حضرت شموييل ﵇
شموييل ﵇ په پيغمبرۍ مبعوث کېږي
شموييل ﵇ د ﷲ ﷻ خدمت کاوه. په خېمة ﷲ کې به يې له امام عيلي سره مرسته کوله. په هغه وخت کې ﷲ ﷻ ډېر لږ خلک په الهي پيغامونو او مکاشفو مشرفول. د امام عيلي د سترګو نظر کم شوی و او څه يې سم نه شول ليدلای. يوه شپه په خپل ځای کې ويده و. شموييل ﵇ په خېمة ﷲ کې ويده و، چېرې چې د عهد صندوق پروت و. هغه څراغ چې ټوله شپه به هلته بل و، لا نه و مړ شوی. ناڅاپه ﷲ ﷻ پر شموييل ﵇ غږ وکړ: شموييله، ای شموييله!
شموييل ﵇ په ځواب کې وويل: زه حاضر يم.
بيا يې امام عيلي ته ورمنډه کړه او ورته يې وويل: صاحبه، تاسې زه راوغوښتلم. امر کوئ!
امام عيلي ورته وويل: نه، ما نه يې راغوښتی. بېرته ولاړ شه او څمله!
شموييل هم بېرته ولاړ او څملاست.
ﷲ ﷻ بيا پر شموييل ﵇ غږ وکړ: ای شموييله!
شموييل ﵇ يو ځل بيا راپورته شو، امام عيلي ته ورغی او ورته يې وويل: دا دی، راغلم. تاسې راوغوښتلم؟
امام عيلي ورته وويل: نه، زويه. ما نه يې راغوښتی. بېرته ولاړ شه او څمله.
شموييل ﵇ په هغه وخت کې الهي غږ نه پېژانده، ځکه چې له هغه مخکې ورته الهي پيغام نه و الهام شوی. ﷲ ﷻ د درېيم ځل لپاره پر شموييل ﵇ باندې غږ وکړ.
شموييل ﵇ هم راپاڅېد، امام عيلي ته ورغی او ورته يې وويل: دا دی، ستاسې په بلنه راغلم.
دا ځل امام عيلي پوه شو چې کوم غږ چې پر هلک باندې کېږي، د ﷲ ﷻ غږ دی. نو يې شموييل ﵇ ته وويل: بېرته ولاړ شه او څمله. که بل ځل غږ درباندې وشو، نو په ځواب کې ورته ووايه: يا ﷲ، ستا خدمتګار درته غوږ دی.
شموييل ﵇ هم بېرته ولاړ او پر خپل ځای څملاست. په دې وخت کې ﷲ ﷻ خپل حضور رانازل کړ او د تېرو ځلونو په څېر يې بيا پر شموييل ﵇ غږ وکړ: شموييله! ای شموييله!
شموييل ﵇ په ځواب کې وويل: وفرمايه! ستا خدمتګار درته غوږ دی.
ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: زه به په بني اسراييلو کې داسې يو څه پېښ کړم چې په اورېدو سره به يې ټول خلک ټکان وخوري. هغه ورځ به ټولې هغه خبرې عملي کړم، چې د امام عيلي د کورنۍ پر خلاف مې فرمايلي دي. ما ورته ويلي دي چې ستا کورنۍ ته به د تل لپاره سزا ورکړم. ته د خپلو زامنو په ګناه خبر وې، چې دوی د کفر په ډنډ کې لاهو وو، خو تا څه ونه کړل چې دوی ځينې راوګرځوې. نو ما قسم کړی دی چې د عيلي د کورنۍ د ګناهونو کفاره به هېڅکله په قربانيو او يا صدقو سره قبوله نه کړم.
شموييل ﵇ تر سهاره په خپل ځای کې پروت و. سهار راپاڅېد او له معمول سره سم يې د خېمة ﷲ دروازې خلاصې کړې. په زړه کې يې وېره وه چې امام عيلي ته الهام شوی پيغام بيان کړي او که نه. په دغه وخت کې امام عيلي ورغږ کړ: شموييله، زما بچيه!
شموييل ﵇ وويل: زه حاضر يم.
امام عيلي پوښتنه ځينې وکړه چې تا ته ﷲ تعالی څه پيغام درکړ؟ ما ته هره خبره بيان کړه! که دې يو لفظ هم راڅخه پټ کړ، نو خدای ﷻ دې سخته سزا درکړي!
شموييل ﵇ هم امام عيلي ته د ﷲ تعالی له خوا د الهام شوي پيغام هر ټکی بيان کړ. هېڅ شی يې ځينې پټ نه کړ. امام عيلي چې الهي پيغام واورېد، نو ويې ويل: دا د ﷲ تعالی اراده ده. نو څرنګه چې يې رضا وي، هماغسې دې وشي.
د وخت په تېرېدو سره شموييل ﵇ غټېده. ﷲ ﷻ ورسره مل او ملګری و او د هغه ﵇ هره خبره سمه او معتبره ختله. نو په ټولو بني اسراييلو کې، يعنې په شمال کې له دان څخه نيولې، په جنوب کې تر بير شبع پورې هر څوک خبر وو، چې شموييل ﵇ د ﷲ ﷻ لخوا پيغمبر ټاکل شوی دی. داسې وو، چې په شيلوه کې به ﷲ ﷻ شموييل ﵇ په خپل ديدار مشرفاوه او خپل پيغامونه به يې ورته الهامول. شموييل ﵇ به الهي پيغام ټولو بني اسراييلو ته رساوه.