حضرت داود ﵇
داود ﵇ د يوناتان له زوی مريبعل سره مهرباني کوي
يوه ورځ داود ﵇ له خپلو درباريانو څخه پوښتنه وکړه چې آيا د طالوت له کورنۍ څخه کوم څوک ژوندی پاتې دی، چې د يوناتان په خاطر ورسره ښېګڼه او مينه وکړم؟
د صيبا په نامه يو سړی و، چې د طالوت پاچا په کور کې يې نوکري کړې وه. نو درباريارنو هغه داود پاچا ته راووست او هغه ﵇ ځينې پوښتنه وکړه، چې آيا ته صيبا يې؟
ده وويل: هو، صاحب. څه امر او خدمت؟
داود ﵇ وفرمايل: آيا د طالوت پاچا له کورنۍ څخه کوم څوک ژوندی پاتې دی، چې زه ورسره ښېګڼه او مينه وکړم؟ ځکه ما د خدای ﷻ په وړاندې د دې قسم کړی و.
صيبا په ځواب کې وويل: جنابه! د يوناتان يو زوی ژوندی دی. هغه په داوړو پښو معيوب دی.
داود ﵇ پوښتنه وکړه: هغه اوس چېرې دی؟
صيبا وويل: په لودِبار کلي کې، د ماخير بن عمي ايل په کور کې دی.
نو داود پاچا يو څو کسان ورولېږل چې د يوناتان زوی د ماخير بن عمي ايل له کوره شاهي دربار ته راولي. کله چې مريبعل بن يوناتان بن طالوت راغی، د تعظيم لپاره يې داود ﵇ ته سر ټيټ کړ. هغه ﵇ ورته وفرمايل: مريبعله، سلام!
ده وويل: پاچا صاحب! زه مو په خدمت کې حاضر يم.
داود ﵇ ورته وفرمايل: مه وېرېږه! زه به دې د پلار يوناتان په خاطر درسره ښېګڼه او مينه وکړم. ستا د نيکه طالوت ټول جايدادونه به بېرته درکړم او ته به همېشه زما پر دسترخوان باندې ځای لرې.
د دې په اورېدو سره مريبعل يو ځل بيا د داود ﵇ د تعظيم لپاره سر ټيټ کړ او ويې ويل: زما په څېر د ضعيف کس څه حيثيت و چې دومره مهرباني مو راسره وکړه؟
په دې وخت کې داود پاچا د طالوت پخوانی نوکر صيبا راوغوښت او ورته ويې فرمايل: ما ستا د مالک طالوت او د هغه د کورنۍ ټول جايدادونه د هغه لمسي ته ورکړي دي. ته، ستا زامن او ستا نوکران به په هغو ځمکو کې بزګري کوئ، تر څو ستا د مالک مريبعل کورنۍ ته خوراکونه تيار کړئ. خو مريبعل به دلته زما پر دسترخوان باندې دايمي ځای لري.
صيبا وويل: پاچا صاحب! هر هغه څه چې تاسې وفرمايل، ستاسې خدمتګار به يې پر ځای کړي.
له هغه وروسته صيبا له خپلو پنځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره د مريبعل او د هغه د کوچني زوی ميکا خدمت پيل کړ. مريبعل په يروشلم کې اوسېد او د داود پاچا د زامنو په شان يې پر شاهي دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله.