حضرت شموييل ﵇
طالوت پاچا کېږي
کله چې طالوت له شموييل ﵇ څخه روان شو، ﷲ ﷻ ورته يو نوی زړه وروباخښه. بيا هغه ټولې نښې چې شموييل ﵇ ورته فرمايلې وې، په هماغه ورځ رښتيا شوې. طالوت او نوکر يې چې جبعې ښار ته ورسېدل، يوه ډله وليان يې مخې ته راغلل. په هماغه شېبه کې د ﷲ ﷻ روح پر طالوت باندې په قوت سره رانازل شو. د جذبې او وجد په حالت کې راغی او ژبه يې په الهي پيغامونو ګويانه شوه. کومو خلکو چې طالوت پېژانده، د دې حالت په ليدو سره يې په خپلو کې وويل: د قيش پر زوی څه شوي دي؟ آيا طالوت هم ولي دی؟
له حاضرينو څخه يوه سړي وويل: آيا هر څوک ولي کېدای شي؟ آيا مهمه نه ده چې پلار يې څه کاره وي؟
(نو دغه خبره مشهوره شوه چې وايي «آيا طالوت هم ولي دی؟»)
کله چې طالوت د روحاني جذبې له حالته ووت، نو د غونډۍ پر سر قربانګاه ته وخوت. کاکا يې له ده او نوکر څخه پوښتنه وکړه: چېرې تللي واست؟
طالوت ورته وويل: موږ په ورکو شوو خرو پسې وتلي وو، خو پيدا مو نه کړې. نو شموييل ﵇ ته ورغلو چې هغه موږ ته د خرو ځای رامعلوم کړي.
کاکا يې پوښتنه وکړه: شموييل ﵇ څه خبره درته وکړه؟
طالوت ځواب ورکړ: هغه وفرمايل چې خرې پيدا شوې دي.
خو طالوت خپل کاکا ته د شموييل ﵇ نورې خبرې ونه کړې، يعنې چې دی د پاچاهۍ لپاره ټاکل شوی دی.
وروسته شموييل ﵇ ټول بني اسراييل مِصفه ښار ته راوغوښتل چې الهي پيغام ورته واوروي. ورته ويې وفرمايل: ای بني اسراييلو! ستاسې رب ﷲ ﷻ فرمايي: «ما تاسې له مصره راوايستلاست. له مصريانو او نورو ټولو ظالمو قومونو څخه مې نجات درکړ. له هر مشکل او تکليف څخه مې خلاص کړئ، خو له دې سره – سره تاسې له ما څخه مخ واړاوه او غوښتنه مو وکړه، چې پر موږ باندې يو پاچا مقرر کړه. نو اوس تاسې ټول د خپلو ټبرونو او کورنيو په ترتيب سره زما په حضور کې حاضر شئ.»
شموييل ﵇ هم ټول بني اسراييل د ټبر په ترتيب راغونډ کړل. پچه يې واچوله، چې پکې د بنيامين د ټبر نوم راووت. بيا يې د دې ټبر په کورنيو کې پچه واچوله، چې د مَطري د کورنۍ نوم راوخوت. بيا په دې کورنۍ کې پچه د طالوت بن قيش په نامه وختله. ټول خلک د طالوت په لټه کې شول، خو د هغه درک معلوم نه شو. له خدايه ﷻ يې پوښتنه وکړه چې طالوت چېرې دی؟
ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: د اسبابو شا ته يې ځان پټ کړی دی.
خلکو ورمنډې کړې. له هغه ځايه يې راوايست. کله چې مخکې راغی، خلکو وليد چې تر ټولو جګ دی. څوک يې اوږو ته نه رسېږي. بيا شموييل ﵇ ټولو خلکو ته وفرمايل: دا هغه شخص دی چې ﷲ ﷻ ستاسې پاچا ټاکلی دی. په ټول اسراييل کې يې ساری نشته!
ټولو نارې کړې: زموږ پاچا دې ژوندی وي!
بيا شموييل ﵇ خلکو ته د پاچا د حقونو او مسووليتونو په اړه معلومات ورکړل. ورپسې يې هغه حقونه او مسووليتونه په يوه کتاب کې وليکل او د ﷲ ﷻ په حضور کې يې وړاندې کړل. له دې وروسته يې خلک رخصت کړل چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
ﷲ ﷻ د يو څو تورياليو کسانو په زړونو کې دا هوډ پيدا کړ، چې د طالوت پيروي وکړي. نو کله چې طالوت جبعې ښار ته روان شو، چېرې چې يې خپل کور و، دوی هم ورسره ولاړل. مګر يو څو رذيلانو وويل: دا سړی به موږ ته له دښمنانو څخه څنګه نجات راکړي؟
په سپکه سترګه يې ورته وکتل او د احترام لپاره يې سوغاتونه ورته رانه وړل. خو طالوت دوی ته څه ونه ويل.