حضرت داود 

طالوت د داود  د وژلو هڅه کوي

د دې په ليدو سره طالوت خپل زوی يوناتان او نوکرانو ته وويل چې داود ووژنئ!

خو داود ﵇ يوناتان ته ډېر ګران و. نو هغه داود ﵇ ته وويل: زما پلار غواړي تا ووژني. سبا سهار په دښته کې ځان پټ کړه. بيا به زه له خپل پلار سره تا ته نږدې درشم. ستا په باره کې به ورسره خبرې وکړم. بيا به وروسته زموږ د خبرو پايله درته ووايم.

نو له دې نقشې سره سم يوناتان خپل پلار طالوت ته د داود ﵇ تعريف وکړ او ويې ويل: پلاره! د خپل خدمتګار داود پر خلاف ګناه مه کوه. هغه تا ته هېڅ ضرر نه دی رسولی، بلکې همېشه يې درسره ډېر ښه کړي دي. د هغه فيليستيني پهلوان جالوت د وژلو لپاره يې خپل سر په لاس کې ونيو او ﷲ ﷻ موږ بني اسراييلو ته لوی بری راپه برخه کړ. هغه وخت ته ډېر ځينې خوشحاله وې. اوس يې ولې ناحقه وژنې او د يو بې ګناه په وينه تويولو سره ځان په ګناه ککړوې؟

طالوت د يوناتان خبرې ومنلې او ويې ويل: زه په حی او قيوم خدای قسم کوم چې زما له خوا به نه وژل کېږي!

وروسته يوناتان داود ﵇ ځان ته راوغوښت او د خپل پلار د خبرو بيان يې ورته وکړ. بيا يې د طالوت حضور ته راووست او هغه ﵇ لکه مخکې د پاچا په خدمت کې بوخت شو.

څه وخت وروسته د بني اسراييلو او فيليستينيانو تر منځ بيا جنګ ونښت. داود ﵇ خپل ټولی مقابلې ته راوايست او فيليستينانو ته يې ډېره سخته ماتې ورکړه، چې په نتيجه کې يې هغوی په تېښته کې شول.

يوه ورځ ﷲ ﷻ پر طالوت باندې ځوروونکی پېری مقرر کړ. په دې وخت کې هغه په خپل کور کې ناست و او په لاس کې يې نېزه وه. کله چې داود ﵇ راغی او چنګ يې ورته وغږاوه، طالوت نېزه د ده ﵇ پر خوا وروغورځوله، چې په دېوال پورې يې ورښخ کړي. خو داود ﵇ ځان ګوښه کړ او نېزه پر دېوال ولېګده. داود ﵇ چې ځان بچ کړی و، نو هماغه شپه له درباره وتښتېد.

تر دې وروسته طالوت خپل يو څو کسان د داود ﵇ کور ته ورولېږل، تر څو پر هغه ﵇ باندې نظر وساتي او سهار يې ووژني. د داود ﵇ ښځه ميکال له دې دسيسې څخه خبره شوه، نو خپل خاوند ته يې وويل: که غواړې ځان وژغورې، په همدې شپه له دې ځايه وتښته! که نه سبا به دې ووژني!

په دې وخت کې داود﵇ داسې دعا وکړه:

يا زما خدايه! له دښمنانو مې وژغوره
له مخالفينو مې په امان کې وساته

له بدکارانو مې خلاص کړه
او د خونکارانو له شره نجات راکړه!

هغه دي غښتلي کسان زما وژلو لپاره په کمين کې ناست دي
غواړي ماته ضرر ورسوي
حال دا چې ما کوم تېری او خطا نه ده کړې

که څه هم زه بې قصوره يم،
پر ما باندې د حملې لپاره چټک ګامونه اوچتوي

يا ﷲ! زما پر حال نظر وکړه
او له ما سره مرسته وکړه

يا ﷲ! ای د آسماني لښکرو ربه! د بني اسراييلو خدايه!
ټولو قومونو ته د خپلو کړنو سزا ورکړه،
پر بدکارانو او خيانتکارانو رحم ونه کړې!

زما دښمنان د شپې پر مهال بيا راځي
د سپو په څېر غپېږي او په ښار کې ګرځي

له خولې څخه يې سپکې سپورې بادېږي
او د تورو په څېر تېرې ژبې لري
ګمان کوي چې څوک يې خبرې نه اوري

خو يا ﷲ ته به پر دوی ملنډې ووهې
او زما ټول دښمن قومونه به ته مسخره کړې

ته زما د قوت سرچينه يې او پر تا توکل کوم
ځکه چې ته مې په خپله پنا کې ساتې!

د مينې او ښېګڼې خدایﷻ به زما مرستې ته راحاضر شي
خدایﷻ به د دښمنانو ماته راباندې وويني

يا ﷲ! هغوی يو دم ختم نه کړې،
بلکې په خپل قدرت سره هغوی لالهانده او ذليله کړه

تر څو زما ولس ستا دا بری هېر نه کړي
يا ربه، ته د سپر په څېر له موږ ساتنه کوې

د هغوی له خولو څخه د ګناه خبرې راوزي
په غرور درواغ وايي او ښېراوې کوي
هغوی دې په خپل غرور کې ګرفتاره شي

يا ﷲ، په خپل غضب يې نېست و نابود کړه
بيخي يې ورک کړه چې يو يې هم پاتې نه شي
څو ټول خلک وپوهېږي، چې خدایﷻ پر بني اسراييلو باندې حکومت کوي او د ټولې نړۍ مالک دی

له دې وروسته د ميکال په مرسته داود﵇ د يوې کړکۍ له لارې دباندې ښکته شو او وتښتېد. له دې وروسته ميکال يو بت پر کټ کېښود. په سر کې يې يو څو د وزو وېښتان کېښودل او په يوه جامه کې يې پټ کړ. وروسته د طالوت کسان په داود﵇ پسې راغلل. ميکال ورته وويل چې هغه ناروغ دی. دغو کسانو چې دا حال طالوت ته بيان کړ، نو هغه ورته امر وکړ: هغه له کټ سره راوړئ چې ويې وژنم! دوی هم بېرته راغلل. ګوري، چې پر کټ باندې يو بت پروت دی او په سر کې يې د وزو وېښتان دي. طالوت چې له دې څخه خبر شو، نو په غصه يې خپلې لور ميکال ته وويل: تا ولې ما ته دوکه راکړه؟ ولې دې زما له دښمن سره په تېښته کې مرسته وکړه؟ ميکال بهانه وکړه او ويې ويل: زه مجبوره وم! که مې مرسته نه وای ورسره کړې، وژلم يې!

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست