دعا
يا ﷲ، تر کله به پر ما پام نه کوې؟
تر کله به مې له خپل رحمه محروموې؟
تر کله به له اندېښنو سره لاس او ګرېوان يم
او ټوله ورځ به مې زړه په غم اخته وي؟
تر کله به د دښمن لاس پر ما بر وي؟
يا ﷲ، په ما نظر وکړه، دعا مې قبوله کړه
غم ځپلو سترګو ته مې ځلا ورکړه
که نه، نو د مرګ په خوب به ويده شم
هسې نه دښمن مې په فخر ووايي: زه پرې غالب شوم
او مخالفين زما په ماتېدو خوشحالي وکړي
يا خدايه، زه ستا په مينه او ښېګڼه باور لرم
ته به نجات راکړې او زړه به مې خوشحاله شي
يا ﷲ، زه به په زمزمو سره ستا حمد او ثنا وايم
ځکه ته همېشه په بدل کې ښه راسره کوې
د عدالت غوښتنې دعا
يا ﷲ، زما د عدالت غوښتنه واوره
د مرستې ناره مې ځواب کړه
دا دعا مې په خپل دربار کې منظوره کړه
ځکه د زړه له اخلاصه يې درته کوم
ای زما عادل ربه، زما بې ګناهي اعلان کړه
زما په قضيه کې د حق فيصله وکړه
تا زما زړه په غور سره ليدلی
په تورو شپو کې دې زما اعمال څېړلي
او په ما کې دې هېڅ ګناه نه ده ليدلې
د نورو برعکس زما له خولې بدې خبرې نه راوزي
ستا امرونه مې پر ځای کړي دي
د ورانکارانو په پله مې پل نه دی ايښی
زما قدمونه ستا پر لاره روان دي
او پر کږه لاره مې پښه نه ده ايښې
يا خدايه، تا ته زارۍ کوم
ځکه زه باور لرم چې ځواب به راکوې
نو پر ما نظر وکړه او دعا مې قبوله کړه
د خپلې مينې او ښېګڼې په پار زما په حق کې ستر کارونه وکړه
څوک چې تا ته پنا دروړي، ته يې په خپل قدرت له دښمنانو ژغورې
داسې ساتنه مې وکړه لکه څوک چې د خپلو سترګو تور ساتي
داسې مې پټ کړه، لکه مرغۍ چې خپل بچيان د خپلو وزرو لاندې پټوي
له بدکاره حمله کوونکو مې وساته
له شاوخوا بريدګرو دښمنانو مې په امان کړه
د دوی په زړونو کې د رحم اوبه نشته
او کبرجنې خبرې کوي
راپسې راروان دي، زه يې محاصره کړی يم
د موقعې په لټه کې دي چې پر ځمکه مې راچپه کړي
د وږو زمريو په شان کمين کې راته ناست دي
غواړي ښکار او ټوټه ټوټه مې کړي
يا ﷲ، زارۍ درته کوم، يو څه وکړه
زما د دښمنانو مقابله ته وکړه او پر ګونډو يې کړه
په خپله توره له خرابکارانو نجات راکړه
يا ﷲ، په خپل قدرت مې له دوی وژغوره
د ځمکې له سره يې ورک کړه
دوی ټول له منځه يوسه او فنا يې کړه
دا بدبخته خلک ستا په مال او دولت سمبال دي
اولادونه يې په ناز او نعمت ماړه دي
راتلونکي نسلونو ته خپلې شتمنۍ پرېږدي
خو زما زړه چې صادق دی، نو ستا په ليدو به مشرف شم
چې راويښ شم، نو ستا په ديدار به مې زړه موړ شي
د خدای ﷻ د ټاکل شوي پاچا لپاره دعا
ای سلطانه! د مصيبت په ورځ دې ﷲ ﷻ ستا دعا قبوله کړي!
د يعقوب ﵇ رب دې له دښمنانو خوندي وساته
له بيت المقدس څخه چې په يروشلم کې دی
له هغه ځايه دې ستا مرسته او ملاتړ وکړي
کومې نذرانې او قربانۍ چې تا وړاندې کړې دي
خدای ﷻ دې په خپل دربار کې قبولې کړي
خدای ﷻ دې د زړه مراد پوره کړه
چې په ټولو ارادو کې کاميابه شې
کله چې ستا د بري خبر واورو
نو د خوشحالۍ نارې به ووهو
او د خدای ﷻ په حمد او ثنا سره به د فتحې بيرغ پورته کړو
ﷲ ﷻ دې ستا ټولې دعاګانې قبولې کړي
اوس زه ښه پوه شوی يم
چې ﷲ ﷻ به خپل غوره شوي پاچا ته نجات ورکړي
له پاک عرش څخه به يې دعا قبوله کړي
او په خپل قدرت به يې وژغوري
ځينې خلک د خپلو جنګي ګاډيو او آسونو په زور نازېږي
خو زموږ فخر او ناز پر خپل رب ﷲ ﷻ دی!
د هماغه خلکو پښې به وښويېږي او وبه لوېږي
خو موږ به جګ ولاړ او ثابت قدم پاتې شو
يا ﷲ، سلطان ته برياليتوب او فتحه ورپه برخه کړې
په کومه ورځ چې موږ تا ته د مرستې ناره وکړو
نو زموږ دعا قبوله کړه
د نجات دعا
يا خدايه، زما بې ګناهي دښمنانو ته ثابته کړه
د دې بې ايمانه قوم د خبرو په مقابل کې زما دفاع وکړه
له دوکه بازانو او بې انصافانو څخه مې وژغوره
خدايه! يوازې تا ته مې پناه راوړې ده
نو ولې راباندې د مرستې نظر نه کوې؟
ولې دې مجبور کړم، چې د دښمنانو د ظلمونو له لاسه په غم او وير کې وګرځم؟
په خپل حقيقت مې پوه کړه او خپل نور دې رانازل کړه
چې زما لارښوونه وکړي
ما به بېرته مقدس غره کې ستا کور ته يوسي
چېرې چې ستا پاک حضور نازل وي
هلته به د قربانۍ په ځای کې خدای ﷻ ته قرباني وکړم،
چې زما د بې کچې خوشحالۍ سرچينه ده
يا خدايه، زما ربه، زه به د ساز تار لرونکې الې سره ستا شکر او ستاينه ادا کوم
ای داوده، ولې د غم تر بوج لاندې کړېږې؟
ولې پرېشانه يې؟
د هيلو سترګې دې خدای ﷻ ته کړه
زه به يو ځل بيا د هغه ذات شکر او ستاينه وکړم
کوم چې زما ژغورونکی او زما رب دی
د بخښنې دعا
يا خدايه، د خپلې مينې او ښېګڼې پر اساس پر ما باندې پېرزوينه وکړه
د خپل لوی رحمت له مخې زما سرغړونې له عملنامې څخه لرې کړه
زما د بدو کارونو داغونه ومينځه
له خطاکارۍ مې پاک کړه
هو، زه په خپلو سرغړونو اقرار کوم
کړې تېروتنې مې تل راته معلومې دي
ما يوازې او يوازې ستا پر وړاندې خطا کړې ده
زما عمل ستا پر وړاندې بد او شرير دی
نو تا چې زه مقصر بللی يم، دا خبره دې بيخې پر حقه ده
پر ما باندې ستا قضاوت او پرېکړه سمه او عادلانه ده
له پيدايښته مې نفس بدو کارونو ته پارولی يم
حتی چې د مور له نسه، خطا مې په خټه کې ګډه شوې ده
مګر ته زما باطني صداقت غواړې
او هم مې زړه له حکمته ډک غواړې
خطاوې مې وبخښه، چې پاک شم
ګناهونه مې راومينځه، چې تر واورو لا سپين شم
زما د بخښنې اعلان وکړه، چې يو ځل بيا خوشحالي راپه برخه شي
زما مات شوي او غم ځپلي روح ته بيا ښادي ورنصيب کړه
زما له خطاوو تېر شه
ټول بد اعمال مې پاک کړه
يا خدايه، يو پاک زړه راوبخښه
يو ځل بیا ټينګ او ثابت زړه راکړه
ما له خپل حضوره مه شړه
له خپل سپېڅلي روح څخه مې مه بې برخې کوه
نجات راکړه او يو ځل بيا مې خوشحالي په نصيب کړه
داسې زړه راکړه چې ستا د اطاعت لېوال وي
بیا به زه سرکښانو ته ستا لارې وروښيم
او خطاکاران به بېرته تا ته مخ دروګرځوي
يا خدايه! ما وينه تويه کړې، د وجدان له عذابه مې وژغوره
يوازنی نجات ورکوونکی ته يې
بيا به په خوشحالۍ ستا د عدالت او رحمت ستاينه کوم
چې له خپلې وعدې سره سم توبه ګاران بخښې
يا زما ربه، زه شرمنده يم، ما ته د دې وړتيا راکړه
تر څو ستا په حضور کې بیا حمد او ثنا ووايم
د دې خطا د کفارې لپاره ته د کوم حيوان ذبح کول نه غواړې
که نه، نو ما به حتماً دا کار کړی و
هو، په قربانۍ ستا رضايت نه شم تر لاسه کولای
په الهي دربار کې د زړه عاجزول د منلو وړ نذرانه ده
يا خدايه، پوهېږم دا به رد نه کړې، که توبه ګار شم او زړه عاجز کړم
په خپله مهربانۍ او پېرزوينه له يروشلم سره ښېګڼه وکړه
او دېوالونه يې آباد کړه
کله چې خلک د زړه له تله ستا په دربار کې سوځېدلې قربانۍ وړاندې کړي
نو ستا رضايت به تر لاسه کړي
او ذبح شوي غوايان به يو ځل بيا ستا په حضور کې نذرانه شي
د دښمنانو له شره د ساتنې دعا
پر ما باندې رحم وکړه، يا خدايه، رحم وکړه
ما خو تا ته پنا دروړې ده
تر څو دا مصيبتونه تېر شوی نه وي،
داسې مې پټ کړه، لکه مرغۍ خپل بچيان د خپلو وزرو لاندې پټوي
زه لوی او متعال خدای ﷻ ته ناره کوم
هغه رب ته چې زما هره اړتيا راپوره کوي
له آسمانه به نجات راورسوي
زما دښمنان به وشرموي
ﷲ ﷻ به خپله مينه او ښېګڼه راورسوي
دښمنان لکه وحشي زمريان له شاوخوا راباندې راغلي
غواړي چې خپله لوږه د بني آدمو په غوښه پوره کړي
غاښونه يې نېزو او غشو غوندې دي
ژبې يې تېزو تورو غوندې دي
يا خدايه، خپل عظمت او لويي په آسمانو کې ښکاره کړه!
خپل شان او شوکت دې په ټوله ځمکه کې وځلوه!
دښمنانو راته جال غوړولی دی چې پښې مې پکې راګيرې شي
په پريشانۍ کې ډوب شوی يم
هغوی ما ته څاه کيندلې ده
خو پخپله به پکې ولوېږي
زړه مې ډاډه دی، يا خدايه، پر تا ډاډمن دی
زه به په زمزمو سره ستا ستاينه وکړم
ستا حمدونه به زمزمه کړم
ای داوده، راويښ شه!
ای د ساز تار لورونکو آلو، راويښې شئ!
زه به د سهار سپېدو ته ښه راغلاست ووايم
يا ربه، د قومونو په وړاندې به ستا شکر ادا کړم
د ولسونو په مخ کې به ستا حمدونه زمزمه کړم
ځکه چې ستا مينه او ښېګڼه تر آسمانو لويه ده
او ستا پر خپلې وعدې ولاړتوب تر ورېځو لوړ دی
يا خدايه، خپل عظمت او لويي په آسمانو کې ښکاره کړه!
خپل شان او شوکت دې په ټوله ځمکه کې وځلوه!
په سخت حالت کې د مرستې دعا
يا خدايه، د مشکلاتو له سېلابه نجات راکړه
اوبه زما تر ستوني رارسېدلې دي
په ژورو خټو کې ډوبېږم
د پښې د ايښودلو لپاره مې وچه ځمکه نشته
زه په ژورو اوبو کې يم
تېزې څپې راباندې زورورې شوې دي
د مرستې لپاره په نارو نارو ستړی شوی يم
ستونی مې وچ کلک شوی دی
د هيلو سترګې مې د خدای ﷻ په لور دي
خو پر سترګو مې بوج راغلی دی
کوم کسان چې بې دليله له ما څخه کرکه کوي،
د سر تر وېښتانو مې لا ډېر دي
هغه دښمنان بيخي زيات دي
چې غواړي په خپلو درواغو مې تباه کړي
کومه غلا خو مې نه ده کړې
مګر وايي، غلا شوی مال بېرته راکړه
يا خدايه، ته زما د بې عقلۍ په کارونو خبر يې
زما خطاوې له تا پټې نه دي
يا خدايه! د آسماني لښکرو ربه! زما مرسته وکړه
که نه، نو زما د حال په ليدو به ستا توکل کوونکي نا اميده شي
يا د بني اسراييلو خدايه!
خپل رجوع کوونکي مه پرېږده چې له ذلت سره مخ شي
ستا د بندګۍ په خاطر خلکو پېغورونه راکړي دي
په ذلت او مختورۍ اخته يم
خپلو وروڼو مې بېګانه ګڼلی يم
له ما سره د پردي په شان چلند کوي
ستا د کور د عظمت او حرمت جذبې اخيستی يم
کومې سپکې خبرې چې ستا په حق کې شوي دي،
داسې دي لکه زما په حق کې شوي وي
د روژې په نيولو مې ځان عاجز کړ
خو خلکو پېغورونه راکړل
د غم په نښه مې ځيږه کالي واغوستل
خو خلکو ملنډې راباندې ووهلې
په بازارونو کې خلک راپسې خبرې کوي
شرابيان په ريشخند پر ما سندرې جوړوي
مګر يا ﷲ، دعا کوم چې پېرزوينه راباندې وکړه
يا خدايه، د خپلې مينې او ښېګڼې له ګنجه زما دعا منظوره کړه
او د خپلې وعدې له مخې نجات راکړه
په دې ګڼو خټو کې چې ګير يم، له ډوبېدو څخه مې وژغوره
د چا په زړه کې چې د کرکې سيند راته په څپو دی،
د هغه سيند له ژورو اوبو څخه مې خلاص کړه
دا تېزې څپې مه پرېږده چې راباندې زورورې شي
مه پرېږده چې دا ژورې اوبه مې وخوري
مه پرېږده چې د مرګ کندې ته ولوېږم
يا ﷲ، ستا مينه او ښېګڼه ډېره د ستاينې وړ ده
نو پر دې اساس زما دعا ځواب کړه
ستا رحمت ډېر پراخ دی
نو پر دې اساس پر ما باندې نظر وکړه
دغه بنده دې د خپل رحمت له نظره مه بې برخې کوه
زه په مصيبت کې يم، زما دعا ژر قبوله کړه
زما فرياد ته راورسېږه، خلاصون راکړه
له دښمنانو نجات راکړه
ته خبر يې چې ما ته څه پېغورونه راکړل شوي دي
او چې زه څنګه خواري او ذلت پر ځان تېروم
ښه پوه يې چې زما دښمنان څه راسره کوي
د هغوی توهينونو زما زړه رامات کړی دی
له دې امله بيخي رنځېدلی يم
تمه مې وه چې څوک مې پر حال همدرد او زړه سوانده شي
خو داسې کوم څوک پيدا نه شو
زه چې وږی وم، زما په خوړو کې يې د زهرو غوندې ترخه بوټي واچول
زه چې تږی وم، د څښلو لپاره يې ترخه سرکه راکړه
هغوی چې په خوشحاله زړه دسترخوان ته ناست دي،
ناڅاپه دې د تباهۍتلک کې ګرفتاره شي
هغوی چې د سولې او آرامتيا احساس کوي،
د خپلو بدو عملونو په جزا کې دې راګير شي
پر سترګو يې توره پرده راوله چې نور څه ونه ويني
ملا يې ورماته کړه
د خپل قهر کاسه پرې رانسکوره کړه
د خپل غضب په سره اور کې يې لاهو کړه
د هغوی کورونه سپېره وګرځوه
او خېمې يې له اوسېدونکو څخه خالي کړه
ځکه څوک چې تا وهلي،
هغوی يې ځوروي
او کوم کسان چې تا زخمي کړي دي
هغوی يې پر زخمونو مالګه دوړوي
د هغوی د يوې يوې ګناه حساب واخله
مه يې بخښه
نومونه يې د ژوند له کتابه پاک کړه
دوی د صالحيونو په ډله کې مه شمېره
زه کړېدلی او دردېدلی يم
يا خدايه، ما وژغوره او له دښمنانو څخه مې خوندي وساته
په زمزمو سره به د ﷲ ﷻ پاک نوم وستايم
د شکر په ادا کولو سره به د خدای ﷻ لويي بيان کړم
همدا کارونه د ﷲ ﷻ زيات خوښېږي،
نسبت دې ته چې غوايی يا څاروی ورته قرباني کړم
کړاو ځپلي خلک به د دغه الهي مرستې په ليدو خوشحاله شي
ای خدای ﷻ ته رجوع کوونکو، زړونه مو لوړ کړئ
ځکه چې ﷲ ﷻ د بې وزلو ناره اوري
او خپل زنداني شوي بنده ګان له نظره نه غورځوي
په آسمان، ځمکه او سمندر کې ټولو مخلوقاتو
د ﷲ ﷻ حمد او ثنا ادا کړئ
ځکه چې خدای ﷻ به يروشلم ته نجات ورکړي
او د يهودا وران شوي ښارونه به بېرته آباد کړي
بني اسراييل به يو ځل بيا هلته استوګن شي
او دغه ځمکه به په خپل تصرف کې واخلي
د خدای ﷻ د پاکو بنده ګانو اولادونه به يې وارثين شي
او په ﷲ ﷻ مين خلک به په کې اوسېږي
د الهي مرستې لپاره دعا
يا ﷲ! دعاوې مې واوره او قبولې يې کړه
ځکه چې زه اړ او محتاج يم
زما حفاظت وکړه،
ځکه چې زه ستا وفاداره بنده يم
ای زما ربه، ما ته نجات راکړه
ځکه چې زه پر تا توکل او باور کوم
يا باداره، پر ما پېرزوينه وکړه
ځکه چې ټوله ورځ تا ته فرياد کوم
يا باداره، د دې بنده زړه دې ښاد کړه
يوازې تا ته لاسونه لپه کوم
يا باداره، ته خو ښه او بخښونکی ذات يې
څوک چې تا ته فرياد کوي،
ته خپل عهد او تړون عملي کوې
او پر همدې اساس په لويه کچه مينه او ښېګڼه ورسره کوې
يا ﷲ، دغه دعا مې واوره
زه چې د غوښتنې غږ درته کوم، راباندې نظر وکړه
د مصيبت په وخت کې تا ته ناره کوم
ځکه چې ته مې دعا قبلوې
يا باداره، په باطلو معبودانو کې يو هم ستا سيال نه دی
په خپلو کارونو کې بې جوړې يې
يا باداره، د ټولو قومونو خالقه!
ټول قومونه به راشي او تا ته به په سجده شي
ستا د نوم عظمت به بيان کړي
ځکه چې ته لوی ذات يې او لوی کارونه کوې
له تا پرته بل خدای نشته!
يا ﷲ، ما ته د ژوند طريقه راوښيه
او زه به پر دغه سيده او حقه لاره روان شم
زما زړه دې ته تيار کړه
چې تل ستا وېره په کې واوسېږي
يا باداره! زما خدايه، د زړه له کومې به ستا شکر ادا کوم
همېش به ستا د نوم عظمت بيانوم
ځکه ما د خپلې پرېمانې مينې څخه برخمنوې
او د مرګ له خطره مې ژغورې
يا خدايه، مغرور خلک زما پر ضد راپورته شوي دي
د ظالمانو ډله زما د وژلو په لټه کې ده
د هغوی په زړونو کې ستا وېره نشته
يا ربه، ته رحمان او رحيم يې
په قهر کې صبر کوونکی يې
او په خپله وعده وفا کوونکی يې
پر ما باندې د رحم نظر وکړه
په خپل قدرت دې ما ونازوه
او خپل غلام ته دې نجات ورکړه
يا ﷲ، ما ته د خپل رضايت نښه راښکاره کړه
تر څو زما بدبينان وويني، چې ستا مرسته او خواخوږي له ما سره ده
بيا به هغوی له خجالته سرونه ټيټ کړي
له خطرونو سره – سره په خدای ﷻ توکل
يا خدايه! پر ما رحم وکړه، دښمنان مې ځپي
او ټوله ورځ حمله کوونکي ما تنګوي
ټوله ورځ بدبينان ضربې راکوي
هو، ډېر خلک دي، چې بريدونه راباندې کوي
يا متعال ذاته، هر کله چې وېره احساس کړم
په تا به توکل وکړم
خدای ﷻ چې ما ته د نجات وعده راکړې ده،
حمد او ثنا يې ادا کوم
په خدای ﷻ توکل کوم او نه وېرېږم
د الهي نصرت په مقابل کې دا انسانان زما هېڅ هم نه شي کولای
دښمنان ټوله ورځ زما په لاره کې اغزي اچوي
ما ته د ضرر رسولو منصوبې جوړوي
لاس يې سره يو کړی دی او زما جاسوسي کوي
زما هر ګام څاري، د موقع په لټه دي، چې مړ مې کړي
يا خدايه، دوی ته د دې شريرو اعمالو جزا ورکړه
په خپل غضب يې خوار او ذليل کړه
زما د اندېښنو په اندازه پوه يې
زما د هرې اوښکې حساب دې نيولی دی
په خپل کتاب کې دې ثبت کړي دي
په کومه ورځ چې تا ته د مرستې فرياد وکړم،
دښمنان به مې شاتګ پيل کړي
په دې مې پوره يقين دی، چې خدای ﷻ زما ملاتړ او طرفدار دی
خدای ﷻ چې ما ته د نجات وعده راکړې ده،
حمد او ثنا يې ادا کوم
هو، د همدې ژمنې پر اساس د ﷲ ﷻ صفت او ستاينه کوم
په خدای ﷻ توکل کوم او نه وېرېږم
د الهي نصرت په مقابل کې دا انسانان زما هېڅ هم نه شي کولای
يا خدايه، په هغه ورځ چې ته مې د مرګ له خطره وژغورې،
تا ته به خپل نذرونه پوره کړم
په شکرانه کې به نذرانې درته وړاندې کړم
بې شکه! ته مې پښې له ښويېدو څخه ساتې
تر څو په الهي لاره کې تګ ته دوام ورکړم
او الهي نور مې ژوند روښانه کړي
د خدای لويي او د انسان شرافت
يا ﷲ ای زموږ ربه
ستا نوم او شان په ټوله ځمکه کې ځلانده دی
ستا عظمت د آسمانونو تر عظمت هم لوی دی
تا د ماشومانو او تي رودونکو کوچنيانو په خوله هم ثنا راوستله
په دې سره ستا دښمنان حيران شول
له وېرې او ډاره به نور شر او فساد نه شي جوړولای
کله چې ستا خلق شوو آسمانونو کې سترګې ښخې کړم
ستا په قدرت ستوري او سپوږمۍ پکې ځای په ځای شوې وګورم
نو پوښتنه کوم، چې انسان درته ولې دومره ارزښت لري؟
بني آدم درته ولې دومره حيثيت لري چې ستا د توجه وړ ګرځېدلی؟
بني آدم ته دې د ملايکو څخه يو څه کښته په ځمکه کې ځای ورکړی دی
او د عزت او شرافت تاج دې ورپر سر کړی دی
ټول خلقت دې ورته تابع کړی دی
او پر هر څه دې اختيار ورکړی دی
پر ټولو اهلي او وحشي حيواناتو
د هوا پر الوتونکو، پر ماهيو او د سمندر پر نورو مخلوقاتو
يا ﷲ ای زموږ ربه
ستا نوم او شان په ټوله ځمکه کې ځلانده دی
د بريا لپاره حمد
يا ﷲ، تا چې پاچا ته قدرت په نصيب کړی دی، نو خوشحالي کوي
تا چې نجات او کاميابي ورکړې ده، نو زړه يې باغ باغ کېږي
تا يې د زړه ارمان ورپوره کړی دی
يوه غوښتنه دې هم ورته نه ده رد کړې
تا يې هرکلی وکړ او په ښو ښو شيانو دې ونازوه
د سرو زرو تاج دې ورپه سر کړ
ده له تا څخه د اوږده عمر غوښتنه وکړه
تا ورته اوږد عمر او خانداني تلپاتې پاچاهي ورپه برخه کړه
ستا لخوا ورکړل شوو برياوو په سبب يې عزت لوړ شو
د شان او شوکت څښتن دې کړ
ستا برکتونه تل ورسره وي
او د خپل حضور په ملتيا سره دې، ده ته خوشحالي په نصيب کړې ده
پاچا په ﷲ ﷻ توکل کوي
خدای تعالی ورسره مينه او ښېګنه کوي
نو له ځای او مقامه به هېڅ ونه غورځول شي
پاچا به خپل دښمنان په منګلو کې ونيسي
پر خپلو بدخواهانو به يې لاس بر شي
کله چې پاچا راظاهر شي، هغوی به د سره اور په تناره کې واچوي
د ﷲ ﷻ د غضب اور به يې وخوري
په لمبو کې به تورې ايرې شي
پاچا به يې اولادونه د ځمکې له سره نېست او نابود کړي
د هغوی نسل او نښان به ورک کړي
بلې، دغه خلک غواړي پاچا ته ضرر ورورسوي
دسيسې ورته جوړوي، خو ناکامه پاتې کېږي
هغه به پر دغه بدبختانو باندې د غشو وارونه وکړي
او په شاتګ او تېښته به يې اړ کړي
يا ﷲ، په خپل قدرت سره يو څه وکړه
او موږ به په زمزمو سره ستا د قدرت ستاينه وکړو
شان او شوکت لرونکی پاچا
په ځمکه کې د ټولو شيانو او د ځمکې څښتن ﷲ ﷻ دی
په نړۍ کې د ټولو اوسېدونکو او د نړۍ مالک خدای ﷻ دی
خدای ﷻ د ځمکې بنياد پر سمندرونو کېښود
او پر ژورو اوبو باندې يې ټينګ کړ
څوک د دې وړ دي، چې پر غره باندې وخېژي
او د ﷲ ﷻ کور بيت المقدس ته ورشي؟
هغه څوک کولای شي، چې زړه او عملونه يې پاک وي
او له بت پرستۍ او له درواغو قسمونو څخه يې ځان ساتلی وي
همدا ډول کسان به د ﷲ ﷻ له خوا برکت تر لاسه کړي
او د خپل ژغورونکي خدای ﷻ له خوا به صادق وګڼل شي
ای د يعقوب ﵇ ربه! دا هغه کسان دي چې ستا غوښتونکي دي
او ستا د ديدار لېواله دي
ای لرغونو دروازو! پراخې خلاصې شئ!
تر څو شان او شوکت لرونکی پاچا داخل شي
دا شان او شوکت لرونکی پاچا څوک دی؟
قوي او غالب ﷲ ﷻ دی، چې په جګړو کې لوی فتحه ورکوونکی دی
ای لرغونو دروازو! پراخې خلاصې شئ!
تر څو شان او شوکت لرونکی پاچا داخل شي
دا شان او شوکت لرونکی پاچا څوک دی؟
د آسماني لښکرو رب ﷲ ﷻ دی!
بلې، شان او شوکت لرونکی پاچا خدای ﷻ دی!
پر خدای ﷻ باندې توکل
حمد دې وي ﷲ ﷻ لره
چې زما دعاګانې يې قبولې کړې
ﷲ ﷻ د يوه قوي سپر په څېر زما ساتنه کوي
د زړه له کومې پرې توکل او باور کوم
ما سره مرسته کوي او زړه مې خوشحالېږي
له زړه يې شکر ادا کوم
ﷲ ﷻ خپل منتخب شوي قوم ته قوت وربخښي
او خپل ټاکل شوي پاچا ته پنا او نجات ورکوي
يا ﷲ! خپل منتخب قوم وژغوره
او پر خپلو امر منونکو برکتونه ووروه!
تر ابده يې د شپون په څېر لارښوونه او پالنه کوه!
د خدای ﷻ د ديدار تنده
يا خدايه! ته زما رب يې!
د روڼ سهار ارمان مې ته يې
لکه وچه او شاړه ځمکه چې اوبه ونه لري
همدا ډول ستا تږی يم
ستا لپاره په تلوسه کې يم
په سپېڅلي کور کې دې ديدار راپه نصيب کړه
چې عظمت او قدرت دې ووينم
ستا مينه او ښېګڼه ما ته تر ژونده لا خوږه ده
زما پر شونډو به ستا حمد او ثنا جاري وي
تر څو چې مې په تن کې ساه وي، ستا شکر او ستاينه به کوم
او ستا دربار ته به د دعا لاسونه پورته کوم
لکه چې غوړ او خوندور خوراک بدن مړوي،
ته يې چې زما روحي لوږه راپوره کوې
په خوشحالۍ به مې خوله ستا په صفت او ستاينه ګويانه شي
کله چې د خوب پر ځای کې ويده کېږم، نو ستا يادونه مې خوب ته نه پرېږدي
د شپې په اوږدو کې ستا په فکر کې ډوب يم
ځکه ته مې مرستندوی او ملاتړ يې
نو ستا په پنا کې به د خوشحالۍ غږونه پورته کوم
په تا پورې مې ځان تړلی دی
ته په خپل قدرت زما حمايت کوې
خو هغه کسان چې زما د وژلو هڅې کوي
هلاک به شي او د ځمکې ژورو ته به ولاړ شي
له تورې به تېر کړل شي
او مړي به يې د شغالانو خوراک شي
خو داود به د خپل رب په ملاتړ خوشحالي کوي
هغه کسان چې يوازې او يوازې د خدای ﷻ په نامه قسم کوي، هغوی به د خپل رب حمد او ثنا ادا کوي
خو د درواغ ويوونکو خولې به وتړل شي
د خدای ﷻ مينه
ای زما ټول وجوده، د ﷲ ﷻ حمد ووايه
د زړه له کومې يې د پاک نوم عظمت وستايه
ای زما ټول وجوده، د ﷲ ﷻ حمد ووايه
ټولې مهربانۍ او ښېګڼې يې مه هېروه
ستا ټولې غلطۍ بخښي
او له ټولو ناروغيو شفا درکوي
د مرګ له کندې دې خلاصوي
او د خپلې مينې او رحمت تاج درپه سروي
ستا ژوند له نعمتونو ډکوي
تر څو ځواني دې لکه عقاب نوې او تازه شي
ﷲ ﷻ عدل کوونکی ذات دی
د مظلومانو په حق کې انصاف کوي
خپلې ارادې يې موسی ﵇ ته ورښکاره کړې
او خپل لوی کارونه او معجزې يې بني اسراييلو ته وښودلې
ﷲ ﷻ رحمان او رحيم دی،
په قهر کې صبر کوونکی او په خپله وعده وفا کوونکی دی
د ګناهونو سزا راکوي، خو تر ابده نه
او قهر يې تر تله نه پايي
د خطاوو او ګناهونو هغه سخته سزا چې موږ يې لايق يو
خدای ﷻ په خپل لطف سره په هغه کچه سزا نه ده راکړې
په کومه اندازه چې آسمانونه تر مځکې لوړ دي،
په هماغه اندازه ﷲ ﷻ له خداترسو سره مينه او ښېګڼه کوي
په کومه اندازه چې د شرق او غرب تر منځ لرې والی موجود دی
په هماغه اندازه ﷲ ﷻ زموږ ګناهونه بخښلي او لرې کړي دي
لکه څرنګه چې پلار په خپل اولاد مهربانه او رحم کوونکی دی
هماغسې ﷲ ﷻ په خداترسو مهربانه او رحم کوونکی دی
دا ځکه چې زموږ له خټې او جوړښته خبر دی
ښه پوه دی چې موږ له خاورې جوړ يو او ضعيفه يو
د انسان د عمر ورځې داسې ژر تېرېدونکې دي لکه واښه
د صحرايي ګل په شان چې شين کېږي او وده کوي
خو کله چې ګرم باد پرې ولګېږي
مړاوی کېږي، نوم او نښان يې نه پاتې کېږي
مګر ﷲ ﷻ خداترس تل په خپله مينه نازوي
له هغوی سره تر نسلونو ښېګڼه کوي
يعنې له هغو سره، کوم چې له خدای ﷻ سره عهد او تړون پالي
او د خدای ﷻ لخوا پر ورکړل شوو حکمونو عمل کوي
ﷲ ﷻ خپل تخت په لوی عرش کې قايم کړی دی
پر هر څه پاچاهي او حکمراني کوي
ای قوي او ځواکمنو ملايکو،
تاسې چې د خدای ﷻ امرونه او فرمانونه پر ځای کوئ،
د ﷲ ﷻ حمد او ثنا ادا کړئ
ای د خدای ﷻ په خدمت کې آسماني لښکرو،
تاسې چې الهي احکام تر سره کوئ،
د ﷲ ﷻ لويي او عظمت بيان کړئ
ای د خدای ﷻ تر حاکميت لاندې ټولو مخلوقاتو، هر چېرې چې ياست
د ﷲ ﷻ صفت او ستاينه وکړئ
ای زما ټول وجوده، د ﷲ ﷻ حمد ووايه
د الهي نجات حمد و ثنا
کله چې دښمنانو پر موږ حمله وکړه
نو پر موږ باندې د دوی غصه دومره زياته وه
چې ژوندي به يې تېر کړي وو!
که ﷲ ﷻ زموږ مل او مرستندوی نه وای
حال به مو داسې و
لکه څوک چې په سېلاب کې غرق شوی وي
د اوبو تېزې څپې يې پر سر اوښتې وي
او په جوش او خروش کې يې ډوب شوی وي
حمد دې وي ﷲ ﷻ لره، چې نه يې پرېښودل
موږ د هغو وحشيانو د غاښونو ښکار شو
د مرغۍ په څېر موږ د ښکاريانو له لومې خلاص شوو
لومه ماته شوه او موږ ژوندي ووتلو
زموږ مل او مرستندوی ﷲ تعالی دی
څوک چې د ځمکې او آسمانونو پيدا کوونکی دی!
شکرګزاري
يا ﷲ! د زړه له کومې ستا شکر ادا کوم
د الهي دربار د غړو په وړاندې ستا حمدونه په زمزمو سره وايم
ته د خپلې وعدې پر اساس مينه او ښېګڼه کوې
خپل عهد پر ځای کول ستا لومړيتوب دی
نو ستا د کور پر مخ په سجده پرېوزم
او ستا ثنا او صفت ادا کوم
کومه ورځ چې مې ستا دربار ته فرياد کړی
تا مې دعا قبوله کړې ده
زما زړه او وجود دې راقوي کړ
يا ﷲ، د نړۍ ټول پاچاهان چې کله ستا کلام واوري،
نو ستا شکر به ادا کړي
ستا د کارنامو په اړه به په زمزمو سره حمد ووايي
چې د ﷲ ﷻ شان او شوکت ډېر لوی دی!
ﷲ ﷻ لوړ ذات دی، خو پر خاکسارانو نظر لري
او مغروران ترې نه شي پټېدلای
که څه هم زما لاره له ستونزو او مصيبتو ډکه ده
خو ته مې ژوند خوندي ساتې
د دښمنانو له قهره مې په امان کې ساتې
په خپل قدرت ما ته نجات راکوې
ﷲ ﷻ زما بدله اخيستونکی دی
يا ﷲ، ستا مينه او ښېګڼه تر ابده پايي
موږ تا پيدا کړي يو
نو يوازې مو مه پرېږده
د خدای ﷻ ديد او پالنه
يا ﷲ، څه مې چې په زړه کې دي، ته يې وينې
او زما په هر څه خبر يې
زما په ناسته او ولاړه پوه يې
حتا له لرې څخه هم زما د زړه په ارادو اګاه يې
زما ګرځېدل زما څملاستل وينې
زما هر کار ښه درته معلوم دی
هو، که زه کومې خبرې ته خوله جوړوم،
يا ﷲ، ته لا دمخه ښه پوهېږې چې څه به وايم
زما په څلورو خواوو کې ته شتون لرې
په خپل قدرت زما حفاظت کوې
دا چې ته ما تر کومې کچې پېژنې، ورته حيران يم
زما له پوهې لوړ دی، عقل مې نه ورته رسېږي
آيا داسې کوم ځای شته چې هلته دې ته حضور ونه لرې؟
نه، داسې ځای نشته، ته هر ځای شتون لرې
که آسمانو ته پورته شم، نو هلته موجود يې
که د قبر خاورو ته ښکته شم، نو هلته هم موجود يې
که د لمر ختلو ځای ته ولاړ شم
که د لمر لوېدو ځای ته ولاړ شم
هلته به هم زما د لارښوونې لپاره موجود يې
په خپل قدرت به زما د ملاتړ او مرستې لپاره حاضر يې
که په تيارو کې پټ شم
او شاوخوا رڼا په توره شپه بدله شي
خو بیا به هم له تا پټ نه يم
هره تياره درته د رڼا ورځې غوندې ښکاره ده
تياره او رڼا هېڅ هم درنه پټ نه دي
بې شکه چې تا زما زړه او وجود خلق کړی دی
او د مور په نس کې دې زما جوړښت جوړ کړی دی
شکر دې ادا کوم، چې په دومره فوق العاده توګه دې پيدا کړی يم
زه په پوره معنی پوه يم چې ستا کارونه ډېر عالي دي
کله چې د مور په نس کې زه خلق کېدلم او زما هډوکو شکل اخيست
هغه وخت د ټولو له سترګو څخه پټ وم، مګر له تا پټ نه وم
زما له زوکړې څخه مخکې تا ليدلم
او زما د عمر ورځې مخکې له مخکې ستا په کتاب کې ليکل شوې دي
يا خدايه، ته چې زما په اړه څه فکرونه لرې
اندازه يې ډېره ده او زما له پوهې لوړ دي
که د حسابولو کوښښ يې وکړم
نو د ساحل د رېګو په شان له حسابه وتلي دي
کله چې نوی له خوبه راپاڅم، هماغه وخت ستا له حضوره برخمن يم
يا خدايه، زما زړه په غور وګوره او پر حال يې نظر واچوه
په ځير زما د فکرونو ارزونه وکړه
که زما په زړه کې لږ هم کږې او باطلې لارې وې، راپه ګوته يې کړه
او پر سيده لار مې پښې روانې کړه، ځکه دا لار تر ابده ټينګه پاتې کېږي
ﷲ ﷻ خپل ټاکل شوي پاچا ته واک ورکوي
د دنيا قومونه ولې سره سره کېږي؟
د نړۍ ولسونه ولې بې ګټې منسوبې جوړوي؟
د دنيا پاچاهانو او حاکمانو د جګړې لپاره ملا تړلې ده
د ﷲ ﷻ او د هغه ﷻ د ټاکل شوي پاچا پر خلاف يې لاس يو کړی دی
هغوی يو بل ته وايي: راځئ چې د دوی د اسارت ځنځيرونه مات کړو
او د رسيو په شکولو سره ځانونه له بنده آزاد کړو!
خو ستر عرش والا رب پر دوی تمسخر کوي
او ملنډې پرې وهي
بيا په قهر ورته فرمايي
او د خپل غضب سره دوی په وېره او وحشت کې اچوي
خدای ﷻ فرمايي: دا پاچا چې ما ټاکلی دی،
هغه ته مې د يروشلم په مقدس غره کې د پاچاهۍ مقام ورکړی دی
پاچا وويل: زه به د ﷲ ﷻ له خوا راکړل شوی فرمان بيان کړم
ﷲ ﷻ وفرمايل: ته زما خاص نازولی يې
نن چې مې د سلطنت پر تخت کېنولې
له دې سره مې ته خپل ځای ناستی او خليفه وټاکلې
له ما څخه وغواړه او د دنيا د قومونو حکمراني به په ميراث کې درکړم
د ټولې نړۍ واکمني به ستا ملکيت وګرځوم
په اوسپنيزې شاهي لکړه به يې مات کړې
لکه خټين لوښي به يې ټوټې ټوټې کړې
نو ای د دنيا پاچاهانو، له عقل او هوښيارتيا څخه کار واخلئ!
ای د نړۍ حاکمانو، دغه خبرې په پام کې ونيسئ!
له ﷲ ﷻ څخه وډار شئ او بندګي يې کوئ!
ووېرېږئ او توبه وباسئ!
په اخلاص ورته سر ټيت کړئ!
که نه، قهر به يې ډېر ژر درباندې رانازل شي
او په دې سرکښۍ کې به هلاک کړل شئ
نېکمرغه هغه کسان دي چې ﷲ ﷻ ته پنا وړي
د خدای ﷻ لويي او حکمونه
آسمانونه د خدای ﷻ لويي او عظمت بيانوي
فلک يې د خلقت کارونه څرګندوي
دوی هره ورځ د خالق ثنا او صفت کوي
هره شپه خالق راپېژني
د آسمانونو دغه بيان بې لفظه او بې غږه دی
اواز نه لري چې انسان يې واوري
خو بيا هم پيغام يې ټولې ځمکې ته رسېدلی دی
او خبرې يې د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کېږي
ﷲ ﷻ په آسمانونو کې لمر لپاره ځانګړی ځای تعيين کړی
لمر داسې راخېژي، لکه زوم چې سهار په خوښۍ له خونې راووزي
لکه قهرمان چې په خوشحالۍ د مڼدې مسابقه پيل کړي
د آسمان له يوې څنډې راښکاره کېږي
او خپل ورځنی سفر پيلوي، تر څو بلې څنډې ته ورسي
هېڅ داسې شی نشته چې له تودوخې يې پټ وي
د ﷲ ﷻ لارښوونې کاملې دي
د انسان روح او وجود ته نوی ځواک ورکوي
د ﷲ ﷻ حکمونه معتبره دي
له ناپوه څخه پوه او حکيم جوړوي
د ﷲ ﷻ فرمانونه سم او سيده دي
د انسان زړه ته خوشحالي وربخښي
د ﷲ ﷻ دستورات بې عيبه دي
انسان ته د بصيرت سترګې ورکوي
د ﷲ ﷻ د وېرې امرونه پاک او کامل دي
تل تر تله ټينګ او قايم پاتې کېږي
د ﷲ ﷻ پرېکړې عادلانه دي
هره يوه يې پر حق ده
تر سرو زرو ارزښتناکه دي
له خالصو طلاوو هم ارزښتناکه دي
تر عسلو خواږه دي
له خالصو شاتو هم خواږه دي
يا ﷲ، دا احکام ستا د بنده لپاره هدايتونه دي
عملي کولو سره به يې زياته بدله تر لاسه کړي
موږ انسانان له خپلو غلطيو ناخبره يو
نو که له ما په ناپوهۍ کې کومه تېروتنه شوې، بخښه راته وکړه
دا ستا بنده له هغو ګناهونو څخه هم وساته چې قصداً يې کوي
مه پرېږده چې داسې ګناهونه راباندې غلبه وکړي
له دې سره به بيا ستا په حضور کې له ټولو ګناهونو پاک يم
او له حسابه به مې د سرغړونې هر تور داغ لرې شي
يا ﷲ، ته يې چې ما ته پنا راکوې او ساتنه مې کوې
زما خبرې او فکرونه دې ستا د رضايت سبب وګرځي
ﷲ ﷻ زموږ ساتنه کوي
ﷲ ﷻ مې د شپون په څېر پالنه کوي
نو د هېڅ شي کمی به ونه لرم
لکه مهربانه شپون چې رمه په شنو وښو کې څروي
او اوبو څښلو لپاره يې د تازه اوبو ويالې ته بيايي
ﷲ ﷻ هم ما ته هر ضروري شی په پرېمانه توګه برابروي
ستړې اروا ته مې نوی قوت او طاقت ورکوي
ما پر سمو او نيغو لارو هدايتوي
ځکه دا يې له نوم او صفاتو سره ښايي
که د مرګ له تورې درې هم تېر شم
نو يا ﷲ، له هېڅ آفته به ونه وېرېږم
دا ځکه چې ته مې مل او ملګری يې
له هرې بلا مې ساتنه کوې، نو ځکه مې زړه ډاډه دی
د دښمنانو د سترګو په وړاندې ما ته عزت او نعمت راکوې
د خوړو ډک دسترخوان راته برابروې
د يو قدرمن ملېمه په څېر زما ښه هرکلی کوې
پياله مې تر خولې ډکوې
بې شکه چې ستا ښېګڼه او مينه به د عمر تر پايه راسره وي
او زه به تل ستا په حضور کې اوسېږم
په الهي نجات ايمان
ﷲ ﷻ زما د لارې روښانه کوونکی او نجات راکوونکی دی
نو له چا ووېرېږم؟
ﷲ ﷻ زما ژوند په خپله پنا کې ساتي
نو له چا وډارېږم؟
که شرير کسان زما څيرلو ته راشي
که دښمنان او مخالفين حمله راباندې وکړي
پښې به يې وښويېږي او پر ځمکه به راولوېږي
که پوره لښکر مې هم محاصره کړي
په زړه کې به مې وېره نه وي
که پر ما باندې حمله ژر پېښېدونکې وي
نو په هغه حالت کې هم په خدای ﷻ توکل کوم
له ﷲ ﷻ څخه مې يوه غوښتنه ده
او يوازې يو شی غواړم
هغه دا چې د ژوند تر پايه پورې د ﷲ ﷻ په کور کې واوسېږم
هلته يې د جلال او جمال ننداره وکړم
او په الهي دربار کې د لارښوونې غوښتنه وکړم
بې شکه چې په بده ورځ کې به خدای ﷻ پنا راکړي
دغه سپېڅلې خېمه به راته د امن پټنځای کړي
له خطر څخه لرې به مې پر يوه لوړه ډبره ودروي
له دې سره به زه پر شاوخوا دښمنانو بريالی شم
د خوشحالۍ نارې به وکړم
او په سپېڅلې خېمه کې به قربانۍ وکړم
په زمزمو به د ﷲ ﷻ حمد ادا کوم
يا ﷲ، زما فرياد واوره
پېرزوينه راباندې وکړه او دعا مې قبوله کړه
يا ﷲ، ستا امر و چې درته رجوع وکړم
نو ستا فرمان ته مې لبيک وويل او رجوع مې درته وکړه
له خپل نظره مې مه غورځوه
په قهر خپل بنده نا اميده مه رخصتوه
يا خدايه، تا مې همېش مرستندوی وې
يوازې ته يې چې نجات راکوې
نو ما له خپلې مرستې مه بې برخې کوه
تنها مې مه پرېږده
که مور او پلار مې له ځانه وشړي،
خو ﷲ ﷻ به مې خپل خوا ته هرکلی وکړي
يا ﷲ، ما ته د ژوند طريقه راوښيه
پښې مې پر سمه او سيده لار برابرې کړه
څو د خپلو بدبينانو ښکار نه شم
داسې ظالم دښمنان مې پر ضد راپورته شوي، چې ما پورې درواغ تړي.
او په هره خبره کې مې تهديدوي
د دوی لاس ته مې مه ورغورځوه
که په دې دنيا کې ستا د ښېګڼو په ليدو زما پوخ ايمان نه وای
نو اوس به مې څه حال و؟
خپلې هيلې دې ﷲ ﷻ پورې وتړه
خپل زړه قوي او پياوړی کړه
د هيلو سترګې دې ﷲ ﷻ ته کړه
ټاکل شوي پاچا ته د واک اختيار ورکول
ﷲ تعالی زما مولا ته وفرمايل:
زما ښۍ خوا ته کېنه،
چې اوس دې دښمنان تر پښو لاندې راولم
ﷲ ﷻ ستا سلطنت او واک له يروشلم څخه پراخوي
څو پر ګاونډيو دښمنانو باندې حکومت وکړئ
په هغه ورځ چې جنګ ته ځې،
ستا ولس به په خپله خوښه ستا په خدمت کې حاضر شي
ته په سپيڅلو جامو پټ يې
او د سهار د پرخې په شان به ستا ځواني هره ورځ تازه وي
ﷲ ﷻ قسم کړی او دا به بېرته نه اخلي
هغه دا چې د امام ملک صدِق په شان به ته تل تر تله يو امام يې
رب العالمين به ستا مل او ساتندوی وي
د خپل غضب په ورځ به د دنيا بې ايمانه پاچاهان دړې وړې کړي
په عدل سره به د نړۍ قومونو ته د خپلو کړنو سزا ورکړي
ځمکې به يې له مړو څخه ډکې کړي
په ټوله دنيا کې به قومي مشران ټوټه ټوټه کړي
خو ټاکل شوی پاچا به په لاره کې له ويالې تازه اوبه وڅښي
نوی قوت به تر لاسه کړي او په بريا سره به خپل سر پورته کړي
د يووالي ارزښت
څومره ښه او په زړه پورې ده
چې وروڼه په يووالي کې ژوند کوي
يووالی دومره ارزښتناک دی،
لکه هغه سپېڅلي غوړي، چې د لوی امام پر سر تويول کېږي
او تر ږيرې او لمنې يې څڅېږي
يووالی دومره تازه کوونکی شی دی،
لکه هغه پرخې چې د حِرمون پر غره پرتې وي
او هغسې پرخې چې د يروشلم پر غرونو خورې دي
يروشلم کې ﷲ ﷻ خپل برکت راعطا کوي
او موږ تر ابده له نېکمرغه ژوند څخه برخمن کوي