د حضرت داود ﵇ د لويې انا بي بي روت کيسه
روت له خپلې خواښې سره وفاداري کوي
يوه ورځ نعيمې روت ته وويل: لورې! زه اوس بايد تا ته يو څوک پيدا کړم، چې ته ورسره واده وکړې او د هغه تر سيوري لاندې د خير ژوند ولرې. دغه بوعز، چې ته يې له ښځينه مزدورانو سره ګرځې، زموږ له نږدې خپلوانو څخه دی. نو زما خبرې ته غوږ شه. نن ماښام بوعز په درمندځای کې اوربشې بادوي. ته حمام وکړه، پر ځان عطر ووهه او ښې جامې واغونده. بيا درمندځای ته ورشه. مګر تر څو چې بوعز خپل خوراک او څښاک نه وي خلاص کړی، تر هغې پورې ځان مه ورښکاره کوه. کله چې هغه پرېووت، نو ويې ګوره چې هغه چېرته ويده کېږي. کله چې ويده شو، نو ورشه، له پښو څخه يې بړستنه لرې کړه او همالته څمله. بيا به هغه تا ته ووايي چې ته بايد څه وکړې.
روت خپلې خواښې ته وويل: هر څه چې تا راته وويل، زه به هماغسې وکړم.
روت هم د درمندځای پر خوا ورروانه شوه او د نعيمې له خبرو سره سم يې عمل وکړ. بوعز چې خپل خوراک او څښاک خلاص کړ او طبيعت يې برابر شو، بيا د راشې بلې خوا ته ولاړ او ويده شو. لږ وخت چې تېر شو، روت په پټه پسې ورغله، د هغه له پښو څخه يې بړستنه لرې کړه او همالته څملاسته. کله چې نيمه شپه شوه، بوعز ناڅاپه راويښ شو او پر څنګ واووښت. ګوري، چې يوه ښځه يې پښو ته پرته ده. هغې ته يې وويل: ته څوک يې؟
هغې ورته وويل: زه روت يم، ستاسې نوکره. تاسې زموږ له نږدې خپلوانو څخه ياست، چې زما سرپرستي ستاسې پر غاړه ده. نو هيله کوم، ما په خپله نکاح کې واخلئ.
بوعز ورته وويل: ﷲ دې برکت درکړي، لورې. مخکې تا له خپلې خواښې سره وفاداري کړې ده. مګر دغه وفاداري چې ته يې اوس د خپلې خواښې په حق کې کوې، تر مخکې لوړه او لويه ده، ځکه تا کولای شول چې په خپله خوښه له هر ځوان سره واده وکړې، که هغه شتمن و او يا غريب، مګر د دې پر ځای ته ما ته راغلې او دا صلاحيت دې ما ته راکړ. نو لورې، بې غمه اوسه! زه به ستا غوښتنه پوره کړم، ځکه د ښار ټول خلک پوهېږي چې ته شريفه ښځه يې. خو يوه خبره شته. سمه ده چې زه ستا له نږدې خپلوانو څخه يم، مګر زموږ د ټبر يو بل سړی هم شته چې تر ما تا ته نږدې دی. فعلاً ته دلته ويده شه. چې سهار شو، زه به هغه ته ورشم. که هغه ستا سرپرستي قبوله کړه، نو ښه ده. که نه نو زما دې په حی او قيوم خدای قسم وي چې زه به يې پر خپله غاړه واخلم. نو تر سهاره دلته ويده شه.
روت هم د بوعز له پښو سره تر سهاره ويده شوه. کله چې له خوبه راپاڅېده، نو سهار لا تياره وه. بوعز فکر وکړ، داسې نه چې خلک خبر شي چې يوه ښځه درمندځای ته راغلې ده. نو يې روت ته وويل: خپل پلو دې راوړاندې کړه او ټينګ يې ونيسه.
روت چې پلو بوعز ته ورنږدې کړ، هغه ورته شپږ غټې پيمانې اوربشې پکې واچولې. بيا يې ډک پلو روت ته ور په شا کړ او خپله ښار ته روان شو. روت له اوربشو سره د خپلې خواښې خوا ته روانه شوه. کور ته چې ورسېدله، نعيمې ترې پوښتنه وکړه، لورې! کار دې څنګه شو؟
روت د هر هغه څه په باره کې ورته وويل، چې بوعز د هغې په حق کې تر سره کړي وو. بيا يې وويل: بوعز دغه شپږ پيمانې اوربشې هم راته راکړې او ويل يې، داسې نه وي چې ته خپلې خواښې ته تش لاس بېرته ورشې.
نعيمې ورته وويل: لورې! تر څو چې د دې خبرو نتيجه رامعلومه شوې نه وي، تر هغه وخته صبر کوه. بوعز به حتماً دغه خبره همدا نن حل کړي او له هغه څخه مخکې به هېڅ آرام نه کوي.