حضرت داود ﵇
داود ﵇ د طالوت ژوند وربخښي
کله چې طالوت پاچا د فيليستينيانو له جګړې څخه راستون شو، خبر ورته ورسېد چې داود له ګِدي چينې سره نږدې بيابان ته تللی دی. نو له ټولو بني اسراييلو څخه يې درې زره تکړه عسکر راټول کړل او د داود ﵇ او د هغه د کسانو په لټه کې د يعليم د پرښو پر خوا ورغلل.
په دغه وخت کې داود ﵇ د موجوده خطر په اړه داسې دعا وکړه:
په لوړ غږ ﷲ ﷻ ته ناره کوم
له ﷲ ﷻ څخه د رحمت غوښتنه کوم
خپلې اندېښنې ورته وړاندې کوم
خپل مشکلات ورته بيانوم
يا ﷲ، که مې زړه ضعيفه شي،
ته زما پر هر قدم باندې پام کوې
په کومه لاره چې زه ګرځم
خلکو راته دام ايښی دی
زه چې خپل څنګ ته ګورم،
څوک نشته چې مرستې ته مې حاضر شي
ځای نشته چې پنا پکې واخلم
ځکه هېڅوک زما پروا نه لري
يا ﷲ، تا ته د مرستې غږ کوم
ته پنا راکوونکی یې
په ژوند کې بغير له تا بل هېڅ شی نه غواړم
زما فرياد واوره
ځکه زه ناچارۍ آخري حد ته رسولی يم
هغه کسان چې راپسې دي، تر ما زورور دي
نو له هغوی نجات راکړه
د مصيبتونو له قيد څخه مې آزاد کړه
تر څو زه ستا شکر ادا کړای شم
زما پر شاوخوا به صادقين راټولېږي
ځکه زما لمن دې په ډېرو ښېګڼو راډکه کړې ده
طالوت له خپلو عسکرو سره پر لاره يو ځای ته ورسېد چې د مېږو شپولونو ته نږدې و. هلته يوه غار ته ننووت چې رفع حاجت وکړي. تصادفاً د دې غار په پای کې داود ﵇ له خپلو کسانو سره پټ و. کسانو يې ورته وويل: صاحبه! اوس يې وخت دی! وار پرې وکړه! ﷲ ﷻ دې دښمن ستا په لاس درکړی دی.
طالوت له خپلو عسکرو سره پر لاره يو ځای ته ورسېد چې د مېږو شپولونو ته نږدې و. هلته يوه غار ته ننووت چې رفع حاجت وکړي. تصادفاً د دې غار په پای کې داود ﵇ له خپلو کسانو سره پټ و. کسانو يې ورته وويل: صاحبه! اوس يې وخت دی! وار پرې وکړه! ﷲ ﷻ دې دښمن ستا په لاس درکړی دی. داود ﵇ ورو – ورو طالوت ته ورنږدې شو او د ده له لمنې څخه يې يوه ټوټه په پټه پرې کړه. خو د لمنې تر پرې کېدو وروسته د داود ﵇ وجدان ناکراره شو، چې د طالوت له لمنې څخه مې بايد ټوټه نه وای پرې کړې. نو يې خپلو کسانو ته وفرمايل: خدای دې نه کوي چې زه دې پر خپل بادار باندې لاس پورته کړم! ﷲ ﷻ هغه د پاچاهۍ لپاره انتخاب کړی دی. نو ضرر نه وررسوم!
په دې خبرو سره يې خپل کسان له دې څخه منع کړل چې پر طالوت باندې حمله وکړي. طالوت پاچا چې له رفع حاجت څخه فارغ شو، نو له غاره راووت او له خپلو عسکرو سره روان شو.
يو څو شېبې وروسته داود ﵇ هم له غاره راووت او طالوت ته يې ورغږ کړ: ای پاچا صاحب! زما باداره!
طالوت پاچا مخ راواړاوه او داود ﵇ د تعظيم سر ورته ټيټ کړ. بيا يې ورته وفرمايل: ولې د هغو کسانو خبرو ته غوږ نيسئ چې وايي داود غواړي تاسې ته ضرر ورسوي؟ نن ما ثابته کړه چې د دوی خبرې غلطې او بې ځايه دي. ګورئ! همدا اوس په غار کې ﷲ ﷻ تاسې زما په لاس راکړي واست او خپلو کسانو مې راته وويل چې تاسې ووژنم، خو ما ستاسې له وژلو څخه انکار وکړ. ومې ويل، پر خپل بادار به لاس نه پورته کوم، ځکه چې ﷲ ﷻ هغه د پاچاهۍ لپاره انتخاب کړی دی. ای زما مشره! وګورئ! دا ده زما په لاس کې ستاسې د لمنې ټوټه! دا مې ستاسې له لمنې څخه پرې کړه، خو مړ مې نه کړئ. نو پوه شئ چې زه تاسې ته د بدو نيت نه لرم او ستاسې په حق کې مې ګناه نه ده کړې. خو تاسې ياست، چې زما د ژوند ختمول غواړئ. ما دغه موضوع ﷲ ﷻ ته سپارلې ده. خدای ﷻ به انتقام درڅخه واخلي، مګر زه به په خپله لاس نه درباندې پورته کوم. پخوانيو ويلي دي: «بد له بدو څخه کېږي.» نو ډاډه اوسئ چې زما له خوا به کوم ضرر نه درته رسېږي! ما ته ډېره د حيرانتيا خبره ده، چې د بني اسراييلو پاچا به زما غوندې په يوه ناچيزه سړي پسې راوتلی وي. څومره چټي کار دی، چې يو سړی د مردار سپي او يا د يوې دانې ورږې ښکار کوي. خير! ﷲ ﷻ دې زموږ تر منځ انصاف وکړي. خدای ﷻ دې زما په حق کې فيصله وکړي او ستا له لاسه دې نجات راکړي.
کله چې داود ﵇ خپلې خبرې خلاصې کړې، طالوت پاچا ورته وويل: داوده زويه! دا غږ ستا و؟
دا چې يې وويل، بيا سخت په ژړا شو. ويې ويل: داوده! ته تر ما ښه يې! ځکه زما د بدو ځواب دې په ښو سره راکړ. نن ﷲ ﷻ زه ستا په لاس درکړی وم او تا وژلای شوم، خو د دې پر ځای دې ښېګڼه راسره وکړه او ژوندی دې پرېښودلم. سړی خو داسې نه کوي، چې کله دښمن په لاس ورشي، نو خوشې يې کړي. اوس دې ﷲ ﷻ تا ته د دې ښېګڼې عوض او بدله درکړي چې نن دې راسره وکړه. نن باوري شوی يم چې ﷲ ﷻ به دې زما پر ځای پاچا کړي او دغه سلطنت به نسل په نسل ستا د کورنۍ وراثت شي. نو له ما سره په ﷲ ﷻ قسم وکړه چې کله پاچا شوې، زما کورنۍ به نه وژنې او نوم و نښان به يې له نړۍ څخه نه ورکوې.
داود ﵇ هم قسم وکړ. بيا طالوت پاچا بېرته کور ته ولاړ او داود ﵇ له خپلو کسانو سره پټنځي ته ستون شو.