د حضرت داود ﵇ د لويې انا بي بي روت کيسه
خدای ﷻ پر روت باندې فضل او کرم کوي
له بلې خوا بوعز د ښار دروازې ته تللی او په هغه ځای کې ناست و، چېرې چې به د ښار خلک راټولېدل. څه موده وروسته د اليملک هغه خپلوان چې په اړه يې بوعز روت ته ويلي وو، پر لارې راتېر شو. بوعز ورغږ کړ: وروره! دې خوا ته راشه. له ما سره کېنه.
هغه هم بوعز ته ورغی او ورسره کېناست. بيا بوعز لس کسه سپينږيري راټول کړل او ورته يې وويل: راشئ، دلته کېنئ.
دوی هم ورسره کېنستل. بيا بوعز خپلوان ته وويل: يوه ټوټه ځمکه ده چې زموږ د خپلوان اليملک وه. اوس چې نعيمه له موآبه بېرته راغلې ده، غواړي هغه ځمکه خرڅه کړي. ما ويل، زما خپلوان دې پرې خبر شي. نو دا دي. دغه سپينږيري مې راټول کړل او ته مې پرې خبر کړې. اوس که دغه مسووليت پر غاړه اخلې، نو وايې خله او که يې نه اخلې، ما ته ووايه. زه يې پر خپله غاړه اخلم، ځکه چې زموږ په خپلوانو کې ته له ما څخه نعيمې ته نږدې يې او لومړی حق ستا دی او زه دويم حقدار يم.
خپلوان يې وويل: زه يې پر غاړه اخلم.
بوعز وويل: سمه ده. که راضي يې چې د ځمکې د اخيستلو مسووليت پر غاړه واخلې، نو يوه بله خبره هم شته. په روت خبر يې؟ هغه د نعيمې موآبۍ نږور ده. کونډه شوې ده. نو د هغې سرپرستي به هم ستا پر غاړه وي، تر څو د هغې د مړه شوي مېړه نوم او نښان له خپلې ځمکې او جايداد څخه ورک نه شي.
خپلوان چې دغه خبرې واورېدلې، نو بوعز ته يې وويل: که خبره داسې وي، نو دغه مسووليت مې په وس کې نه دی چې پر غاړه يې واخلم، ځکه دا به زما خپل جايداد ته تاوان ورسوي. نو دغه مسووليت تا ته سپارم.
(پخوا په بني اسراييلو کې دا دود و، که د دوو کسانو په منځ کې به معامله وه او يا به کوم مال انتقالېده، نو يوه کس به خپله څپلۍ وکښله او بل کس ته به يې ورکړه. دا د څپلۍ ورکړه به د معاملې تصديق او نخښه وه.) هغه خپلوان بوعز ته وويل: دغه د ځمکې اخيستل تا ته سپارم. ته يې واخله.
بيا يې خپله څپلۍ وکښله او بوعز ته يې ورکړه. بوعز سپينږيرو او نورو ټولو خلکو ته مخ ورواړاوه او ويې ويل: تاسې ټول شاهدان ياست چې نن ما له نعيمې څخه ټول هغه مالونه تر لاسه کړل، چې د هغې د مېړه اليملک او د هغې د دوو زامنو کليون او محلون وو. په دې کې ما روت هم، چې د محلون موآبۍ ښځه وه، تر لاسه کړه. زه به له هغې سره واده وکړم تر څو د اليملک نوم په خپله ځمکه او جايداد کې وساتل شي او له ټاټوبي او قبيلې څخه يې ورک نه شي. تاسې پر دې شاهدان ياست!
سپينږيرو او نورو ټولو حاضرينو ورته وويل: هو! موږ پر دې شاهدان يو. ﷲ ﷻ دې دغه ستا راتلونکې ښځه د بني اسراييلو د مورګانو راحيلې او ليا غوندې کړي. *ﷲ ﷻ دې تا په خپل خېل افراته کې لوی کړي او ستا نوم دې په بيت لحم کې ځلانده کړي. ﷲ ﷻ دې ستا کورنۍ د دې ښځې په وسيله لويه کړي لکه د فارِص کورنۍ، چې د يهودا او تامار زوی و. *
بيا بوعز له روت سره واده وکړ. روت د بوعز مېرمن شوه. د ﷲ ﷻ په قدرت هغې حمل واخيست. د حمل موده چې يې پوره شوه، يو زوی يې پيدا شو. وروسته د ښار ښځې نعيمې ته راغلې او ورته يې وويل چې ﷲ ﷻ لره دې حمد وي، چې نن يې تا ته يو لمسی درکړ، چې ستا د کورنۍ نوم پر ځمکه وساتي. د دې ماشوم نوم دې په بني اسراييلو کې ځلانده شي. هغه به ستا ژوند بېرته راجوړ کړي. په سپينسرتوب کې به دې ساتنه وکړي. ستا نږور روت، څوک چې له تا سره مينه لري، دغه زوی يې زېږولی دی. روت تا ته تر اوو زامنو لا ښه ده!
بيا نعيمې ماشوم په غېږ کې ونيو او د هغه پالنه يې خپله وظيفه وګڼله. ښځو وويل: اوس نعيمه د لمسي خاونده شوه! او د ماشوم نوم يې عوبيد کېښود. (عوبيد وروسته د يِسی پلار شو او يِسی د حضرت داود ﵇ پلار شو.) نو د فارِص شجره پر دې ډول ده: فارِص د حصرون پلار و. حصرون د رام پلار و. رام د عميناداب پلار و. عميناداب د نحشون پلار و. نحشون د سلمون پلار و. سلمون د بوعز پلار و. بوعز د عوبيد پلار و. عوبيد د يِسی پلار و او يِسی د داود ﵇ پلار و.
* حضرت يعقوب ﵇ دوې ښځې درلودې، راحيله او لياه. د بني اسرائيلو قوم ټول د يعقوب ﵇ نسل وو. نو راحيله او لياه د بني اسرائيلو مورګانې وې.
* يهودا د يعقوب ﵇ زوی و. بوعز د يهودا له کورنۍ څخه و. لکه روت، تامار يوه پردۍ ښځه وه، يعنې د بني اسرائيلو د قوم نه وه. له تامار څخه يهودا ته فارِص پيدا شو.