حضرت سليمان 

سليمان ﵇ له خدای  څخه حکمت غواړي، تر څو د خلکو مشري وکړي

سليمان ﵇ له ﷲ ﷻ سره مينه درلوده او د خپل پلار داود ﵇ احکام يې پر ځان باندې عملي کولې. تر ټولو لوی عبادتځای په جبعون ښار کې و. سليمان ﵇ به هلته ﷲ ﷻ ته خورا ډېرې قربانۍ وړاندې کولې. يوه ورځ هغه ﵇ بيا د قرباني کولو په خاطر جبعون ته تشريف يووړ. په همدې شپه ﷲ ﷻ ورته په خوب کې وحې وکړه او ويې فرمايل: وغواړه، چې زه يې درکړم.

سليمان ﵇ عرض وکړ: يا ربه، تا زما له پلار داود ﵇ سره د خپل عهد پر اساس ډېره مينه او ښېګڼه وکړه، ځکه چې هغه په وفادارۍ، صداقت او د زړه په اخلاص ستا بندګي کوله. دغه مينه او ښېګڼه دې لا تر ننه پورې څرګنده ده او هغه داسې چې داود ﵇ دې په يوه زوی ونازاوه چې د تخت وارث يې شي. يا ﷲ زما ربه! زه دې د خپل پلار ځای ناستی او پاچا کړم، خو کم عمره يم او په رهبرۍ کې بې تجربې يم. زه دې د منتخب قوم مشر کړی يم او دوی دومره ډېر دي چې له شمېره وتلي دي. نو د پوهې او حکمت خاوند مې کړه، تر څو د خير او شر تشخيص وکړای شم او پر منتخب قوم باندې دې په ښه ډول حکومت او فيصله وکړای شم. آخر د چا په وس پوره ده چې په يوازې سر ستا پر دې لوی منتخب قوم باندې حکومت او فيصله وکړي؟

د سليمان ﵇ دغه غوښتنه د ﷲ ﷻ ډېره خوښه شوه. نو ورته ويې فرمايل: تا له ما څخه نه اوږد عمر، نه شتمني او نه د خپلو دښمنانو مرګ وغوښت، بلکې حکمت دې راڅخه وغوښت تر څو حکيمانه پرېکړې وکړې. نو په دې سبب به زه ستا غوښتنه درپوره کړم! دومره پوهه او حکمت به دروبخښم چې په څېر به دې په ټول تاريخ کې د حکمت خاوند نه وي تېر شوی او نه به په راتلونکې کې تېر شي! پر دې سربېره به هغه شيان هم درکړم، چې ودې نه غوښتل. دومره ثروت او دبدبه به دروبخښم چې په ټول ژوند به دې په پاچاهانو کې ستا غوندې کوم پاچا نه وي او که د خپل پلار داود په څېر زما د لارې پيروي وکړې او احکام او فرمانونه مې پر ځای کړې، نو اوږد عمر به هم درکړم.

په دغه وخت کې سليمان ﵇ راويښ شو او پوه شو چې دا يې په خوب کې ليدلي دي. بېرته يروشلم ته ولاړ. د عهد د صندوق په وړاندې حاضر شو او ﷲ ﷻ ته يې سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې وړاندې کړې. له دې وروسته يې خپلو ټولو درباريانو ته يوه لويه مېلمستيا جوړه کړه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست