حضرت داود ﵇
طالوت خپله لور داود ﵇ ته په نکاح کوي
بيا داسې وشول چې د طالوت لور ميکال پر داود ﵇ مينه شوه. کله چې دا خبر طالوت پاچا ته ورسېد، هغه خوشحاله شو او له ځان سره يې وويل: ډېر ښه! زه به مې لور داود ته په نکاح کړم، خو د لومې په توګه به يې استعمال کړم تر څو هغه د فيليستينيانو په لاس ووژل شي!
نو داود ﵇ ته يې وويل: ما خپله لور درکړې ده. هيله کوم، زوم مې شه!
طالوت خپلو نوکرانو ته هم امر ورکړ چې داود ته ورشئ او قناعت ورکړئ، تر څو لور مې ومني. ورته وواياست چې پاچا او موږ ټول درسره مينه لرو. له لور سره يې واده وکړه!
نوکرانو هم همدغسې وکړل او دغه خبرې يې د داود ﵇ په غوږ کې ورواچولې. هغه ﵇ په ځواب کې وويل: آيا تاسې ته د پاچا زوم کېدل کوچنی کار ښکاري؟ زه خو غريب او کم سړی يم.
نوکرانو د داود ﵇ دا ځواب طالوت ته ورساوه. طالوت دوی ته وويل: داود ﵇ ته دا پيغام ورسوئ: پاچا له تا څخه هېڅ هم نه غواړي، پرته د سلو فيليستينيانو د تناسلي آلې د سر له پوستکي څخه، تر څو له خپلو دښمنانو څخه انتقام واخلي.
خو په دې کې د طالوت اصلي موخه انتقام نه و، بلکې غوښتل يې چې داود ﵇ د فيليستينيانو په لاس ووژل شي.
نوکرانو چې دا پيغام داود ﵇ ته بيان کړ، هغه ومنله. کومه موده چې د شرط د پوره کولو لپاره ټاکل شوې وه، په دې کې داود ﵇ له خپلو کسانو سره ولاړ، يوازې سل نه بلکې دوه سوه فيليستينيان يې ووژل. په دې توګه يې د پاچا طالوت شرط پوره کړ او طالوت خپله لور ميکال ورته په نکاح کړه. دې حال ته په کتلو سره طالوت پوه شو چې ﷲ ﷻ له داود ﵇ سره مل او ملګری دی او زما لور هم ورسره مينه لري. نو لا ځينې ووېرېد او د ژوند تر پايه يې په زړه کې د داود ﵇ په اړه د دښمنۍ اور بلېد.
هر ځل چې به فيليستينيانو پر بني اسراييلو حمله وکړه، د طالوت د نورو سالارانو په نسبت به داود ﵇ ډېر بريالی شو. له دې امله يې نوم په هر ځای کې ډېر وځلېد.