حضرت داود 

دواغ اِدومي امامان وژني

بلخوا طالوت پاچا په جبعه کې پر يوې غونډۍ تر ونې لاندې ناست و. نېزه يې په لاس کې وه او نوکران يې په شاوخوا کې ورته ولاړ وو. طالوت ته خبر ورسېد چې داود ﵇ د يهودا ټبر ځمکې ته راغلی دی. نو يې خپلو نوکرانو ته وويل: ای زما د بنيامين خپل ټبره! دا خبره مې واورئ! آيا د يِسی زوی به تاسې ته کروندې او باغونه درکړي؟ په خپل لښکر کې به مو منصبداران کړي؟ آيا په دې هيله مو له هغه سره زما پر خلاف دسيسه جوړه کړې ده؟ کله چې زما زوی له هغه سره لاس يو کړ، تاسې يوه هم زه خبر نه کړم. په ما باندې ستاسې زړونه همدومره نه سوځېدل چې خبر مو راکړی وای! زما د زوی په لمسون داود زما وژلو ته ملا تړلې ده او همدا نن مې په مرګ پسې راغلی دی!

په دغه وخت کې دواغ اِدومي چې د نوکرانو له جملې څخه و، وويل: پاچا صاحب، زه چې په نوب کلي کې وم، د يِسی زوی مې وليد، چې له امام اخيملک بن اخيتوب سره يې خبرې کولې. اخيملک د داود لپاره له ﷲ ﷻ څخه لارښوونه وغوښته. بيا يې خوراکي توکي او د فيليستيني پهلوان جالوت توره ورکړه.

د دې په اورېدو سره طالوت پاچا امام اخيملک او د هغه ټوله کورنۍ، يعنې ټول هغه امامان چې په نوب کې يې خدمت کاوه، راوغوښتل. دوی چې راغلل، طالوت اخيملک ته وويل: د اخيتوب زويه! زما خبره واوره!

امام اخيملک وويل: وواياست مشره!

طالوت وويل: تا د يِسی له زوی سره ولې زما پر خلاف لاس يو کړی دی؟ تا هغه ته ډوډۍ او توره ورکړه او د هغه لپاره دې له خدای ﷻ څخه لارښوونه وغوښته. ولې؟ آيا د دې لپاره چې هغه زما په مقابل کې بغاوت وکړي؟ نن يې لښکر راټول کړی دی او غواړي چې مړ مې کړي!

امام اخيملک وويل: پاچا صاحب! آيا ستاسې په خدمتګارانو کې د داود په څېر وفادار کس شته؟ هغه يوازې ستاسې زوم نه بلکې ستاسې د ساتونکو مشر هم دی او په دربار کې ټول ورته په ډېره درنه سترګه ګوري! پر دې سربېره دا خو اول ځل نه و چې د هغه لپاره مې له خدای ﷻ څخه لارښوونه وغوښته. هيله کوم، صاحبه! پر ما او زما پر کورنۍ بې ځايه تورونه مه لګوئ! ستاسې پر خلاف د کومې دسيسې په باره کې بيخي خبر نه وم!

پاچا په ډېره غصه ورته وويل: اخيملکه، ته او ستا کورنۍ به ټول اعدام شي!

بيا يې ولاړو ساتونکو ته امر وکړ چې دا ټول امامان ووژنئ، ځکه چې دوی ټولو زما پر خلاف له داود سره په دسيسه کې لاس يو کړی دی! دوی خبر وو چې هغه له ما څخه تښتېد، خو بيا يې هم څه راته ونه ويل!

خو دغه ساتونکي راضي نه وو چې پر امامانو لاس پورته کړي. په پای کې طالوت دواغ ته امر ورکړ چې ته يې ووژنه!

دواغ هم د پاچا امر پر ځای کړ او په هغه ورځ يې پنځه اتيا امامان ووژل. بيا نوب کلي ته ولاړ او د امامانو کورنۍ، ښځې، ماشومان، حتی تي رودونکي ماشومان يې هم ووژل. پر دې سربېره يې د دوی ټول حيوانات – غوايان، خرونه، پسونه او وزې هم له تورې تېر کړل.

د امامانو له کورنۍ څخه يوازې يوه کس له دې قتل عام څخه ځان خلاص کړ او هغه د اخيملک زوی ابياتار و. هغه وتښتېد او داود ﵇ ته ورغی. ورته ويې ويل: طالوت ټول امامان قتل کړي دي.

داود ﵇ وفرمايل: ما هغه ورځ په نوب کې دواغ اِدومی ليدلی و او دا فکر مې هم کړی و چې طالوت پاچا ته به خبر ورکړي. ستا د کورنۍ د هر غړي د مرګ مسوول زه يم. نو له ما سره پاتې شه او وېرېږه مه. زه به ستا ساتنه کوم. ځکه، کوم څوک چې غواړي ستا ژوند ختم کړي، هغه غواړي زما ژوند هم ختم کړي.

په همدې وخت کې داود﵇ دواغ اِدومي مخاطب کړ او له ځانه سره يې وويل:

 ای ظالمه! ولې په خپلې بدکارۍ فخر کوې؟
د ﷲﷻ مينه او ښېګڼه ټوله ورځ راسره ده

ای چالاکه! ژبه دې چړې غوندې تېزه ده
پرې د تباهۍ نقشې جوړوې

د ښو پر ځای له بدو سره ډېره مينه لرې
او همدا ډول د رښتيا پر ځای له دروغو سره

هغه خبرې دې ډېرې خوښېږي، چې خلک په بربادي اړوي
پر ژبه دې تل دوکه بازي وي

نو خدایﷻ به دې د ابد لپاره له منځه يوسې
له کوره به دې دباندې راکش کړي
او د ژونديو له نړۍ څخه به دې ريښه وباسي

نېکان به دا وګوري او د خدایﷻ کارونو ته به حيران پاتې شي
بیا به په خندا وايي:

وګورئ هغه سړی چې خدایﷻ ته يې پنا نه وړله
بلکې په خپلو ډېرو شتمنيو باورمن و
او په خپلو ورانکاریو باندې نازېده

خو زه د خدایﷻ په کور کې داسې نېکمرغه يم، لکه د زيتون زرغونه ونه
زه تل تر تله د خدایﷻ په مينه او ښېګڼه باورمن يم

يا خدايه، کومه مرسته چې تا زما په حق کې وکړه، زه به یې تر ابده شکرګزار يم
په تا پورې خپلې هيلې تړم، ځکه وفاداره بنده ګان دې پوهېږي، چې ته ښه ذات يې

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست