حضرت داود 

په يروشلم کې ابشالوم ته مشاورين مشوره ورکوي

بلخوا ابشالوم له ياغي لښکر او اخيتوفل سره يروشلم ته داخل شو. د داود ﵇ پلوی حوشای اَرکی ابشالوم ته ورغی او ورته ويې ويل: زموږ پاچا دې ژوندی وي! زموږ پاچا دې ژوندی وي!

ابشالوم پوښتنه وکړه: ته خو د داود وفادار ملګری وې. نو له هغه سره ولې نه ولاړې؟

حوشای وويل: څنګه ورسره تللی وای. زه د هغه چا ملاتړی يم چې ﷲ ﷻ ټاکلی او خلکو مقرر کړی دی. پر دې سربېره ما ته ستا خدمت مناسب دی، ځکه چې ته يې زوی يې. په څه ډول چې مې پخوا ستا د پلار خدمت کاوه، اوس به ستا خدمت هم وکړم.

بيا ابشالوم مخ د اخيتوفل خوا ته ورواړاوه او ويې ويل: نظر راکړه چې زموږ راتلونکی ګام بايد څه وي؟

اخيتوفل ورته وويل: ستا پلار څو کسه وينځې دلته پرې اېښې دي، تر څو پر قصر پام وساتي. ورشه او له هغوی سره نږدېوالی وکړه. بيا به ټول بني اسراييل پوه شي چې د خپل پلار عزت ته دې سپکاوی کړی دی او له دې سره به ستا د پلويانو قوت لا زيات شي.

نو د ابشالوم لپاره يې د قصر پر بام باندې يوه خېمه ودروله او په داسې حال کې چې ټولو خلکو ورته کتل، خېمې ته داخل شو او د خپل پلار له وينځو سره يې نږدېوالی وکړ.

د خلکو په نظر اخيتوفل داسې مشورې ورکولې، لکه چې خدای ﷻ يې پر ژبه ورايښي وي. د ده مشورې پخوا داود ﵇ ته او اوس ابشالوم ته د اعتبار وړ ښکاره کېدې.

اخيتوفل ابشالوم ته وويل: که ستاسې اجازه وي، زه به دوولس زره کسان وټاکم او نن شپه به په داود پسې ووزو. دغه وخت به داود ستړی او روحيات به يې کمزوري شوي وي. نو ناڅاپه به پرې حمله وکړم. په لښکر کې به يې وارخطايي واچوم او ټول عسکر به يې په تېښته لاس پورې کړي. بيا به داود مړ کړم. نور ټول کسان به درته ژوندي راولم او له تاسې سره به بيعت وکړي.

د اخيتوفل دغه مشوره د ابشالوم او د بني اسراييلو د مشرانو خوښه شوه. بيا ابشالوم وويل: حوشای اَرکی هم راوله چې هغه پکې څه وايي.

حوشای چې راغی، ابشالوم د اخيتوفل مشوره ورته بيان کړه او ويې پوښتل چې د ده پر مشوره عمل وکړو، که نه؟ ستا رايه څه ده؟

حوشای وويل: پاچا صاحب! په اوسنيو حالاتو کې د اخيتوفل مشوره ښه نه ده. تاسې ښه پوهېږئ چې ستاسې پلار او د هغه عسکر ډېر غښتلي جنګيالان دي او دغه وخت به هغوی د داسې ايږې په څېر په جوش کې وي چې بچيان يې وژل شوي وي. پر دې سربېره ستاسې پلار په جنګ پوه او تجربه کار سړی دی او د خپلو عسکرو تر منځ به شپه نه کوي. هغه به په کوم غار او يا کوم بل ځای کې ځان پټ کړی وي. نو کله چې ستاسې له عسکرو څخه لومړی کس ووژل شو، له دې سره به په عسکرو کې وارخطايي پيدا شي او دا آوازه به پکې خپره شي چې پر موږ يې قتل عام ګډ کړی دی. بيا مو که له عسکرو څخه څوک د زمري زړه هم ولري، نو زړه به يې له وېرې ورپېږي، ځکه ټول بني اسراييل په دې خبر دي چې ستاسې پلار څومره تکړه جنګيالی دی او عسکر يې څومره زړور دي. نو زما رايه دا ده چې تاسې له دان ښاره نيولې تر بير شبع ښار پورې ټول جنګيالي بني اسراييلي نارينه راټول کړئ. بيا به له تاسې سره دومره ډېر عسکر وي لکه د ساحل رېګونه. د لښکر مشري تاسې پر غاړه واخلئ. داود چې هر چېرې وي، پيدا به يې کړو او بې له ځنډه به حمله پرې وکړو. هغه او عسکر به يې تر وروستي کس پورې له ژونده محروم کړو. خو که چېرې داود وتوانېد چې په کوم ښار کې پنا واخلي، نو زموږ شمېر به دومره زيات وي چې په رسيو باندې به د ښار دېوالونه راچپه کړو او نږدې درې ته به يې ورکش کړو تر څو يوه ډبره هم پر ځای پاتې نه شي.

د دې خبرو په اورېدو سره ابشالوم او حاضرو کسانو په يوه غږ وويل: د حوشای مشوره د اخيتوفل تر مشورې بهتره ده.

دا د ﷲ ﷻ کار و، ځکه غوښتل يې د اخيتوفل مشوره، چې د ابشالوم په ګټه وه، ناکامه کړي او هغه په بلا او مصيبت اخته کړي.

بيا حوشای امام صادوق او امام ابياتار ته ورغی او ورته ويې ويل چې اخيتوفل ابشالوم او د بني اسراييلو مشرانو ته کومه مشوره ورکړې وه او بيا ما کومه مشوره ورکړه. له دې وروسته يې ورته وويل چې ژر کوئ! داود ﵇ ته احوال ورولېږئ چې نن شپه له سيند څخه د تېرېدو پر لاره پاتې نه شي بلکې سمدلاسه بايد تر سيند واوړي او ولاړ شي. که نه، نو له خپلو ټولو کسانو سره به د نېستۍ کندې ته ورولوېږي.

نو امامانو يوه ښځينه نوکره ولېږله چې دا خبر د دوی زامنو يوناتان او اخيمعص ته ورورسوي. هغوی تر ښار دباندې د روجل له چينې سره پاتې کېدل، تر څو ښار ته د ننوتو او وتو په حالت کې ونه ليدل شي. دا وار هم نوکره ورغله او د حوشای پيغام يې ورورساوه، خو يوه هلک دوی له نوکرې سره د خبرو په حالت کې وليدل او ابشالوم يې پرې خبر کړ. نو دوی دواړه ژر بحوريم کلي ته وتښتېدل او هلته يوه سړي دوی د خپلې حويلۍ په څاه کې پټ کړل. بيا د سړي مېرمنې د څاه پر خوله يو څادر وغوړاوه او پر سر يې يو څه غلې دانې ورواچولې تر څو پر څاه د چا شک رانه شي.

د ابشالوم کسان راغلل او له ښځې څخه يې پوښتنه وکړه چې آيا تا يوناتان او اخيمعص ليدلي دي؟

ښځې وويل: ومې ليدل چې له سيند څخه واوښتل.

کسان ولاړل او نور يې هم ورپسې تلاش وکړ، خو پيدا يې نه کړل او بېرته يروشلم ته ستانه شول.

د ابشالوم د کسانو تر تګ وروسته يوناتان او اخيمعص له څاه څخه راووتل. داود ﵇ ته ورغلل او ورته ويې ويل: صاحبه! ژر کوئ! تر سيند واوړئ! بيا يې د اخيتوفل ناوړه مشوره ورته بيان کړه.

داود ﵇ او ورسره کسانو يې هم په هماغه شپه له سيند څخه په اوښتلو پيل وکړ او تر لمر ختو پورې ټول هغې بلې غاړې ته واوښتل.

بلخوا اخيتوفل وليدل چې مشوره يې رد شوې ده، نو خر يې زين کړ او خپل کلي ته ولاړ. کورنۍ ته يې وصيت وکړ او بيا يې ځان زيندۍ کړ. مړ شو او مړی يې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

ابشالوم د بني اسراييلو له لښکر سره په داود ﵇ پسې د اُردن تر سينده واووښت، خو داود ﵇ محنايم ښار ته روان شوی و. ابشالوم او لښکر يې د جلعاد په ځمکه کې واړول.

داود ﵇ چې محنايم ته تشريف راووړ، درې کسان يې هرکلي ته راووتل: لومړی شوبي بن ناحاش، چې په قوم عموني و او د رَبې ښار و. دويم ماخير بن عمي ايل، چې له لودِبار کلي څخه و. درېيم برزلای جلعادی، چې له روجليم ښار څخه و. درې واړو له ځان سره کټونه، لګنونه، خټين لوښي، غنم، اوربشې، اوړه، نېنې، بېلابېل حبوبات، عسل، مستې، پسونه، وزې او پنېر راوړي و. دغه ټول شيان يې د داود ﵇ او د هغه د کسانو په خدمت کې وړاندې کړل، ځکه دوی فکر کاوه چې دغه خلک به په بيابان کې ستړي، وږي او تږي شوي وي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست