حضرت داود ﵇
په نوب کلي کې لوی امام داود ﵇ ته ډوډۍ ورکوي
داود ﵇ په نوب کلي کې امام اخيملک ته ورغی. اخيملک چې داود ﵇ يوازې وليد، نو له وېرې په لړزېدو شو او ويې ويل: صاحبه! ته ولې يوازې راغلی يې؟ له تا سره کسان نشته؟
داود ﵇ وفرمايل: ما ته پاچا يو خاص کار راسپارلی دی او راته ويلي يې دي، چې بايد د دې کار په باره کې چا ته څه ونه وايم. ما خپلو کسانو ته حکم کړی دی چې يو بل ځای زما انتظار وکړي. اوس راته ووايه چې له تا سره د خوراک لپاره څه شته؟ که پنځه دانې ډوډۍ او يا نور هر څه چې لرې، ما ته يې راکړه.
امام ورته وويل: له ما سره خو عادي ډوډۍ نشته. يوازې هغه خاصې سپېڅلې ډوډۍ شته چې په خېمة ﷲ کې د خدای ﷻ په حضور کې ايښودل شوي دي. دا سپېڅلې ډوډۍ به په دې شرط درکړم چې کسانو دې په دې وروستيو ورځو کې له ښځو سره له نږدېوالي څخه ډډه کړي وي.
داود ﵇ ورته وفرمايل: بالکل! د ماموريت په وخت کې زما کسانو ته اجازه نشته چې له ښځو سره نږدېوالی وکړي. نو څرنګه چې دوی په عامو ماموريتونو کې ځان پاک ساتي، په دې خاص ماموريت کې به يې خامخا ځان پاک ساتلی وي!
هغه وخت په خېمة ﷲ کې تازه ډوډۍ د مخکينۍ اونۍ د ډوډيو پر ځای اېښودل شوې وې، نو امام د مخکينۍ اونۍ ډوډۍ داود ﵇ ته ورکړې، ځکه چې هلته نور خوراکي توکي نه وو.
هلته د طالوت پاچا د شپنو مشر چې دواغ نومېد او په قوم اِدومي و حاظر و، ځکه چې د هغه په خيمة ﷲ کې کار ځنډېدلی و. دواغ داود ﵇ او امام اخيملک د خبرو په حالت کې وليدل.
تر ډوډۍ اخيستلو وروسته داود ﵇ له امام اخيملک څخه پوښتنه وکړه: آيا له تا سره کومه نېزه يا توره شته؟ دغه راسپارلی ماموريت دومره عاجل و چې ما د دې وخت لا نه درلود چې وسله راواخلم.
امام ورته وويل: دلته هغه د جالوت توره شته، څوک چې تا د ايلاه په دره کې وژلی و. په يو ټوکر کې پېچل شوې ده او هغه ده، د امامت د خاصې جامې شا ته پرته ده. که هغه اخلې، نو وايې خله. پرته له هغې بله توره دلته نشته.
داود ﵇ وفرمايل: دا توره بې ساري ده! ما ته يې راکړه!