حضرت شموييل ﵇
د شموييل ﵇ لخوا داود ﵇ د پاچا په توګه ټاکل کېږي
څه موده وروسته ﷲ تعالی شموييل ﵇ ته وفرمايل: تر څو به پر طالوت ژاړې؟ ما دی له دې څخه رد کړی دی، چې پر بني اسراييلو پاچاهي وکړي. اوس د زيتونو له تېلو څخه ښکر ډک کړه او بيت لحم ته روان شه. هلته د يِسی نومې کس کور ته ورشه. د هغه له زامنو څخه مې يو ټاکلی دی چې پاچا شي.
شموييل ﵇ پوښتنه وکړه: دا کار به څنګه کوم؟ که طالوت راباندې خبر شي، نو وبه مې وژني.
ﷲ تعالی وفرمايل: يوه سخوندره درسره بوزه او ووايه: زه راغلی يم چې ﷲ تعالی ته قرباني وکړم. بيا يِسی د قربانۍ مراسمو ته دردعوت کړه او هغه وخت به زه دروښيم چې د هغه له زامنو څخه مې کوم يو د پاچاهۍ لپاره ټاکلی دی. بيا به د هغه پر سر باندې تېل توی کړې.
شموييل ﵇ هم هماغسې وکړل، څنګه چې ﷲ ﷻ ورته فرمايلي وو. کله چې بيت لحم ته ورسېد، د هغه ځای مشران په لړزانده زړه ورته راووتل او پوښتنه يې ځينې وکړه: څه خبره ده چې راغلی ياست؟ خيريت خو به وي؟
شموييل ﵇ وفرمايل: هو، خيريت دی. زه راغلی يم چې ﷲ ﷻ ته قرباني وکړم. نو ځانونه پاک کړئ او له ما سره د قربانۍ مراسمو ته راشئ.
بيا يې پر يِسی او د هغه پر زامنو د پاکوالي مراسم اجرا کړل او دوی يې هم د قربانۍ مراسمو ته دعوت کړل. دوی چې راغلل، نو د شموييل ﵇ سترګې پر مشر زوی اِلياب باندې ولګېدې او په ذهن کې يې دا فکر وروګرځېد چې د ﷲ ﷻ لخوا به خامخا دا هلک انتخاب شوی پاچا وي.
خو ﷲ ﷻ شموييل ﵇ ته وفرمايل: د ده صورت او يا جګوالي ته مه ګوره، ځکه چې ما دی د پاچاهۍ لپاره رد کړی دی. زما ديد د انسان له ديد سره ډېر فرق لري. انسان د چا ظاهري بڼې ته ګوري، خو زه يې باطن ته ګورم.
بيا يِسی خپل دويم زوی ابيناداب ته وويل چې د شموييل ﵇ مخې ته ورشي، خو شموييل ﵇ وويل چې دا هم د ﷲ ﷻ انتخاب شوی نه دی.
بيا يِسی خپل درېيم زوی شمعا رامخ ته کړ، خو شموييل ﵇ د ده په باره کې هم وويل چې دا هم د ﷲ ﷻ انتخاب شوی نه دی.
په دې ډول د يِسی اووه زامن يو – يو د شموييل ﵇ مخې ته تېر شول، خو شموييل ﵇ يِسی ته وفرمايل: په دې اوو زامنو کې دې د ﷲ ﷻ انتخاب شوی نشته. آيا ستا زامن يوازې همدا دي؟
يِسی وويل: يو لا پاتې دی. هغه تر ټولو کشر دی او اوس رمه پيايي.
شموييل ﵇ ورته وفرمايل: همدا اوس يو کس پسې ولېږه چې رايې ولي. تر څو چې نه وي راغلي، ډوډۍ ته به نه کېنو!
يِسی هم يو کس په خپل کشر زوی داود ﵇ پسې ولېږه. کله چې هغه ﵇ کور ته راوستل شو، شموييل ﵇ وليد چې سور او سپين دی. ښکلی هلک دی او ښايسته سترګې يې دي. په دغه وخت کې ﷲ تعالی شموييل ﵇ ته وفرمايل: دا هماغه کس دی چې ما د پاچاهۍ لپاره ټاکلی دی. په دې خاطر يې پر سر تېل توی کړه.
نو په داسې حال کې چې داود ﵇ د خپلو وروڼو په منځ کې ولاړ و، شموييل ﵇ هغه ښکر راواخيست چې د زيتونو تېل پکې وو او د داود ﵇ پر سر باندې يې تېل توی کړل. په هغه ورځ د ﷲ ﷻ د روح قدرت پر داود ﵇ باندې رانازل او له هغې ورځې وروسته ورسره مل شو. بيا شموييل ﵇ بېرته راما ته ستون شو. له دې پېښې څه موده وروسته شموييل ﵇ له دنيا څخه رحلت وکړ. ټول بني اسراييل د ده ﵇ د ماتم لپاره سره راغونډ شول او د ده ﵇ مړی يې په خپل ښار راما کې خاورو ته وسپاره.