حضرت داود ﵇
داود ﵇ د جبعونيانو په حق کې عدالت کوي
کله چې داود ﵇ د دوهم ځل لپاره د پاچاهۍ واګې په لاس کې واخيستې، نو په دې دوران کې کاختي راغله او دې کاختۍ تر درېيو کلونو دوام وکړ. داود ﵇ د ﷲ تعالی له درباره د لارښوونې غوښتنه وکړه، نو ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: دا کاختي د طالوت او د هغه د کورنۍ له سببه ده، ځکه هغوی د جبعونيانو وينه تويه کړې ده.
دغه جبعونيان بني اسراييل نه وو، بلکې د کنعانيانو له پاتې شوو کسانو څخه وو. کلونه پخوا د يوشع بن نون ﵇ په زمانه کې بني اسراييلو له هغوی سره د نه وژلو قسم کړی و، خو طالوت غوښتل چې ټوله ځمکه د بني اسراييلو شي، نو يې د هغوی په نابودولو لاس پورې کړ.
د دې ستونزې د حل لپاره داود ﵇ جبعونيان راوغوښتل او ځينې ويې پوښتل: زه ستاسې لپاره څه کولای شم؟ هغه ظلم چې په حق کې مو شوی دی، هغه څنګه درته جبرانولای شم، تر څو د ﷲ ﷻ د منتخب قوم خير غوښتونکي شئ؟
جبعونيانو په ځواب کې وويل: دا مسله په سرو يا سپينو زرو نه حل کېږي او موږ ته دا حق نه دی راکړل شوی چې د خپلو مړو په بدل کې کوم بني اسراييلی کس مړ کړو.
داود ﵇ وفرمايل: تاسې چې هر کار راڅخه وغواړئ، زه به يې تر سره کړم.
دوی وويل: طالوت و چې زموږ د قوم د له منځه وړلو اراده يې کړې وه او قتل عام يې راباندې ګډ کړی و، تر څو له موږ څخه يو کس هم د اسراييل په ځمکه کې پاتې نه شي. نو د هغه له زامنو څخه اووه کسان په لاس راکړئ. هغوی به د طالوت په پلرني ښار جبعه کې اعدام کړو تر څو د انصاف تقاضا پوره شي.
داود ﵇ وفرمايل: سمه ده. ستاسې غوښتنه منظوره ده.
د هغه قسم په خاطر چې د ﷲ ﷻ په وړاندې يې له يوناتان بن طالوت سره کړی و، داود ﵇ د يوناتان زوی مريبعل ژوندی پرېښود. خو د طالوت دوه زامن آرمونی او مفيبعل، چې مور يې د طالوت وينځه رِصفه بنت اَيه وه، د جبعونيانو په لاس يې ورکړل. همدارنګه يې د طالوت د لور ميرب پنځه زامن ورته په لاس ورکړل. جبعونيانو دغه اووه کسان د غره پر سر اعدام کړل. دا پېښه د اوربشو د لوونو په لومړيو ورځو کې پېښه شوه.
بيا رِصفې بنت اَيه د ټاټ يو ځيږ ټوکر راواخيست، ورغله، مړو ته نږدې يې پر يوه ډبره وغوړاوه او د لوونو د فصل تر پايه پورې پر هغه ځای پاتې شوه. په دې جريان کې به يې د ورځې له خوا مرغان او د شپې له خوا وحشي ځناور مړو ته نږدې نه پرېښودل.
کله چې داود ﵇ ته خبر ورکړل شو چې رِصفې څه کړي دي، نو د يابيش جلعاد کلي اوسېدونکو ته ورغی او د طالوت پاچا او يوناتان هډوکي يې ځينې راواخيستل. (په هغه ورځ چې د جِلبوع په جګړه کې فيليستينيانو طالوت او يوناتان وژلي وو، مړي يې د بيت شان ښار پر دروازه راځړولي وو. بيا د يابيش جلعاد اوسېدونکي د شپې لخوا راغلي وو او د هغوی مړي يې له ځان سره وړي وو.) داود ﵇ د طالوت او يوناتان هډوکي بېرته راوړل. د هغو اوو تنو اعدام شوو کسانو هډوکي يې هم راټول کړل او رايې وړل. بيا يې خپلو نوکرانو ته امر وکړ چې د طالوت، يوناتان او د دې اوو نورو هډوکي د طالوت د پلار قيش په مقبره کې ښخ کړئ، چې هغه د بنيامين د ټبر د ځمکې په صيلع کلي کې ده.
نوکرانو هم د پاچا امر پر ځای کړ او تر هغه وروسته خدای ﷻ د داود ﵇ دعا قبوله کړه او کاختي يې پای ته ورسوله.