حضرت شموييل ﵇
د عهد صندوق د فيليستينيانو لاس ته لوېږي
په هغو شپو ورځو کې د فيليستينيانو او بني اسراييلو تر منځ جنګ ونښت. د بني اسراييلو لښکر د مقابلې لپاره راووت او په ابن عزر نامي ځای کې يې خېمې ووهلې. د فيليستينيانو لښکر په افيق نامي ځای کې واړول. فيليستينيانو پر بني اسراييو باندې حمله وکړه او په يوه تاوده جنګ کې يې ماتې ورکړه. په دغه نښته کې د بني اسراييلو تقريباً څلور زره عسکر ووژل شول. پاتې عسکر بېرته خپلې لښکرګاه ته راستانه شول. د بني اسراييلو مشرانو وويل: ﷲ ﷻ ولې پرېښودل چې موږ نن د فيليستينيانو په لاس ماتې وخورو؟ راځئ چې له شيلوه څخه د عهد صندوق راواخلو. له ځان سره به يې د جنګ ميدان ته يوسو، تر څو د هغه په برکت له دښمنانو څخه نجات پيدا کړو!
نو يې يو څو کسان شيلوه ته ورولېږل چې له خېمة ﷲ څخه د عهد صندوق راوړي، چې پر هغه باندې د دوو محافظو ملايکو شکلونه جوړ شوي وو او د دې دوو ملايکو تر منځ د آسماني لښکرو د رب ﷲ تعالی حضور قايم و. دغو کسانو د امام عيلي له دوو زامنو حُفني او فينحاس سره د عهد صندوق د بني اسراييلو لښکرګاه ته راووړ. بني اسراييلو چې د عهد صندوق وليد، په زوره يې د خوشحالۍ نارې ووهلې. دومره په زوره يې نارې وهلې، چې ځمکه په لړزېدو شوه. فيليستينيانو چې دغه نارې واورېدې، نو يو له بله يې پوښتنه وکړه چې د بني اسراييلو په منځ کې څه خبره ده چې دومره په زوره نارې وهي؟
بيا خبر ورته راورسېد چې د بني اسراييلو لښکرګاه ته د عهد صندوق راوړل شوی دی. د دې خبر په اورېدو سره دوی سخت ووېرېدل او ويې ويل: د دوی لښکرګاه ته يو خدای راغلی دی! زموږ پر حال دې افسوس وي! مخکې هېڅکله داسې نه دي پېښ شوي. زموږ پر حال دې افسوس وي! د دې قوي خدای له لاسه به څوک نجات راکړي؟ دا هماغه خدای دی چې مصريان يې په بيابان کې په آفتونو اخته کړل! نو فيليستينيانو، زړور اوسئ او مېړانه ښکاره کړئ! که نه، د بني اسراييلو هاغسې غلامان به شو، لکه څرنګه چې دوی زموږ غلامان وو. نو په مېړانې سره وجنګېږئ!
فيليستينيانو په زړورتيا سره جنګ وکړ او بني اسراييلو ته يې ماتې ورکړه، چې په پايله کې يې بني اسراييلو ته درنه مرګ او ژوبله ورواوښته. دېرش زره عسکر يې ووژل شول او نور خپلو خېمو ته وتښتېدل. په وژل شوو کسانو کې د امام عيلي دوه زامن حُفني او فينحاس هم شامل وو. همدارنګه د عهد صندوق هم د فيليستينيانو په لاس کې ولوېد.
د بنيامين له ټبر څخه يو عسکر د جګړې له ميدانه وتښتېد او په هماغه ورځ يې ځان شيلوه ته ورساوه. له ډېره غمه يې خپل ګرېوان څيرې کړی و او پر سر يې خاورې پاشلې وې. په شيلوه کې امام عيلي د لارې په اړخ کې پر څوکۍ ناست و. لاره يې څارله، ځکه چې د عهد صندوق ته يې زړه ډېر ناقراره و. کله چې هغه عسکر شليوه ته راورسېد، خلکو ته يې د پېښ شوي جنګ په باره کې معلومات ورکړل. د دې خبر په اورېدو سره په ښار کې يو لوی شور جوړ شو. امام عيلي چې دغه غوغا واورېده، غږ يې وکړ: ولې مو شور جوړ کړی؟
عسکر امام عيلي ته رامنډه کړه، تر څو پوښتنه يې ځواب کړي. په دې وخت کې امام عيلي اته نوي کلن و او د سترګو نظر يې ډېر کم شوی و. عسکر امام عيلي ته وويل: زه همدا نن د جنګ له ميدانه راتښتېدلی يم.
امام عيلي پوښتنه ځينې وکړه: څه وشول، زويه؟
هغه وويل: بني اسراييلو ماتې وخوړه او له فيليستينيانو څخه وتښتېدل. زموږ ډېر عسکر ووژل شول، چې ستاسې دوه زامن حُفني او فينحاس هم پکې شامل وو. پر دې سربېره د عهد صندوق هم د فيليستينيانو لاس ته ولوېد او هغوی له ځان سره يووړ.
څنګه چې امام عيلي د عهد د صندوق له حاله خبر شو، نو له څوکۍ څخه د شا پر خوا پر ځمکه ولوېد. دا چې هغه د ډېر عمر و او چاغ هم و، اورمېږ يې مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله پر بني اسراييلو باندې فيصلې او امامت کړی و.
په هغه وخت کې د امام عيلي د زوی فينحاس ښځه حامله وه او د ماشوم د زېږېدو وخت يې نږدې و. کله چې هغې ته خبر ورسېد چې د عهد صندوق د دښمنانو لاس ته لوېدلی دی، خسر او مېړه يې هم مړه شوي دي، نو ناڅاپه د لنګون درد پرې راغی او ماشوم يې دنيا ته راووړ. پر ښځې باندې ولادت ډېر سخت و، نږدې وه چې مړه شي، خو قابله ګانو ورته وويل: مه وېرېږه. ستا يو زوی پيدا شوی دی!
د قابله ګانو خبرې ښځې ته ډاډ ورنه کړای شو. پر خپل زوی باندې يې د ايخابود نوم کېښود، چې معنی يې ده: «عظمت څه شو؟» ځکه چې د عهد صندوق وړل شوی و. خسر او مېړه يې هم مړه شوي وو. ويې ويل: اوس چې د عهد صندوق وړل شوی دی، نو له بني اسراييلو څخه الهي عظمت کډه کړې.
له دې خبرو وروسته مړه شوه.