حضرت داود ﵇
دا د حضرت داود ﵇ کيسه ده. هغه ﵇ د يِسی زوی و او په بيت لحم ښار کې پيدا شوی و. د طالوت د پاچاهۍ په دوران کې ﷲ ﷻ شموييل ته امر کړی و، چې د طالوت پر ځای دې داود ﵇ د بني اسراييلو پاچاهۍ ته انتخاب کړي. په دغه وخت کې داود ﵇ تنکی ځوان و او د خپل پلار رمې يې پوولې.
طالوت پاچا داود ﵇ خپل دربار ته ورغواړي
ﷲ ﷻ د خپل روح فضل او برکت د طالوت له سره لرې کړ او پر ځای يې يو خبيث پېری پرې مقرر کړ، چې خپل تور سيوری ورباندې وغوړوي او ويې ځوروي. درباريانو يې ورته وويل: پاچا صاحب! ﷲ ﷻ پر تاسې باندې يو خبيث پيری نازل کړی دی چې ځوروي مو. که حکم وکړئ، موږ ستاسې خدمتګاران به داسې يو کس درته پيدا کړو چې ښه چنګ وغږوي. بيا چې کله د خبيث پيري له لاسه په عذاب شئ، نو ساز به درته وغږوي او زړه به مو کرار پيدا کړي.
طالوت ورته وويل: سمه ده. ما ته ښه ساز غږوونکی راپيدا کړئ او رايې ولئ.
يوه درباري وويل: په بيت لحم کې د يِسی نامي سړي يو زوی دی چې نه يوازې ښه چنګ غږوي، بلکې زړور، مېړنی، په خبرو کې هوښيار او ښايسته هم دی. پر دې سربېره ﷲ ﷻ ورسره مل او ملګری دی.
نو طالوت قاصدان يِسی ته له دې پيغام سره ولېږل: ستا زوی داود چې رمه پيايي، زما دربار ته راواستوه.
يِسی هم پر خره څو ډوډۍ، يو سېرلی او د ميو يو ډک ژی بار کړل او داود ﵇ ته يې په لاس ورکړل، چې طالوت ته يې ورورسوي. کله چې داود ﵇ دربار ته ورسېد، نو د طالوت خدمت يې پيل کړ. هر ځل چې به ځوروونکي پېري طالوت پاچا په عذاب کړ، نو داود ﵇ به ساز ورته وغږاوه او د هغه زړه به پرې آرامه شو. بيا به خبيث پيری ترې لرې شو.