حضرت داود ﵇
له هجرت څخه د داود ﵇ راستنېدل
په دې ترڅ کې د ابشالوم پوځيان تښتېدلي او خپلو کورونو ته تللي وو. د بني اسراييلو په شمالي ټبرونو کې دا بحث راپورته شو، چې داود پاچا موږ ته له فيليستينيانو او نورو دښمنانو څخه نجات راکړ، خو د ابشالوم له وجې له ملکه وتښتېد. ابشالوم چې موږ خپل پاچا مقرر کړ، اوس مړ شوی دی. نو راځئ چې داود ﵇ بېرته راولو تر څو يو ځل بيا يې خپل پاچا کړو.
دا خبر داود پاچا ته هم ورسېد، نو امام صادوق او امام ابياتار يې د يهودا د ټبر مشرانو ته له دې پيغام سره ولېږل چې ای بني يهودا! نور ټول ټبرونه آماده دي چې ما بېرته د خپل پاچا په توګه راولي. نو ولې تاسې زما په بېرته راوستو کې تر ټولو آخر ياست؟ تاسې خو زما د ټبر خلک، زما خپل او زما وينه ياست. نو ولې تر ټولو وروسته زما بېرته راوستو ته حاضر شوي ياست؟
د يهودا ټبر په ځواب کې دا پيغام ورولېږه: جنابه، تاسې له خپلو ټولو کسانو سره په خېر راشئ.
داود ﵇ هم د يروشلم پر خوا راروان شو. کله چې د اُردن سيند ته راورسېد، د يهودا د ټبر خلک جلجال ښار ته راغلل، تر څو هرکلی يې وکړي او تر سيند يې راواړوي.
په دغه وخت کې د بحوريم اوسېدونکی شمعي بن جيرا، چې د بنيامين له ټبره و، په تلوار له بني يهودا سره د پاچا هرکلي ته حاضر شو. له هغه سره د بنيامين له ټبر څخه زر کسان په بېړه د پاچا هرکلي ته راغلي وو، چې په دې جمله کې د طالوت د کورنۍ مشر نوکر صيبا او د هغه پنځلس زامن او شل نوکران هم شامل وو. راغلي خلک د سيند تر هغه ځايه واوښتل چې اوبه پکې کمې وې، تر څو د پاچا کورنۍ د سيند دې غاړې ته راپورې باسي او د پاچا هره خوښه پر ځای کړي.
مخکې له دې چې داود ﵇ تر سينده راواوړي، شمعي بن جيرا يې په پښو کې ورپرېووت او ويې ويل: پاچا صاحب! زما باداره! هيله کوم چې ما وبخښئ او زما هغه بد هېر کړئ چې له يروشلم څخه ستاسې د وتلو په وخت کې مې درسره کړي وو. بيخي يې له ياده وباسئ. ځکه زه ښه پوهېږم چې ما څه لويه ګناه کړې ده. په همدې خاطر نن له ټولو شمالي ټبرونو څخه مخکې راغلی يم چې ستاسې ښه راغلاست ووايم.
په دغه وخت کې ابيشای وويل: دغه شخص د ﷲ ﷻ انتخاب شوي ته ښکنځل کړي دي. بايد ووژل شي!
داود ﵇ وفرمايل: ای زما خوريونو، په دې کې ستاسې رايه نه وه په کار. ولې راته شيطانان شوئ؟ نن يو ځل بيا د بني اسراييلو پاچاهي زما په لاس کې راغله. نن به هېڅوک نه وژل کېږي!
بيا يې مخ شمعي ته ورواړاوه او قسم يې وکړ چې زه به تا نه وژنم.
تر دې وروسته د طالوت لمسی مريبعل له يروشلم څخه د داود ﵇ استقبال ته راورسېد. له هغې ورځې څخه چې داود ﵇ له يروشلم څخه تللی و، مريبعل يې د بېلتون په غم کې نه خپلې پښې مينځلې وې، نه يې برېتونه کم کړي وو او نه يې خپل کالي مينځلي وو. داود ﵇ پوښتنه ځينې وکړه: ای مريبعله، زه چې تلم، له ما سره ولې نه ولاړې؟
مريبعل ځواب ورکړ: پاچا صاحب! زما باداره! زه مې نوکر صيبا وغولولم. تاسې ته خو معلومه ده چې زه په دواړو پښو معيوب يم، نو هغه ته مې ويلي وو چې خر راته زين کړه، چې زه له پاچا سره ځم. دا چې صيبا درته وويل چې مريبعل له راتلو څخه انکار کوي، درواغ يې درته ويلي. خو زه پوهېږم چې تاسې د ملايکې په څېر حکيم ياست. نو هغه څه راسره وکړئ چې ښه يې ګڼئ. حق مو و چې زما د نيکه ټول خاندان مو وژلی وای، خو د دې پر ځای مو دا وياړ راوباخښه چې ستاسې پر دسترخوان ځای ولرم. نور نو درڅخه څه غوښتلای شم؟
داود ﵇ وفرمايل: نورې خبرې بس دي. ما خپله پرېکړه کړې ده. د طالوت پاچا ځمکې تا او د صيبا تر منځ نيموم.
مريبعل وويل: زما باداره، ټولې ځمکې صيبا ته ورکړئ. زما لپاره خو دا کافي ده چې پاچا صاحب جوړ او روغ بېرته کور ته راغلی دی.
بيا ټول خلک له داود ﵇ سره د اُردن تر سينده راواوښتل. په لاره کې د شمالي ټبرونو نيم لښکر او د يهودا د ټبر ټول لښکر د پاچا صاحب ملتيا کوله. د شمالي ټبرونو کسان ده ﵇ ته راغلل او شکايت يې وکړ چې پاچا صاحب، زموږ د يهودا ټبر وروڼو موږ له دې وياړ څخه بې برخې کړو، چې تاسې او ستاسې کورنۍ او کسان د اُردن تر سينده راواړوو.
د يهودا ټبر په ځواب کې وويل: پاچا صاحب زموږ د ټبر سړی دی، نو تاسې ولې په دې موضوع ناراضه شوي ياست؟ هغه نه کوم انعام راکړی دی او نه کوم خوراک.
شمالي ټبرونو وويل: پاچا صاحب يوازې ستاسې نه، بلکې د بني اسراييلو د دوولسو ټبرونو پاچا دی. له دې خاطره زموږ حق له تاسې څخه لس برابره زياد دی! ولې موږ ته په سپکه سترګه ګورئ؟ دا مه هېروئ چې د پاچا د بېرته راوستو خبره لومړی ځل موږ کړې وه!
دغه بحث او شخړې دوام پيدا کړ او د يهودا ټبر د خلکو خبرې نسبت د شمالي ټبرونو خلکو ته توندې او تېزې وې.