حضرت سليمان ﵇
سليمان ﵇ د خپل حکمت له امله ډېر شهرت تر لاسه کوي
خدای ﷻ سليمان ﵇ ته خورا ډېر حکمت او بصيرت ورکړ او په پوهه کې يې دومره پراختيا ورواچوله لکه د سمندر د ساحل رېګ. د سليمان ﵇ حکمت د مشرق له حکيمانو او د مصر له پوهانو هم زيات و. د هغه ﵇ په څېر بل پوه او حکيم نه و او په همدې خاطر يې په شاوخوا قومونو کې نوم ځلانده شو. هغه ﵇ درې زره پند آميزې خبرې او يو زر او پنځه نظمونه درلودل. د بېلابېلو بوټو په اړه يې معلومات درلودل، د لبنان د سدر له غټو – غټو ونو څخه تر هغو وړو – وړو بوټو پورې چې د دېوالونو په درزونو کې راشنه کېږي. په همدې ډول يې د حيواناتو، مرغانو، خزنده ګانو او ماهيانو په باره کې ډېره پوهه او علم درلود.
د دنيا پاچاهانو چې به د سليمان ﵇ د حکمت آوازه واورېده، نو خپل سفيران به يې ورولېږل تر څو د هغه ﵇ حکيمانه خبرې واوري.
د حضرت سليمان ﵇ ځينې حکيمانه خبرې
که غواړې چې تاجدار شې
شي په غاړه دې ګلونه
واوره واوره زما زويه! د خپل پلار نصيحتونه
پام چې هېر نه کړې د خپلې مور درسونه
د ځوانۍ په پسرلي کې دې خپل خالق يادوه.
دا دې د بوډاتوب سختو ورځو ته مه پرېږده، چې بیا به وایې، په دې زاړه عمر کې هیڅ خوند نشته.
هر انسان به ترېنه ځي ابدي کور ته
ماتمګر به په کوڅو کې په ژړا شي
بدن به خاورو ته ستون شي چې ترې جوړ دی
روح به د خدای ﷻ خوا ته وروالوزي، چې له هماغې خوا عطا شوی دی
زما زويه! که زما په خوله عمل کړې
که لارښوونې زما ټولې په زړه کې خزانه کړې
که حکيمانه خبرو ته غوږ شې
او که زړه د پوهې خوا ته مايل کړې
په طلب د هوښيارۍ واوسې
او د پوهې غوښتونکی شې
که يې د زرو په څېر په لټون شې
او د پټو خزانو په څېر يې په تلاش شې
نو هغه وخت به خدای ﷻ په ټوله معنی درک کړې
او د ﷲ ﷻ په وېره به پوه شې
ځکه علم او پوهه د ﷲ ﷻ لخوا ده
او خدای ﷻ حکمت بخښونکی دی!
اوږد عمر، شتمني او عزت به يې نصيب شي
چې له خدای ﷻ څخه څوک وېرېږي او خاکسار وي
خپل صفت په خپله خوله پام چې ونه کړې
پرېږده چې بل دې صفت وکړي
تکبر او غرور مه کړه، شرمېدل دي
تواضع او خاکساري ډکه له حکمته
پايله د کبر، تباهي او بربادي ده
د خاکسارۍ، عزت او سرلوړي ده
غرور انسان صاحب د ذلت کړي
خاکساري انسان صاحب د عزت کړي
په صبا دې مه نازېږه
ځکه، څه معلومه چې صبا به دې په لمن کې څه وي!
د انسان په زړه کې ډېر څه وي، چې هغسې وشي
مګر هغه څه به پېښ شي، چې د ﷲ ﷻ خوښ شي
نادان هغه دی چې ژر په بده خبره جنګ کوي
دانا هغه دی چې له بدې خبرې څنګ کوي
له تند خويانو سره ملګرتيا مه کوئ
او له قهرجنو کسانو سره ناسته ولاړه مه کوئ
غصه ناک خلک جنجالونه جوړوي
د سترې حوصلې خلک جنجالونه خلاصوي
چې لرګي نه وي، اور مړ کېږي
او چې خبر وړونکي نه وي، شخړې ختمېږي
خو څرنګه چې سکروټې سکور غواړي او اور لرګي غواړي
همدارنګه هر جنجال يو کس جنجالي غواړي
څوک چې د چا بد بخښي او پرده پرې اچوي، دوستۍ ته لار جوړوي
څوک چې په وار وار د چا بدي يادوي، هغه له ځانه خپل دوست لرې کوي
څوک چې کېني له حکيم سره حکيم شي
له جاهل سره چې کېني تاوان وکړي
شرابي په حق پسې خاندي او شور کوي
هوښيار نه دی چې د شرابو په جال کې ګير شي
بې عقله مسخره کوونکو ته د اصلاح په خاطر څه مه واياست هغوی به يوازې له تاسې څخه کرکه وکړي
خو د عقلمندو کسانو غلطۍ ورپه ګوته کړئ او دوی به له تاسې سره مينه وکړي
که عقلمند ته لارښوونه وکړئ، هغه به نور هم عقلمند شي
او که نېکو کسانو ته څه ورزده کړئ، د دوی علم به لا زيات شي
داسې دوستان شته چې دوستي يې سړی تباهۍ ته وړي
خو داسې دوستان هم شته چې دوستي يې له ورورۍ زياته ده
دوست هر وخت مينه کوي
او ورور د سختې ورځې لپاره دنيا ته راغلی دی
خپل دوست او د پلار دوست دې له لاسه مه ورکوه
د تکليف په وخت کې د ورور کور ته مه ورځه
نږدې همسايه له لرې ورور څخه غوره دی
له دې چې د چا پر وړاندې خپله مينه پټه وساتې
بهتره دا ده چې په ښکاره يې غلطي ورپه ګوته کړې
د دښمن ډېرو مچولو ته په نسبت
د مخلص دوست لخوا ورکړل شوی زخم د اعتبار وړ دی
ريښتينی ځواب دومره خوږ دی
لکه مخلصانه مچه
چا چې مېرمن پيدا کړه لکه يو ښه نعمت يې چې پيدا کړی وي
داسې ده لکه د خدای ﷻ پيرزوينه چې يې تر لاسه کړي وي
جذابيت غولوونکی دی او ښکلا ژر تېرېدونکې
خو هغه ښځه چې له خدای ﷻ څخه وېره لري هغه به وستايل شي
شريفه ښځه، د مېړه د سر تاج دی
خو بې حيا ښځه د داسې رنځ په څېر ده، چې د مېړه هډوکي ورستوي
په وچ ډاګ کې ژوند تېرول له دې څخه ښه دي
چې له يوې جنجالي او تند خويه ښځې سره واوسېږې
څوک ځان ته يوه نېکه او شريفه مېرمن موندلای شي؟
د هغې ارزښت له قيمتي ياقوتو څخه هم زيات دی
کور او دولت د پلار لخوا په ميراث کې ورکول کېږي
خو عقلمنده ښځه د خدای ﷻ لخوا ورکول کېږي
ای زما بچيه! زما روزنه مه هېروه
او دا زما لارښوونې پر زړه نقش کړه
بيا به ښه اوږد عمر پيدا کړې
او په سلامتۍ به ژوند کوې
وفاداري او ايمانداري له ځانه مه بېلوه
هغه په غاړه کې واچاوه
او د زړه پر تخته يې وليکه
بيا به خدای ﷻ او خلک درڅخه راضي وي
او په سترګو کې به يې د ښه حيثيت خاوند يې
د زړه له کومې پر خدای ﷻ توکل وکړه
او پر خپل عقل او پوهه تکيه مه کوه
په هره معامله کې خدای ﷻ ياد کړه
او خدای ﷻ به ستا لارې درمستقيمې کړي
پر خپل عقل باندې غرور مه کوه
بلکې له خدای ﷻ څخه وېره پيدا کړه او له بدکارۍ څخه لرې اوسه
بيا به ستا وجود شفا پيدا کړي
او هډوکي به دې قوت ومومي
له خپل مال څخه ﷲ ﷻ ته ډالۍ ورکړه
له خپلو حاصلاتو څخه لومړۍ برخه د ﷲ ﷻ په لاره کې ولګوه
بيا به ستا ګدامونه له غله جاتو څخه ډک وي
او ستا د منګيو له څنډو څخه به د انګورو اوبه اوړي
ای بچيه! که خدای ﷻ ته اصلاح کولې، دا چاره مه ردوه
او که يې په تا کې کوم کمی درپه ګوته کړ، له دې کرکه مه کوه
ځکه خدای ﷻ هغه څوک اصلاح کوي، چې پرې ګران وي
لکه څرنګه چې يو پلار خپل ګران زوی اصلاح کوي
که کور د ﷲ ﷻ لخوا بنا نه شي، نو د کار کوونکو زيار عبث ځي
که د ښار ساتنه د ﷲ ﷻ لخوا ونه شي، نو د پيره دارانو پيره بې ګټې ده
واکمني چې د صادقانو شي، ولس خوشحالي کوي
واکمني چې د فاسقانو شي، ولس زګېروي کوي
صادقين د مسکينانو د حقوقو خيال ساتي
خو فاسقين د دوی په کيسه کې نه وي
که پاچا د مسکينانو په حق کې انصاف وکړي
نو پاچاهي به يې بې پايانه وي
که څوک پر مسکينانو ظلم وکړي
نو د خپل خالق په شان کې سپکاوی کوي
خو که څوک د مسکينانو لاسنيوی وکړي
نو د خپل خالق په شان کې درناوی کوي
فاسقان چې په واک کې شي، نو فسادونه زيات شي
خو په پای کې به صادقان د دوی ړنګېدل په خپلو سترګو وويني
په اصل کې د فاسدو کسانو ګټې بې ارزښته دي
خو که څوک د نېکۍ تخم وکري، حاصلات به يې رښتيني وي
د بدکارانو کور به وران شي
خو د راستکارانو خېمه به آباده شي
که وېره له ﷲ ﷻ لرئ، بيا به کلکه تکيه ګاه لرئ
او خدای ﷻ به مو اولاد په خپله پناه کې ساتي
د ﷲ ﷻ وېره د ژوند چينه ده
چې يو څوک د مرګ له منګولو څخه ژغوري
په صداقت سره د قوم نوم روښانه کېږي
خو ګناه د هر قوم سرټيټي او سرکوزي ده
د راستکارانو له برکته د ښار نوم لوړېږي
خو د فاسدينو په مشورو ورانېږي
د عقلمندۍ خاوند په قهر کې صابر وي
څوک چې د نورو له غلطيو ورتېر شي، عزت پيدا کوي
د عسلو خوړل ښه دي خو ډېر خوړل يې نه
او څوک چې د خپل عزت د لوړولو په تلاش کې وي، ښه نه کوي
د غرور پايله ماتې ده
د کبر پايله ذلت دی
غرور جنجالونه زېږوي
د حکمت خاوند هغه دی چې د نورو نصيحتونو ته غوږ نيسي
بې له مشورې پلانونه، له ناکامۍ سره مخ کېږي
خو له ډېرو مشورو سره ثمر ته رسېږي
د حکمت خاوند قوي وي
او د پوهې خاوند خپل زور زياتوي
د جنګ کولو لپاره ښې لارښوونې په کار دي
او د بريا لپاره د ډېرو مشاورينو رايې
خلک د جنګ لپاره آسونه آماده کوي
خو بريا او کاميابي د ﷲ ﷻ لخوا راځي
فاسدان تل تښتي، حتی چې په دوی پسې څوک وي هم نه
خو صادقان د زمري غوندې زړور وي