حضرت داود 

يوناتان له داود  سره د هغه په نجات کې مرسته کوي

داود ﵇ يوناتان ته په پټه راغی او ورته يې وويل: ما څه کړي دي؟ ګناه مې څه ده؟ ستا له پلار سره مې څه بد کړي دي چې، هغه زما د ژوند په ختمولو پسې رااخيستې ده؟

يوناتان ورته وويل: خدای دې نه کوي! پر تا به هېڅ هم نه کېږي. زما پلار هېڅ غټ يا کوچنی کار، زما له نظر او سلا څخه پرته نه کوي. که ته يې وژلای، حتمن به يې ما ته ويلي وو. نو دا امکان نه لري.

داود ﵇ ورته وويل: ستا پلار ته ښه معلومه ده چې زه پر تا ډېر ګران يم. هغه به داسې فکر کړی وي، چې يوناتان بايد له دې خبرې څخه خبر نه شي. که نه، زړه به يې خفه او زهير شي. نو ځکه يې څه درته نه دي ويلي، خو زما دې په حی او قيوم خدای ﷻ او ستا په سر قسم وي، چې زما او مرګ تر منځ يو قدم فاصله موجوده ده!

يوناتان داود ﵇ ته وويل: ته راته ووايه، ستا لپاره څه کار وکړم؟

داود ﵇ وفرمايل: سبا د سپوږمۍ لومړۍ شپه ده، چې په دربار کې جشن جوړېږي. د رواج له مخې زه بايد له پاچا سره يو ځای ډوډۍ ته کېنم، خو که ستا اجازه وي، تر درېيم ماښام پورې به په صحرا کې پټ پاتې شم. که دې پلار پوښتنه وکړه چې «داود چېرې دی؟» نو ورته ووايه چې «هغه له ما څخه په ټينګه رخصتي وغوښتله، تر څو خپل ټاټوبي بيت لحم ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ په کلنۍ قربانۍ کې ګډون وکړي.» بيا که يې وويل چې «سمه ده» د دې معنی به دا وي، چې زما لپاره د ده له خوا کوم خطر نشته. خو که په غصه شو، نو پوه شه چې کلکه اراده لري، تر څو ما ته ضرر ورسوي. ملګريه، له ما سره دا مهرباني وکړه! ما او تا مخکې د خدای ﷻ په وړاندې د ملګرتيا عهد او تړون کړی دی. که ستا په نظر په ما کې کومه ګناه وي، نو هيله کوم! ما دې خپل پلار ته په لاس مه ورکوه، بلکې پخپله مې مړ کړه!

يوناتان ورته وويل: داسې فکر مه کوه! که زه خبر شوم چې پلار مې غواړي تا ته ضرر ورسوي، نو حتماً درته وايم.

داود ﵇ بيا پوښتنه ځينې وکړه: ښه، نو که ستا پلار راڅخه ناراضه شو، څوک به مې خبروي؟

يوناتان ورته وويل: راځه چې صحرا ته ولاړ شو.

هلته چې ورسېدل، يوناتان ورته وويل: د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ شاهد دی، چې د مېلمستيا تر درېيم ماښام پورې به حالات معلوموم. که زما پلار درڅخه ناراضه نه و، نو تا ته به احوال درکړم. او که يې غوښتل تا ته ضرر ورسوي، نو درته وبه وايم، تر څو له دې ځايه په خير سره وتښتې. که مې داسې ونه کړل، نو ما دې خدای ووهي! ﷲ ﷻ دې درسره هماغسې مل او ملګری وي، لکه مخکې چې زما له پلار سره و. کله چې ﷲ ﷻ ستا ټول دښمنان د ځمکې له مخې ورک کړل، نو که ژوندی وم، ما په خپل نظر کې وساته او مهرباني راسره وکړه او که مړ وم، نو له کورنۍ سره مې تر ابده مهرباني وکړه!

په دې ډول يوناتان د داود ﵇ له کورنۍ سره عهد او تړون وکړ او ويې ويل: که په راتلونکې کې تا او يا ستا کورنۍ له موږ سره دښمني وکړه، نو ﷲ ﷻ دې درسره پوه شي!

په دويم ځل يې له داود ﵇ څخه قسم واخيست، ځکه چې هغه ورته د خپل ځان په څېر ګران و.

بيا يوناتان ورته وويل: سبا د سپوږمۍ د لومړۍ شپې جشن دی او په مېلمستيا کې به ستا ځای خالي وي او زما پلار به متوجه شي چې ته نه شته يې. په درېيم ماښام هغه ځای ته ورشه، چې تېر ځل پکې پټ شوی وې او د هغې غټې ډبرې تر شا پټ شه. زه به درشم درې غشي به د ډبرې تر څنګ خوشې کړم، چې ګواکې نښه ولم. يو هلک به په غشو پسې ولېږم. که مې ورته وويل: غشي دې خوا ته دي، رايې وړه، نو په حی او قيوم خدای قسم چې ته په امن او سلامتۍ کې يې. خو که ورته ومې وويل: آخوا ته دي، نو پوه شه چې بايد ولاړ شې، ځکه چې ﷲ ﷻ ته له دې ځايه رخصت کړی يې. پاتې شوه هغه د عهد او تړون خبره چې له يو او بل سره مو کړې ده. ﷲ تعالی دې تر ابده پورې زما او ستا تر منځ شاهد وي!

نو داود ﵇ صحرا ته ولاړ او پټ شو.

په بله ورځ چې د سپوږمۍ د لومړۍ شپې جشن و، طالوت پاچا ډوډۍ ته راغی او په خپل ځای کې، چې له دېوال سره نږدې و، کېناست. يوناتان مخامخ ورته ناست و. سالار ابنير يې په يوه اړخ کې ناست و، خو په بل اړخ کې يې د داود ﵇ ځای خالي و. خو پاچا په دې اړه څه ونه ويل، ځکه فکر يې کاوه چې د ده نشتون به بې دليله نه وي. شايد د دې مراسمو لپاره يې ځان نه وي پاک کړی.

خو د مېلمستيا په دويم ماښام د داود ﵇ ځای بيا خالي و. دا وار طالوت خپل زوی يوناتان ته وويل: زويه، دا د يِسی زوی مېلمستيا ته ولې نه راځي؟ نه پرون دلته و او نه نن.

يوناتان په ځواب کې وويل: داود ﵇ ډېر په ټينګار اجازه راڅخه وغوښته چې خپل ټاټوبي بيت لحم ته ولاړ شي. ويې ويل: «زموږ کورنۍ په کلي کې قرباني لري او وروڼو مې دا حکم کړی دی، چې ته هم راشه. که له ما راضي يې، اجازه راکړه چې ولاړ شم او له هغو سره ووينم.» نو ځکه نه دی راغلی.

د دې په اورېدو سره طالوت ډېر په غصه شو. پر يوناتان يې خوله راخلاصه کړه او ويې ويل: ای د کم ذاته ښځې زويه! دا زما شک و چې ته د خپل ځان او د خپلې مور د سر ټيټۍ لپاره د يِسی د زوی ملاتړ کوې! تر څو چې هغه ژوندی وي، ته به پاچا نه شې! نو ورشه او رايې وله چې ويې وژنم!

يوناتان ورته وويل: آخر ولې؟ د هغه ګناه څه ده؟

په دې خبرې طالوت له غصې سور واووښت. خپله نېزه يې د يوناتان پر خوا وار کړه، تر څو ويې وژني. هغه پوه شو چې پلار يې د داود ﵇ د وژلو کلکه اراده لري. نو د ډېرې غصې په سبب له ډوډۍ څخه راولاړ شو. هغه ورځ يې هېڅ ډوډۍ ونه خوړه، ځکه چې پلار يې د داود ﵇ په اړه بې شرمانه چلند کړی و او دی يې ډېر غمجن کړی و.

په بل سبا يوناتان له يوه نوکر هلک سره په ټاکلي وخت صحرا ته راغی. هلک ته يې وويل: زه به غشي وار کړم. ته په منډه ورشه، راپيدا يې کړه او بېرته يې راوړه.

غشي يې وار کړل او هلک ورپسې منډه کړه. کله چې غشو ته نږدې شو، يوناتان ورغږ کړ: غشي آخوا ته دي!

بيا يې ورغږ کړ: هله، ژر کوه! رايې وړه!

هلک هم غشي راټول کړل او خپل بادار ته يې راوړل. خو هلک د يوناتان د هغه شفري الفاظو په پټ مفهوم باندې نه و پوهېدلی. يوازې يوناتان او داود ﵇ يې په مفهوم پوهېدل. يوناتان غشي او لېندۍ هلک ته وروسپارله او ويې ويل: دا شيان بېرته ښار ته يوسه.

هلک چې ولاړ، داود ﵇ له خپل پټنځي څخه راووت او درې ځله يې د تعظيم سر يوناتان ته ټيټ کړ. بيا دواړو يو بل ښکل کړل او سره ويې ژړل، خو د داود ﵇ ژړا ډېره او سخته وه. يوناتان داود ﵇ ته وويل: په سلامتۍ سره ولاړ شه! موږ د ﷲ ﷻ په وړاندې قسم کړی دی چې زما او ستا، بلکې زموږ نسلونو تر منځ به تر همېش سوله او مهرباني وي!

بيا داود ﵇ ولاړ او يوناتان بېرته ښار ته ستون شو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست