حضرت سليمان 

سليمان  د دوو ښځو په لانجه کې له حکمت څخه کار اخلي

يوه ورځ داسې وشول چې دوې بدلمنې ښځې د سليمان پاچا دربار ته راغلې تر څو هغه ﵇ د دوی تر منځ جنجال فيصله کړي. يوې ښځې ورته وويل: ای پاچا صاحب! بخښنه غواړم چې تاسې مو په تکليف کړئ. زه او دغه ښځه په يوه کور کې اوسېږو. دا راسره په کور کې وه چې زما زوی پيدا شو. دوې ورځې وروسته د دې هم زوی پيدا شو. موږ دوې په کور کې يوازې وو. بل هېڅوک نه و.

يوه شپه چې دا له خپل زوی سره په کور کې ويده وه، اړخ يې بدل کړ او کوچنی ماشوم يې تر ځان لاندې شو او مړ شو. کله چې پرې راويښه شوه، پوه شوه چې زوی يې مړ شوی دی. نو راپورته شوه او په داسې حال کې چې ويده وم، زما ماشوم يې له غېږې راڅخه واخيست او خپل مړ ماشوم يې راته په غېږې کې کېښود. سهار چې له خوبه راويښه شوم، غوښتل مې چې ماشوم ته تی ورکړم. نو ګورم چې هغه مړ دی. بيا چې مې د سهار په رڼا کې په ځير سره وروکتل، دا هغه ماشوم نه و چې ما دنيا ته راوړی و.

په دغه وخت کې هغې بلې ښځې وويل: ته درواغ وايې! هغه مړ ماشوم ستا و او دغه ژوندی ماشوم زما دی.

اولې ښځې وويل: نه! دغه ژوندی ماشوم زما دی او هغه مړ ستا و.

د سليمان پاچا په مخ کې يې دغسې جنجال کاوه.

په پای کې سليمان پاچا وفرمايل: تاسې دواړه واياست چې ژوندی ماشوم زما دی او مړ د بلې دی.

بيا يې خپلو کسانو ته امر وکړ چې يوه توره راوړئ!

کله چې يې توره راوړه، سليمان پاچا وفرمايل: دغه ژوندی هلک نيم کړئ او هرې يوې ته يې نيمه حصه ورکړئ!

د هغې اولې ښځې چې د ماشوم اصلي مور وه، مورنی شفقت او رحم په جوش راغی. سليمان پاچا ته يې ناره کړه: پاچا صاحب، زه مې د خبرو بخښنه غواړم. هلک دې ته ورکړئ. هيله کوم، مه يې وژنئ!

خو هغې بلې ښځې وويل: پرې يې ږده چې دوه ځايه يې کړي، تر څو نه ستا شي او نه زما.

سليمان پاچا خپلو کسانو ته وفرمايل: ماشوم مه پرې کوئ، بلکې هغې ښځې ته يې ورکړئ، کومې چې د ماشوم مرګ نه غوښت. اصلي مور يې دا ده.

کله چې بني اسراييل د سليمان پاچا په دې فيصله خبر شول، له ده ﵇ څخه ډېر په هيبت کې شول، ځکه چې ﷲ ﷻ دی ﵇ د حکيمانه قضاوت څښتن ګرځولی و، تر څو چې پر خلکو د عدل او انصاف حکومت وکړي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست